
د خيال نړي🥀
هر وقت چی ممبر 8450 پوره شو نوری برخی یی نشر کیږی
👨🦯
تر هاغه وخت مو په الله سپارم
باچا او شمايله- څوار لسمه برخه
《14》
د جلکۍ پلار ته خبر را ورسېد چې د عراق باچا زوی غواړي ستا مېلمه شي.
باچا خپلو مشاورينو ته امر وکړ چې چمتوالی ونيسئ.
د دوی په وطن کې داسې اصول وو چې مېلمستیاوې به د ښار په هوټلونو کې کېدې. په هوټلونو باچا دوه شرطونه ايښي وو:
۱- داسې ډوډۍ به چمتو کوئ چې د مېلمونو د خوښې وړ وګرځي.
۲- يو داسې کس بايد هر هوټل ولري چې له ډوډۍ خوړلو وروسته مېملنو ته تر ناوخته پورې جالبې کيسې وکړي.
که دا دواړه به د کوم هوټل سم نه وو هغه هوټل به تړل کېده او جواز به یې لغوه کېده.
په کومه شپه چې د عراق باچا راتلو په دغه شپه د هغه هوټل نوبت دی چې د همدې باچا لور( د عراق د باچا ښځه) پکې اشپزه ده. د سړي کالي يې اغوستي او له ځان یې ځوان جوړ کړی دی.
د هوټل والا ډېر تشويش کې وو.
ځوان(جلکۍ) ترې پوښتلي دي:
ولې خواشينی يې؟
- نن شپه د مېلمستيا نوبت زموږ د هوټل دی، خوندور خواړه خو به برابر کړم خو کس نلرم چې د باچا او مېلمنو ساعت يې ور تېر کړي.
داسې ښکاري چې هوټل به مې بند شي.
ځوان(انجلۍ) ورته وويل څوک راځي؟
د دې ځای باچا او نور يې مېلمانه دي د عراق باچا زوی دی ورسره.
ځوان ورته وويل ته غم مکوه، زه به داسې خواړه چمتو کړم چې د دواړو د خوښې وړ وګرځي او اخيره کې د کيسو مسووليت هم په ځان اخلم. که یې ستا هوټل در بند کړ تاوان يې زه درکوم.
هوټل والا ډېر خوشاله شو چې دا خو سم مرغه په لاس راغلی، اشپزي هم کولی شي کيسې هم کولی شي.
شپې لپاره يې د خپل پلار د خوښې خواړه هم برابر کړل او د خپل مېړه د خوښې خواړه يې هم چمتو کړل. دا ځکه چې دواړو سره يې وخت تېر کړی و او د هغوی ذوق ور مالوم و.
غټ هال و له مېلمنو ډک شو. باچا او د عراق د باچا زوی(د جلکۍ مېړه) چې د خپلې خوښې خواړه وليدل، دواړه حيران شول چې دا څومره ښه هوټل دی چې د دوی د خوښې غذا يې پخه کړې ده.
د هوټل مالک يې را وغوښت چې سل دينار دې انعام کې وګټل ستا د هوټل خواړه بېخي خوندور دي. اوس به مالومېږي چې د کيسو کس دې څنګه دی؟
له پلار سره يې هماغه استاد چې په دې يې تهمت تړلی و هغه هم راغلی و او له عراق څخه راغلو مېلمنو کې هغه وزير هم راغلی و چې د انجلۍ د بې عزته کولو کوښښ يې کړی و.
د کيسو ځوان کوټې ته ننوت په ټولو يې سلام واچوه. دا چې څېره يې ښکلې وه د ټولو سترګې په خوږې شوې.
باچا ورته وويل:
دا کس خو مې خپل وطن کې نوی وليد لکه چې مسافر دی؟
هوټل مالک د هو په ډول سر ورته وخوځاوه.
باچا ځوان ته وويل:
کیسه پيل که.
ځوان ورته وويل:
زه د کيسو پيلولو لپاره يو شرط لرم؟
باچا په غوسه وويل ته حق نه لرې چې ماته شرطونه وټاکې، زه څه عسکر نه يم باچا يم، باچا پېژنې؟
- هو باچا پېژنم، خو زما کيسې له نورو جلا او خوندورې دي.
باچا په قهرجنه لهجه وويل:
وايه، شرط دې څه دی؟
- شرط مې دا دی چې که څوک تشناب ته ځي يا يې د باندې څه کار وي اوس دې لاړ شي. نيم ساعت پورې وخت لري.
زه چې کيسه پيلوم د کوټې دروازه باید قلف وي او کيله يې له ماسره وي، بيا څوک حق نلري چې د کيسې منځ کې مزاحمت وکړي يا له کوټې ووځي.
باچا ورسره منلې ده.
د چا چې باندې کار و يا يې اودسونه کول هغه ووتل او د نيم ساعت څخه مخکې کوټې ته حاضر شول.
