
قیمتی خبرې
مسکین ته د خیرات ورکولو په وخت کې دا فکر مه کوه چې ته د هغه دنیا سموې، بلکې په دې پوه شه چې هغه ستا اخرت سموې.
💯
عبادت یوازې په لمانځه کې نه کیږي، بلکې عبادت په خوږه ژبه، نرمه لهجه، همدرد او عاجزانه چلند سره کیږي.
❤
💫
💫
💫
❤
💫
💫
💫
❤
💝
کله چې عقل لاره ورکه کړي، نو خپل زړه د الله ذکر ته وسپاره؛ ځکه چې رښتینی سکون یوازې الله سره په مینه کې دی، نه په بحثونو کې.
❤️
✨
که په یو انسان کې دې نیکي ولیده نو بیان یې کړه، خو که نیمګړتیا دې ولیده نو ستا د نیکي امتحان دی.
🌸
ژباړه همکار
❤
💎
❤
د سړی لپاره اصلي نرتوب دا دی، چې سړی پنځه وخته لمونځ د سړیو سره په جماعت کې وکړي، د پیغمبر ص په شان سیرت ولري او عمل/چلندونه یې د قران په شان وي.
که مسؤول شوې، د پلار قدر به در معلوم شي
👨👦
که ناروغ شوې، د روغ صحت په قدر به پوه شې!
🏥
که سخت کار ته دې مخه شوه زړه به دې غټ شي
💪
که دوکه دې وخوړه، هوښیار به شې
🧠
که ناتوانه شوې، د خپل خالق په قدر به پوه شې!
🤲
که ولوېدې، د پورته کېدو احساس به درته پیدا شي!
🔄
که غریب شوې، خلک به وپېژنې!
💔
که مزدور شوې، حوصله به زده کړې!
🛠️
❤️
که لایک ورکړې، خوشحال به شم!
👍
> *⋆⁺₊𝐃𝐫 Habibi
🌹
⋆⁺⋆*
که ځواکمن شخصیت غواړې؟ نو دا څلور عادتونه خپل کړه!
۱. لږ خبرې، ډېر عمل وکړه:
تل هڅه وکړه چې ژمنې دې په عمل بدل شي. خلک د خبرو نه، بلکې د کړنو درناوی کوي.
۲. خپل حدونه وټاکه:
هر چا ته “هو” مه وایه. کله چې اړتیا وي، په درناوي سره “نه” ویل زده کړه. دا ستا ارزښت لوړوي.
۳. احساسات کنټرول کړه:
غوسه، خپګان او خوشالي ټول طبیعي دي؛ خو هغه څوک دروند وي چې احساسات یې د عقل تر کنټرول لاندې وي.
۴. خپل وخت ته ارزښت ورکړه:
بې ځایه مجلسونه، بې ګټې بحثونه او د موبایل ضایع کوونکی استعمال کم کړه. منظم انسان تل محترم وي.
• شخصیت په شور نه جوړیږي، بلکې په سکون، نظم او دوام جوړېږي.
❤️
🌸
⚡️
🖇
❤️
❤️
🌼
🖇
⚡️
❤️