
《♡دزړه ❤️اواز♡》
سلامونه ملګرو
دلته به انشاالله تاسوته ستاسو دزړه
دسکون شعرونه او
اویډیوګانی نشریږی
تبادلی لپاره دلته راشی
👇
👇
👇
👇
👇
@Vesal_11
زه د وخت دې
بي وخته مهربانۍته حيران يم
نه پوهېږم...؟
🤔
خپل خوبونه تعبير کړم
😒
او که د روح زخمونه مې پرې وګنډم
💔
🦋
🦋
🦋
https://t.me/lela_aw_majnon
ملنگی درنہ د خپلو کوڅو غواڑم
د پردی وطن خانی می پکار نہ ده
چی یاران می پکی نہ وینم پہ سترگو
ربہ داسی زندگی می پکار نہ ده
🦋
🦋
🦋
ګډې وډې
چې ته به رانزدې شولې وږمې به مې ګرېوان وو
د عطرو څاڅکي څاڅکى نه د عطرو به باران وو
ستالمس به مې چې حس کړوټول وجود به په لړزان وو
د مينې شرارت کښې ستا ديدن به څنګه وران وو
تر څنګ مې په مسکا مسکا د هيلو سېل روان وو
وختونه يکه زار  او ژوند به نوم د ياقربان  وو۔
هر چا کښې زندګي وه په هر چا کښې به رومان وو
دا څنګه مې ځواني وه کوم د حسن مې جهان وو
په سر مې لا مکان وو او په پښو کښې مې آسمان وو
ځواني وه لېونتوب وو شاعري هم راپه سر وه
د لرې به مې ښکل کړو ستورى ستورى به جانان وو
عجيبه ناداني وه ستا د غېږې زلزلې وې
مدام به رانه ورک وو مېخکى به مې تاوان وو
د خيال په ښکلو لارو کښې مې مل د زړه کاروان وي
په ټکومې وئېلو او په خوايه مې هم زده وو
سبق د محبت راته بلها بلها آسان وو
يو وخت دمحبت ددې کڅورې په مثال وو
د غم پکښې فقدان وو او د ژوند پکښې سامان وو
د ژوند دافسانې مې څه ناوياته شان عنوان وو
يو داسې خو څوک وويوڅوک بېحده پما ګران وو
يو زه ومه يو سورى او يوخيال به د جانان وو
چې سترګې مې کړې خلاصې نو چاپېره مې زندان وو
🦋
🦋
🦋
ځینی شخصیتونه ډیر نه پاتی کیږی فقط د څو ورځو لپاره وی .
په قدر یی پوه شی
🦋
🦋
🦋
تاسـې ترهغه وخـتـه نورو تـه مهم یاست
ترڪـومه چې دهغوی په ګټـه اوخوښه مخته ځۍ
🦋
🦋
🦋
نړۍ یوازې هغه وخت ستا خبره اوري، چې ته په خپله خبره باور ولرې.
که پر ځان شک لرې، نو حتی تر ټولو ښه فرصتونه به هم ستا له لاسه ووځي.
🦋
🦋
🦋
که نړۍ ته یوه بااحساسه، هوښیاره او زړوره ښځه ورکړې شي، نو هغه ټول نسلونه بدلولای شي.
🦋
🦋
🦋
د خاوند په نه شتون کې د مېرمن د ژوند کیفیت
که یؤ نارینه بیا بیا خپله مېرمن یوازې پریږدي؛ نو يو وخت داسې راځي، چې مېرمن يې ورو ورو د خاوند د نه موجودیت سره عادي کېږي
په لومړیو وختونو کې انتظار کوي، بیا حالاتو سره جوړجاړي کوي، بیا خبره تر دې رسیږي، چې ځينې پرېکړې پخپله کوي او اخر دا چې خپل غم پخپله ختموي ځان سره ژاړي او ځان پخپله سمبالوي
او کله چې خبره تر دې ځایه لاړه شي، چې مېرمن خپله هره اړتیا، هر درد، هر ډار او هره چاره پخپله سمبال کړي؛ نو بیا پرې د خاوند موجودیت او نه موجودیت هېڅ اغېز نه کوي
په داسې حالاتو کې مېرمن نه له خاونده کرکه کوي او نه ورسره مینه لري بس يوه بې حسه اړیکه رامنځته کېږي او په کوم زړه کې چې بې حسي ځای ونیسي هلته بیا مینه نشي ځایدلاې
مینه فقط په لفظونو نشي، شتون اوږه په اوږه تلل او په ګرمۍ کې د سيوري په څېر رول ادا کول؛ مینه ژوندۍ ساتي
په ګډ ژوند کې د مادیاتو رول هم شته خو سالمه او خوشاله اړیکه هېڅکله په مادیاتو پورې اړه نه لري. هغوې چې اوږدې مسافرۍ ته ملا تړي؛ پورته خبرې دې حتمن په پام کې ونیسي په اړیکو کې بې حسي د عذاب په مانا ده، هڅه دې وشي چې بې حسۍ ته ځاې پاتې نشي.
څه نظر مو دی