ځوان د کيسې له پيلولو مخکې دروازه قلف کړه او کيلي يې ځان سره کېښوده. پلار يې يو طرف ناست و، مېړه يې بل طرف حاضرينو کيسې ته غوږ کېښود.
نور نو بیا بل وخت
🙃
د خلکو په لارښوونه يې ښه ډېر مزلونه کړي دي تر څو د پلار کور ته لاړه شي. دا يې ښه ګڼلې ده چې پلار ته د استاد، ورور، د عراق د باچا زوی او د وزير کيسه وکړي.
له ښه ډېر مزل وروسته خپلې ساحې ته رسېدلې. ووېرېده که مستقيم پلار کور ته لاړه شم، خبرې ته مې نه پرېږدې او وژني مې.
د سړيو کالي يې پيدا کړي دي، له ځان يې سړی جوړ کړی دی او خپلې ساحې ته داخله شوې.
د شپې وږې شوې ده يو هوټل ته ننوتې چې څوک نه و پکې. هوټل والا ځوان ته(په اصل کې ښځه ده) ښه راغلاست ويلی او د ډوډۍ ست يې ورته کړی.
يادونه: اوس به همدا ښځه د ځوان په نامه کيسه کې يادوو ځکه چې له ځان يې نقلي سړی جوړ کړی دی.
ځوان د هوټل والا ته وويل: زه مسافر يم پيسې نه لرم، ډوډۍ راکه په بدل کې به يې دلته کار کوم. که دنده مو راکړه الله به اجر درکړي ځکه زه ډېر ښه اشپز يم.
د هوټل والا په نيمه بيه دنده ورکړې ده.
د ښځې کيسه تر دې ځايه په ذهن کې وساتئ
اوس به د کيسې بل اړخ ته راشو چې هغه وزير او عسکرو څه وکړل؟
څنګه چې وزير بېرته عراق ته د باچاهي ماڼۍ ته رسېدلی نو د باچا زوی ته يې په ژړا پيل کړی دی.
د عراق د باچا زوی وزير ته وويل:
- څه خبره شوې ولې ژاړې؟
- ما تاته ويلي وو چې دا ښځه دې ځنګلي ده. د انسانانو ژوند ته جوړه نه ده. موږ يو ځای کې د شپې دمه وکړه سهار چې را پورته شوو ګورم چې ښځې دې دواړه بچيان مړه کړي او خپله تښتېدلې ده.
ډېر پسې وګرځېدو، خو درک يې مالوم نشو. مجبور شوو بېرته را وګرځېدو.
د باچا زوی چې دا کيسه واورېده ناهيلی شو او خپل ټول پوځ ته يې امر وکړ چې سبا چمتو شئ د افغانستان په طرف ځو د ښځې د پلار وطن ته.
هغې قاتلې به حتمن د پلار کور ته پناه وړې وي.
سهار وختي يې د ښځې پلار ته خط ور ولېږه چې د عراق د باچا زوی ستا مېلمه دی او له خپلو کسانو سره ستا خواته در روان دی.
نوټ: دا کيسه هم د دولسمې برخې په ترتيب کېږي او ټېپ يې کوي. عثمان او شمايلې دوی غوږ ورته نيولی.
.
باچا او شمايله- ديارلسمه برخه!
《13》
د عراق د باچا زوی له هغې انجلۍ سره واده وکړ. په مينه او سکون کې يې ژوند پيل کړ. وخت تېرېده او د دواړو له ګډ ژوند څخه دوه ښکلي زامن پيدا شول.
يوه ورځ چې اختر ته څو ورځې پاتې وې، زامنو خپل پلار ته وويل:
— د وزيرانو ټول زامن اختر کې ماما کره ځي، موږ هم غواړو ماما کره ولاړ شو.
پلار هڅه وکړه خبره واړوي، خو د ماشومانو شله توب نه تم کېده. بالاخره يې زړه پرې وکړ چې هغوی د مور خپلوانو ته ورسوي.
ماشومان له اصلي حقيقت نه خبر نه وو؛ نه پوهېدل چې مور يې د خپلې کورنۍ لپاره مړه بلل شوې وه. د ماما کره تګ پرېکړه مور ته هم سخته وه. هغې په زړه کې ويل: که ولاړه شم، پلار ته به د استاد د ظلم، د ورور د بې رحمۍ او په ځنګل کې د پرېښودو ټوله کيسه وکړم.
.د باچا زوی د خپلې باچاهي وزير را وغوښت ورته وې ويل:
سبا سهار له سل تنو سپرو لښکرو سره چې مشري به يې ستا په غاړه وي افغانستان ته حرکت وکړئ، زما ښځه او ماشومان نيکه کره بوځه.
په لار کې چې مېرمنې يا ماشومانو څه غوښتل ورته چمتو يې کړه. زه هم درسره تلم خو پلار مې کمزوری دی او د پاچاهي کارونه زما تر غاړه دي.
په يوه ساه مزل مه کوئ، ماشومان ستړي کېږي، کوښښ وکه چې څو دمې وکړې.
