
《♡دزړه ❤️اواز♡》
سلامونه ملګرو
دلته به انشاالله تاسوته ستاسو دزړه
دسکون شعرونه او
اویډیوګانی نشریږی
تبادلی لپاره دلته راشی
👇
👇
👇
👇
👇
@Vesal_11
د خاوند په نه شتون کې د مېرمن د ژوند کیفیت
که یؤ نارینه بیا بیا خپله مېرمن یوازې پریږدي؛ نو يو وخت داسې راځي، چې مېرمن يې ورو ورو د خاوند د نه موجودیت سره عادي کېږي
په لومړیو وختونو کې انتظار کوي، بیا حالاتو سره جوړجاړي کوي، بیا خبره تر دې رسیږي، چې ځينې پرېکړې پخپله کوي او اخر دا چې خپل غم پخپله ختموي ځان سره ژاړي او ځان پخپله سمبالوي
او کله چې خبره تر دې ځایه لاړه شي، چې مېرمن خپله هره اړتیا، هر درد، هر ډار او هره چاره پخپله سمبال کړي؛ نو بیا پرې د خاوند موجودیت او نه موجودیت هېڅ اغېز نه کوي
په داسې حالاتو کې مېرمن نه له خاونده کرکه کوي او نه ورسره مینه لري بس يوه بې حسه اړیکه رامنځته کېږي او په کوم زړه کې چې بې حسي ځای ونیسي هلته بیا مینه نشي ځایدلاې
مینه فقط په لفظونو نشي، شتون اوږه په اوږه تلل او په ګرمۍ کې د سيوري په څېر رول ادا کول؛ مینه ژوندۍ ساتي
په ګډ ژوند کې د مادیاتو رول هم شته خو سالمه او خوشاله اړیکه هېڅکله په مادیاتو پورې اړه نه لري. هغوې چې اوږدې مسافرۍ ته ملا تړي؛ پورته خبرې دې حتمن په پام کې ونیسي په اړیکو کې بې حسي د عذاب په مانا ده، هڅه دې وشي چې بې حسۍ ته ځاې پاتې نشي.
څه نظر مو دی
باورونه مه ماتوي انسان دهر باور ماتيدو سره په ډيرو ريښتينو انسانانو هم بی باوره کېږي
🦋
🦋
🦋
څه زوره وري وي څه زور يي کاوو
سترګو دي اور وره وو اور یی کاوو
ما دزخمونو ژبی وتړلی ماله يي شر
جوړه وو شور يي کاوو
ګل په ورغوي کي پرهر ګرزه وو او سينګار زما دزړه دکور يي کاوو
او غم هيره ول هسې خبره نه وه
پرهر چې خوله وروسته اور یی کاوو
دځواني خوب یی تخته وو صابره
ميني مستی کوله شور یی کاووو
🦋
🦋
🦋
د ښځو حقوق په اسلام کې
د ژوند حق
اسلام ښځې ته د ژوند حق ورکړی. د جاهلیت په زمانه کې ښځې ژوندۍ ښخېدې، خو اسلام دا ظالمانه عمل حرام وګرځاوه
> القرآن او مه وژنئ خپل اولاد د بېوزلۍ له وېرې (الانعام: ۱۵۱)
تعلیم حق
اسلام ښځې ته د زده کړې حق ورکړی، لکه څنګه چې نارینه یې لري.
رسول الله ﷺ فرمایلي:
د علم زده کړه پر هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض ده (ابن ماجه)
ښځې کولی شي مال ولري، تجارت وکړي، میراث واخلي او خپل جایداد ولري.
د نکاح حق
هیڅوک نشي کولی ښځه په زور واده کړي. هغې ته دا حق شته چې خوښي یا ناخوښي څرګنده کړي.
🦋
🦋
🦋
"په دې کې شک نشته چې خفګان او غمونه د هغه چا په نصیب دي چې د خلکو سره یې ښېګڼه او احسان ډېر وي... یوه ورځ به دوی زده کړي چې د دوی شاوخوا خلک ښه نه دي ، او دوی د دې مهربانۍ مستحق نه دي
🦋
🦋
🦋
. هدف او معنا
هغه ژوند چې هدف ولري، بې معنا نه وي، بې لوري نه وي – ښکلی وي. که هدف دې د خلکو خوشحالي وي، یا د خپل استعداد غوړول، یا هم د خدای رضا، دا ژوند ته ژور ارزښت ورکوي.
ځينې خلک په ښايسته ځايونو پسې ګرځي، خو په ځينو بيا ځايونه ښکلي وي!
🦋
🦋
🦋
غـزل
شـورونه می د زړه د اوریدلو کله دی
پریشانی خاطری می د لیکلو کله دی
آشنا به د شرابو کیفیت ور څخه اخلی
که نه دا توری وینی می د څښلو کله دی
د زړه هره تڼـاکه می دفتـر دی د دردونو
دا سوی سـوی پاڼی د لوستلو کله دی
حیران یمه کینمه زه دی خپلی حوصلی ته
د یار دومره ناخوالی د زغملو کله دی
💔
🦋
🦋
🦋