
باختر خبري آژانس - پښتو
د راپورونو له مخې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د صهیونیستي پوځ او پولیسو په منځ کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.
ویل کېږي، چې په دې موده کې ۸ پوځیان او پولیس او ۳ د احتیاطي ځواکونو غړو د ځان وژنې هڅه کړې ده.
همداراز، رسمي شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲۲ پوځیانو ځان وژنه کړې، چې دا د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله بې ساری زیاتوالی بلل کېږي.
#باختراژانس
د راپورونو له مخې، کلمبیا کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د پان-امریکن لویه لاره کې شوې، چې له امله یې یو مسافر وړونکی بس او څو نور موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
د کلمبیا ولسمشر ګوستو پېترو دا برید د مخدره توکو یوې ډلې پورې تړلی بللی دی.
#باختراژانس
د افغانستان او اوزبیکستان د عامې روغتیا وزیرانو په بلخ کې د روغتیايي همکاریو پر پراختیا او اړوندو ګډو پروژو خبرې کړي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د زړه ناروغیو د درملنې، د سرطان د تشخیص مرکز جوړولو، د متخصصینو روزنې او د باکیفیته درملو وارداتو باندې ټینګار کړی.
د اوزبیکستاني لوري د افغان ډاکټرانو د روزنې، د لابراتوارونو د پیاوړتیا، د کلینیکونو جوړولو او د درملو د برابرولو ژمنه کړې.
#باختراژانس
د پکتیا د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسؤلین وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په ګردیز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۱ میرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، یادې میرمنې له دوامداره تاوتریخوالي، اجباري نکاح او د شرعي حقوقو له محرومیت سره مخ وې، چې د محتسبینو په مداخلې سره یې خپل حقوق ترلاسه کړي.
#باختراژانس
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدلي دي.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري او تاریخي اړیکې ژورې دي او افغانستان د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې غواړي نړیوالې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
هغه د ورزشکارانو د ویزو او نورو اسانتیاوو د برابرولو پر هڅو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دودیزو لوبو په برخه کې پرمختګونه شوي دي.
#باختراژانس
د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي د روسیې د انرژۍ سکټور له یو شمېر تولیدي او تخنیکي شرکتونو له مسولینو سره د همکاریو د پراختیا په موخه لیدنې ترسره کړي.
په دې لیدنو کې روسي شرکتونو ته بلنه ورکړل شوې، چې په افغانستان کې د برېښنا شبکو پراختیا، تخنیکي روزنې او پانګونې په فرصتونو کې برخه واخلي.
دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو د تبادلې او د ګډو پروژو د پلي کېدو او د عملي ګامونه د اخیستو هوکړه کړې.
#باختراژانس
نن د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځينو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#باختراژانس
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري سمنګانو ته د خپل سفر پر مهال یوې ولسي غونډه کې د ګډون پر مهال له اسلامي نظام څخه ملاتړ، ملي یووالي او د خلکو د ستونزو اورېدو پر اهمیت وینا کړې او ویلي یې دي چې افغانان د دین او خاورې د دفاع لپاره یو موټی دي
د سمنګان خلکو بیا له نظام څخه د ملاتړ او د یووالي د ساتلو ژمنه تازه کړې ده.
#باختراژانس
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، تېره ورځ د بېلابلو بندرونو له لارې ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د یاد کمیټې د راپور له مخې له دغو کورنیو څخه ۷۴۹ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي، چې له ډلې یې ۶۷۷ کورنیو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.
همداراز راستنېدونکو ته روغتیايي خدمات، عامه پوهاوی او ۷۸۶ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
#باختراژانس
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شتون کې خبریالانو ته د مېلمستیا پر مهال ډزې شوي، خو نوموړي او مرستیال ته یې زیان نه دی رسېدلی او د امنیتي ځواکونو له لوري له تالاره ویستل شوي دي.
#باختراژانس