بيا يې ټولو عسکرو ته وويل:
— وزير چې هر امر کوي، بې له خبرې يې ومنئ. که چا سرغړونه وکړه، سزا يې اعدام دی.
وزير ورسره منلې او سهار وختي يې له پاچاهي ماڼۍ حرکت کړی دی.
پنځوس تنه سپاره له ښځې او ماشومانو مخکې روان دي او پنځوس تنه شاته، ماشومان او ښځه په منځ کې روانه ده.
په ورځو ورځو مزل يې کړی دی، هر ځای به يې چې دمه کوله خېمې به يې ودرولې او ويده به شول.
له ښه مزل وروسته وزير عسکرو ته امر کړی چې دا ځای د دمې لپاره سم دی، د سيند غاړه او د غره لمنه ده.
وزير چې د ښځې ښايست ليدلی کرار کرار يې سوچ ورته خرابېده. خېمې ودرول شوې او مېشت شول.
عسکرو ته يې غږ کړ چې زما خېمه د باچا د اېنګور او ماشومانو مخ ته ودروئ، که څه ته يې اړتيا وي زه به ور لنډ يم.
عسکرو همداسې وکړل او د وزير خېمه يې د ښځې او ماشومانو خېمې ته مخامخ لکه کړې ده.
شپه ناوخته شوه، ټول ويده شول. وزير غلی د ښځې خېمې ته ورغی.
ورته ويل يې:
کوم څه چې درنه غواړم په خپله خوښه يې راکه، که مخالفت وکړې نن به دې وروستۍ شپه وي او دا ټول عسکر زما تابع دي.
ښځې ورته وويل:
- ښاغلی وزير صاحب، څه غواړئ له ماسره خو څه نشته؟
- غواړم له ماسره څملې او نن شپه خوږه تېره کړو.
- نه، زه دا خيانت نشم کولی، د الله خاطر وکه ماسره کار مه لره، زه د مېړه امانت يم له تاسره. په امانت کې خيانت مه کوه.
وزير ور غوسه شو چې چټيات نه منم څه چې غواړم هغه په زور کوم. زورونه يې سره کړي دي خو ښځې ځان نه دی ور سپارلی.
وزير له تېغه توره را وويسته، ښځې ته يې وويل که زما خبره و نه منې دا زوی دې وژنم او مېړه ته دې وايم چې دې وژلی.
ښځې بيا هم نه ده ورسره منلې. بالاخره وزير يې يو زوی په توره وواژه. د هلک غږ هم پورته نشو ځکه ویده وو.
ښځې يې بيا هم غوښتنه نه ده منلې.
دا ځل يې د بل زوی د وژلو ګواښ وکړ، خو ځواب منفي وو، بل زوی يې هم ور وواژه.
وزير چې په خونکار لېوه بدل شوی وو، غوښتل يې ښځه هم ووژني. ښځې په ژړغوني غږ وويل:
سمه ده زه ستا خبره منم.
وزير خوشاله شو او ورته ويل يې چې که اول دې منلې وای زامن به دې هم اوس ژوندي وای.
له وزير يې وغوښتل چې لږ وخت راکه، په کاليو او بدن مې د بچيانو وينې دي، سيند کې به يې پاکې کړم او بيا به راشم څه چې غواړې هغه راسره وکه.
وزير ورسره منلې ده او په خېمه کې ورته په تمه شوی. ښځې د خيمې له دروازې د خپلو کوچنيو زامنو دوه کوترې هم له ځان سره را واخيستې د سيند په لوري لاړه.
سيند هم خېمو سره شل متري کې نېږدې وو.
دواړه کوترې يې په پلاستيک پورې وتړلې او اوبو کې يې پرېښودې. خپله د غره په طرف په منډو منډو روانه شوه.
دا چې کوترو شړپاری( اواز) کاوه، وزير فکر کړی دی چې ښځه لګيا ده ځان مينځي. کوترو په اوبو کې تګ کاوه او د پلاستيک اواز يې د وزير تر خيمې ورتلو.
شل دقيقې وشوې، خو ښځه رانغله. وزير له خېمې ور ووت چې ورته ووايي دا څومره ډېرې اوبه په ځان اچوې؟
کله چې سيند ته راغلی ګوري چې اواز د ښځې نه دی، د کوترو دی. ژر يې خپل عسکر ويښ کړي چې هله ښځه پیدا کړئ، وتښتېده.
عسکر خواره شول، په نيمه شپه يې غرونه او سمې چيک کړې خو ښځه يې و نه مونده. د سهار لمر را وخوت ټول خواره شوي عسکر بېرته د دمې ځای ته خالي لاس راغلل.
ښځه چې په نيمه شپه په غره واوښته، له چا يې د خپل پلار د کلي او وطن پوښتنه وکړه چې کومه لاره ورغلې؟
پاچا او شمايله- دولسمه برخه!
《12》
سهار لس بجې د باچا زوی کور ته را ورسېد. دروازه يې وټکوله له هغې خوا اواز وشو څوک يې؟
- ورور دې يم، دروازه خلاصه که.
دروازه يې خلاصه کړه مخکې له دې چې د خور نورې خبرې واوري ورته وې ويل:
په اس راسره کېنه ځو.
- چېرې ځو؟
پلار او مور له حج را روان دي مخې ته ورځو.
خور په اس ورسره وختله او له کلي يې وباسله.
له ځان سره يې وويل چې د خپلې خور مرګ په خپلو سترګو نشم ليدلی. لرې به يې ځنګل ته بوځم هغلته به يې پرېږدم.
خور يې د ځنګل په طرف روانه کړه.
خور يې شکي شوه پوښتنه يې ترې وکړه چې دا لاره خو نا اشنا ده؟
ځواب يې ورکړ:
پلار دوی ته د رسېدو لنډه لار د ځنګل لار ده.
پنځه ورځې پرلپسې يې ځنګل کې تګ وکړ، کله چې ډاډمن شو د ځنګل منځ ته ورسېدو نو خور ته يې ويل دلته دمه کوو.
اودس او لمونځ يې وکړ، خور ته يې ويل ته هم اودس لمونځ وکه چې ځو. خور يې چې اوداسه لپاره تللې ده، ورور يې په اس را ناست شوی بېرته د کلي په طرف روان شوی.
خور يې چې يو وخت سترګې پورته غړولې دي، نه اس شته او نه يې ورور.
چارچاپېره ډېره وګرځېده ورور يې و نه موند. ورځ ختمېده او رڼايي په تيارو بدلېده.
حيرانه وه چې دې ځنګل کې اوس کومې خواته لاړه شي؟ هر وخت د دې امکان و چې يو وحشي حيوان حمله پرې وکړي.
د شپې پاتې کېدو ځای هم نه و. ورور په داسې حالت کې يوازې پرېښوده چې مرګ پرې غوره وو.
په يوې غټې ونې يې سترګې ولګېدې چې خاليګاه يې لرله. ورغله ونې ته ور وختله تر څو له وحشي حيواناتو بچ وي.
د مني موسم و، يخ بادونه لګېدل، خو ښه خبره دا وه چې د ونې خاليګاه له بادونو او سړې هوا خوندي کړې وه.
ورور يې چې کور ته راغی، په سبا يې پلار او مور هم له حج را ورسېدل.
له خپل زوی يې وپوښتل
هغه مکاره دې لمنځه يوړه؟
زوی يې ورته ويل هو، هلته مې لرې چېرې خښه کړه چې ته يې په سترګو ونګورې.
باچا د بچيانو استاد را وغوښت، ډېره زياته بښنه یې ترې وغوښته او ځان يې ملامت ورته حساب کړ.
په ځنګل کې ورځې تېرېږي خو څوک نشته چې انجلۍ وژغوري. انجلۍ د خوراک لپاره د ځنګل پاڼې خوري او د تندې لپاره لاندې له لښتي اوبه څښي.
په ځنګل کې انجلۍ ورځ په ورځ کمزورې کېده، حسن يې ورځ په ورځ کمېده. ان کالي يې هم لمر خراب کړي وو چې له لرې د انجلۍ ستر ښکارېده.
شپږ مياشتې يې په ځنګل کې تېرې کړې.
يو سهار انجلۍ لاندې ونو ته را ښکته شوې وه چې ځنګلي مېوه وخوري، لرې يې په دوه سپيو باندې نظر شو چې د دې خواته په منډه را ځغلي.
انجلۍ په منډه منډه ونې ته پورته شوه او د ونې خاليګاه کې يې ځان پټ کړ.
سپي راغلل همدې ونې ته يې مسلسل غپل. شېبې وروسته د سپيو خواته ډله خلک راغلل.
په دې ډله خلکو کې يو د عراق د باچا زوی و او نور کسان يې ساتونکي وو چې د ښکار لپاره راغلي وو.
هغوی حيران شول چې دا سپي ولې دې ونې ته ډېر غاپي؟
چې سر يې ور پورته کړی ليدلي يې دي چې انجلۍ ځان پټ کړی دی. انجلۍ يې را ښکته کړه، څادر يې ترې را تاو کړ چې د بدن برخې يې ښکاره نه شي، له خپلې قافلې سره يې يو ځای کړه او د عراق په طرف يې يوړه.
قافله چې عراق ته ورسېده، انجلۍ ته يې پاک کالي ورکړل، حمام ته يې بوتله او د شپږو مياشتو خيري يې له بدن پاک کړل.
انجلۍ چې له تشناب راووتله، خپل ښايست يې ظاهر شو، دومره ښکلې ښکارېده چې د باچا زوی زړه پرې وبايلود.
د باچا زوی له انجلۍ پوښتنه وکړه چې په ځنګل کې دې څه کول کیسه وکه؟
انجلۍ سوچ کړی که رښتيا ووايم کېدايشي د عراق باچا زوی هم راباندې شکمن شي، نو دروغ يې ورته ويلي دي چې ورور سره د ښکار لپاره راغلې وم، سره ورک شوو او زه يوازې پاتې شوم.
د عراق باچا زوی له پلار وغوښتل چې غواړم له انجلۍ سره نکاح وکړم.
باچا او شمايله- يوولسمه برخه!
《11》
قاضي په عثمان غږ وکړ:
الکه عثمانيه! نن دوه انتخابه ستا په مخ کې پراته دي، يو مرګ بل ژوند. هڅه وکه چې چې شمايله وغږېږي، هلته دې ملګری بوی لېونی کړ.
عثمان نيمايي سيګرټ ښکته وغورځاوه، پښه يې په وموښله، سپرغۍ يې ختمې شولې او قاضي ته يې مخ ور واړولو، وې ويل:
قاضي صاحب که ستاسو اجازه وي، ټېپ به وغږېږي.
قاضي ورته ويل مهرباني وې غږوه.
عثمان له ټېب زاړه ګاټونه لرې کړل او نوي ګاټونه يې ور بدل کړل. ټېپ چالان شو او کيسه يې پيل کړه.
«دا لاندې کيسه ټېپ کوي، کوټه کې ناست کسان ورته غوږ دي»
" يو باچا و دوه اولادونه يې وو، يو نارينه بل ښځينه. دواړه غبرګوني. د شپاړس کلونو په منګ به وو.
د دې دواړو د تعليم لپاره يې يو معلم نيولی و، کور ته به ورته راتلو او درس به يې ورته وايه.
ډېر وخت به همدا استاد په شپو شپو باچا دوی کره پاتې کیده. چې غوړې ډوډۍ وي، پلوونه وي، غوښې وي د چا به زړه وشي چې لاړ شي؟
باچا خوب وليد، خوب کې يو څوک ورته وايي دومره لويه شتمني کې دې لا تر اوسه حج نه دی کړی، ستا شتمني دې په اور پسې شي.
باچا چې سهار را پورته شو مېرمنه يې را وغوښته چې باید ما او تا د حج په سفر لاړ شو.
د کلي خلکو ته يې وينا وکړه، چې موږ حج ته درنه ځو، تاسو موږ ته د رسېدو دعاګانې وکړئ موږ به تاسو ته هلته بيت الله شريف کې دعاګانې وکړو.
باچا چمتوالی ونيو غوښتل يې سبا د حج په لور روان شي. زوی يې ورته ويل چې زه هم له تاسو سره حج ته ځم.
باچا ورته ويل:
ته او خور به دې بيا بل وخت لاړ شئ، اوس درسونه هم درنه پاتې کېږي، خور دې هم کور کې يوازې ده.
هر څومره هڅه یې وکړه زوی يې و نه منله. دوه پښې یې په يوه موزه کې ومنډلې چې په هر قېمت کېږي زه هم تاسو سره حج ته ځم.
چاره څه وه؟ د باچا نازولی زوی و خپه کولی يې نشو.
استاد يې را وغوښت. ورته ويل يې چې ما او مېرمنې مې د حج تکل کړی خو زوی مو هم شله ده چې زه هم ځم.
نو زوی به مې بيا درسونه له سره پيل کړي ته مې لور ته درس وايه او ستا په اجازه موږ سبا روانېږو.
په سبا باچا، مېرمن او زوی يې د حج په لور روان شول. ستړی مزل ور له غاړې شو.
د باچا له تګ وروسته د باچا شپاړس کلنه لور او استاد يوازې پاتې شول. د استاد ورځ په ورځ انجلۍ ته ارادې خرابېدې.
د درس په منځ کې یې هم سترګې په کې خښې کړې وې، چې پورته به شوه شاته به یې ورکتل.
يوه ورځ يې بېخي صبر ونشو. د باچا لور ته يې ويل زه ځان مينځم ګرمې اوبه تشناب ته راوړه.
د باچا معصومې لور همداسې وکړل او اوبه يې تشناب ته يوړې. استاد جلکۍ له لاسه ونيوله کوښښ يې کاوه چې په زور يې تشناب ته ننباسي.
جلکۍ زور ورسره وکړ، کوښښ یې وکړ ځان ترې خلاص کړي، له څو دقيقو کش او ګير وروسته يې استاد ټېله کړ او ځان يې ترې خلاص کړ.
استاد ته يې سپکې سپورې وويلې او په زوره يې له کوره وشړلو. د وتلو په وخت يې په شا کې په لغته هم وواهه.
دروازه يې ټينګه بنده کړه او په ژړا يې پيل وکړ. ويل يې کوم استاد ته چې ما د پلار په سترګه کتل هغه داسې اقدام څنګه وکړ؟
د باچا لور چې د استاد غوښتنه و نه منله نو استاد ته غوسه ورغله، يو خط يې وليکه او په قافله يې باچا ته ر ولېږه.
خط کې يې وليکل:
(زموږ د سر تاجه اسلام علیکم ورحمته الله!
ته چې لاړې ما د تل په څېر ستاسې لور ته او زما ورېرې ته درسونه ورکول. يوه شېبه زه په شکي شوم د شپې به ځوانان ورته راتلل.
کله چې ډاډه شوم، نو ما يې مخنيوی وکړ چې باچا ته ماته امانت پرېښې يې. خو زما يې نه منله او شپه ورځ به ځوانان ورته راتلل.
بالاخره يې زه په لغتو او سوکانو له کور وشړلم، دروازه يې راپسې بنده کړه.
زه نور درس نه ورته وايم، نه غواړم داسې خرابې انجلۍ ته د خپل علم برخه ورکړم، بښنه غواړم د بل ښوونکي غم ورته وکړئ.
د خط په اخير کې يې په کليمه هم قسم وکړ چې زه يې په لغتو له کوره وشړلم.)
باچا ته له دوه ورځو وروسته خط ورسېد، چې وې لوست سترګې يې له اوښکو ډکې شوې په چېغو يې پيل وکړ.
زوی ته يې وويل:
ته له موږ يو څو ورځې مخکې لاړ شه، څنګه چې کور ته ننوځې خور به دې ووژنې.
زه باید د دې مکارې مخ په ژوندوني ونګورم.
زوی ته يې هم ښه غوسه ورغله، په ځغاسته اس ته وخوت او د خپل وطن په لور یې حرکت وکړ.
په ټوله لار یې د خور وژلو لپاره پلانونه نيول. په لار یې نه خوب وکړ او نه یې ډېر څه وخوړل.
بس يوازې د خپلې کورنۍ په سپينه لمنه د تور داغ ختمولو خبره يې په ذهن کې ګرځېده.
پاچا او شمايله – لسمه برخه!
《10》
ټولو خلکو عثمان ته د شمايلې د غږولو مبارکي ورکوله. ماڼۍ کې يو ډول شور جوړ و، لکه چې يو بند مات شوی وي. سهار وختي په شاهي لوډسپيکر کې اعلان وشو:
«له افغانستانه راغلی ځوان عثمان وتوانېد چې دوه شپې پرلپسې شمايله په خبرو راولي.»
دا اعلان د ښار په هر ګوټ کې خپور شو. خلکو يو بل ته حيران حيران کتل، ځکه چې تر دې مخکې هېچا دا کار نه و کړی.
مخکې له دې چې درېيمې شپې ته چمتوالی ونيسي، عثمان د ورځې په مهال چکر وواهه. د ماڼۍ انګړونه، دهلېزونه او لوړ دېوالونه يې په سوچ کې وڅارل.
فکر يې وکړ که شپې ته د شمايلې په غږولو کې پاتې راشم، لږ تر لږه خو به د تېښتې لاره وسنجوم.
نوکرانو شاهي ماڼۍ کې روان کړی و. عثمان ته له لرې داسې ښکاره شوه چې د باچا نوکرانې خالد ته ډوډۍ ور وړي.
زړه يې پرې وسوځېد، خو يو ډول بخيلي يې هم ورسره راغله. عثمان سملاسي د باچا عسکرو ته وويل:
— دا ښځينه نوکرې له خالد را وګرځوئ، ډوډۍ دې نارينه نوکران ور وړي.
وايي يو مړ کېده، بل يې سر ته پراټې پخولې. خالد شپه او ورځ په ډکو متيازو کې تر سينې ولاړ و، خو د عثمان زړه لا هم نه منله چې ښځينه نوکرې ورنژدې شي.
عثمان به چې هرې خوا ته تللو، د باچا عسکر به لکه سيوری ورپسې وو. د عسکرو مشر په عثمان زړه بایللی و. څېره يې خوږه وه، سترګې يې رڼې وې، ځکه نو قوماندان تر اوسه داسې ښکلی «نارينه» نه و ليدلی.
ناڅاپه د قوماندان پام د عثمان غوږونو ته شو. وې ليدل چې غوږونه يې سوري دي. زړه کې يې شک وټوکېد، لکه چې کومه پټه خبره شته.
قوماندان پر عثمان توره ونيوله او په توند غږ يې وويل:
— بل قدم مه اخله! که دې سم ځواب رانکړ، همدا اوس دې يوه اوږه له بلې بېلوم.
عثمان زړه کې ولړزېد. ځان سره يې وويل:
«لکه چې قوماندان مې په لوبه پوی شو.»
خو چاره څه وه؟ مخکې به په سنګسار مړ کېده اوس به د تورې په ګوزار.
قوماندان ترې وپوښتل:
— غوږونو کې دې سوري ولې دي؟ د نارينه وو غوږونه خو نه سوري کېږي.
عثمان کټ کټ وخندل، ځان يې عادي ښکاره کړ او ويې ويل:
— ښاغلی قوماندانه! زموږ په وطن کې دا رواج دی. که د يو سړي يو اولاد وي او نور نه کېږي، نو بيا يې غوږونه ور سوري کوي.
قوماندان ورته حيران شو.
عثمان خبره وغځوله:
— زما د پلار هم نور اولادونه نه کېدل. د کلي زړو ښځو غوږونه راباندې سوري کړل. کال وروسته مې ورونه او خويندې پيدا شولې.
قوماندان چې ځان ناپوه ښکاره نه کړي، د «هو» په ډول يې سر وخوځاوه او نورې پوښتنې يې ونه کړې.
ماښام رانژدې شو. عثمان مخکې له دې چې د يو بل لوی ازمايښت لپاره چمتو شي، د شاهي ماڼۍ کوڅه کې «پتيال لوی پلورنځي» ته ولاړ، حې اوس يې نوې څانګه ارزان قېمت محبس څلور لارې کې هم جوړه کړې ده.
خپل ټېپ ته يې نوې ګاټونه واخيستل او درې ډنډې سيګرټ يې هم ورسره واخيستل.
دا چې عثمان د باچا مېلمه و، د پتیال لوی پلورنځي مسوولينو ترې پيسې هم وانخيستې.
وخت تېريده، لمر ولوېد، او شپه ورو ورو خپرېده.
عثمان پوهېده چې دا شپه عادي شپه نه ده.
يا به د ژوند شپه وي او يا به د مرګ شپه.
کوټې ته د تلو وخت شو.
پاچا د تېرو دوو شپو نه شکمن و. دا ځل يې يو بل شاهد هم ور زيات کړ. اوس په کوټه کې شپږ کسان وو: عثمان، شمايله، ملا، قاضي او دوه نور شاهدان.
کوټه درنه چوپه وه.
عثمان د سيګرټو قوطۍ خلاصه کړه. يو سيګرټ يې راوایست، بل يې کړ، او لوخړې يې ورو ورو پورته شوې. د لوګي په منځ کې د عثمان څېره نوره هم ژوره ښکارېده.
شمايله چوپه ناسته وه، لکه غر چې باد هم نه شي ښورولای.
عثمان زړه کې وويل:
«دا درېيمه شپه به يا مرم او يا به مې برخليک بدلېږي.»
هغه ورو سر پورته کړ، سيګرټ يې په ګوتو کې ټينګ ونيو، او د شمايلې پر لور يې وکتل.
دوی خپلو منځونو کې سره لګيا وو چې شمايلې غږ وکړ:
تاسو درې واړه غلط ياست. دا پېغله د ملا حق کېږي که ټولو مجسمه جوړه کړې وای، ښايسته کړې وای خو چې د ملا د دعا په واسطه خدای پاک روح نه وای په کې اچولی نو مجسمه به عادي لرګی وای.
انصاف دا وايي چې دا پېغله د ملا حق کېږي.
دې وخت کې ناستو کسانو يو بل ته وکتل، چې هله شمايله خو بيا وغږېده.
نور وروسته
نور بيا......
👨🦯
خونکار پاچا اوشمايله - نهمه برخه
《9》
قاضي غږ پرې را وکړ:
الکه عثمانه د نن لپاره څه لرې چې شمايله وغږوې که همداسې تر سهار په سګرټو خپله مېرمن ډډوې؟
عثمان ورته ويل ماسره خو نور څه نشته که ستاسو اجازه وي، دا ټېپ( امپيتري) به چالان کړم.
قاضي اجازه ورکړه او عثمان ټېپ چالان کړ. ټېپ لګيا شو کيسه کوي.
دا لاندې کيسه ټېپ کوي شمايلې، عثمان او کوټه کې ناستو کسانو غوږ ورته کېښود:
" څلور کسه ملګري په سفر روان وو چې مخې ته يې ځنګل راغی. دې څلورو کې يو نجار و، بل خياط و، بل زرګر و او څلورم ملا و.
پرېکړه يې وکړه چې ناوخته ده همدلته ځنګل چې به شپه وکړو، که حرکت وکړو ځناور مو ونخوري.
ځنګل کې يې خېمه درولې ده او مېشت شوي دي. د ويده کېدو په وخت کې يې سره ويلي دي چې هسې نه موږ ويده يو او شپې مو ګيدړان وخوري، ښه خبره دا ده چې هر يو په نوبت پيره وکړو.
پچه يې سره اچولې ده، د پيرې نوبت لومړی د نجار ختلی، دوهم د خياط، درېيم د زرګر او څلورم د ملا.
دا نور ويده شوي دي نجار پيره کوله. خېمې سره یې په يوه ډبل لرګي پام شوی دی لکه ګوټکه. کوم چا ونې وهلې دي، دا دغلته ترې پاتې شوې ده. کټ مټ داسې لرګی و لکه ګودره.
نجار له ځان سره ويل چې هسې هم ويښ يم راځه د دې لرګي نه د انسان په شکل مجسمه جوړه که.
له خپلې کڅوړې یې د نجاري سامان را اخيستی او له لرګي یې د انسان په څېر مجسمه جوړه کړې ده.
له دوه ساعته وروسته د نجار د پيرې نوبت ختم شو، ويده شو او وار د خياط راغی.
خياط چې لرګي ته ور پام شوی فکر یې کړی که پېری دی، چې ور نېږدې شوی ګوري چې لرګی دی. سوچ یې وکړ چې دې نه مخکې د نجار د پيرې نوبت و نو دا مجسمه حتمن نجار جوړه کړې ده.
ځان سره يې ويل شپه اوږده ده، راځه دې مجسمې ته کالي جوړ که. همداسې يې کړي او مجسمې ته يې د ښځو کالي، پرتوګ او ټيکری جوړ کړی، ور اغوستي یې دي.
د خياط د پيرې نوبت هم خلاص شو، د زرګر وار شو. زرګر چې په مجسمې سترګې لګېدلې فکر يې کړی که ښځه ده.
خواته ورغی چې په مخ يې لاس ووهي مجسمې غبرګون نه دی ښودلی. ټيکری يې چې له مخ ترې لرې کړ ګوري چې دا خو د لرګي مجسمه ده.
ځان سره یې سوچ کړی چې اوله پيره د نجار وه مجسمه هغه جوړه کړې ده، بيا دوهمه پيره د خياط وه کالي خياط ور جوړ کړي.
زرګر سوچ کړی چې له ماسره خو بل کمال نشته، د دوه درې لکو سره زر به دې مجسمې ته ور واغوندم چې لږه ښه ښکاره شي. سهار چې ويښ شم هسې يې هم بېرته ترې ټولوم.
زرګر غاړه، ګوتمۍ، بنګړي او د سرو زرو غوږ والۍ ور اغوستې دي.
د زر ګر پيره خلاصه شوه، د ملا نوبت شو. ملا لومړی تهجد لمونځ کړی چې پورته شوی په پېغلې(مجسمه) یې سترګې لګېدلې.
له ځان سره يې ويل چې په تهجدو کې مې چې کومه حوره له خدای وغوښته لکه چې را يې کړه. ورغلی غوښتل یې ښکل یې کړي. لاس يې چې په مخ را تېر کړی پام شوی یې دی چې دا خو حوره نه ده بلکې د لرګي مجسمه ده.
له ځان سره یې سوچ کړی چې دا مجسمه لکه چې نجار جوړه کړې ده، خياط کالي ورته ګنډلي او دا سره زر زرګر ور اغوستې دي.
ملا سره خو بل کمال نه و، دوه رکاته نفل لمونځ یې کړی خدای ته یې عذر کړی دی چې:
اې الله ج نجار مجسمه جوړه کړه، بل کالي ور واغوستل، زرګر سره زر ور واغوستل؛ زه بل کمال نه لرم. ته په خپل فضل سره دې مجسمې کې روح واچوه.
دوعا یې قبوله شوې، له مجسمې ښکلې پېغله جوړه شوې ده.
سهار چې دا نور را پورته شول، ملا کيسه ورته وکړه چې خدای ته مې عذر وکړ، روح یې پکې واچوه.
دلته څلور واړه د پېغلې په سر په لانجه شول. نجار ويل که ما مجسمه نه وای جوړه کړې دا پېغله به اوس نه وای، زما حق کېږي. خياط ويل که ما ښځينه کالي نه وای ورته ګنډلي اوس به تش لرګی وای، پېغله زما حق کېږي.
زرګر ويل چې ما د څو لکو سره زر ور واغوستل، که زه نه وم عادي نانځکه به وه، اوس زما حق کېږي.
ملا ويل که تاسو ټولو ټول کارونه کړي وای، که زما له امله خدای پاک روح نه وای ور اچولی نو دا به اوس هماغه د لرګي بوت وای، نو دا پېغله زما حق کېږي.
دوی دلته په لانجه سره لګيا وو، نیږدې وو چې د پېغلې په سر فزيکي شخړه سره وکړي، دې وخت کې عثمان ټېپ ته ټپ ورکړ او بند یې کړ.
ناستو کسانو ته یې وويل:
ښه نو تاسو انصاف وکړئ، دا پېغله د چا حق کېږي؟
قاضي ويل: مالومه خبره ده د نجار حق جوړېږي. که نجار نه وای هغه لرګی به اوس هم ځنګل کې لرګی پروت وای.
ملا ځواب ورکړ چې دا د خياط حق کېږي. که نجار کالي نه وای ور په تن کړي نو دغسې به لوڅ لرګی وای او کوم شپانه به په لغته وهلی وای.
کوټه کې درېيم شاهد وويل: نه، دا د زرګر حق کېږي، ځکه چې دا نورو مصرف نه دی پرې کړی خو زرګر دومره لوی زړه وکړ او لکونه روپۍ سره زر یې پرې مصرف کړل.