
فکرِستان
انسان په امیدونو ژوندی دی
خو امیدونه چې ډېر اوږده شي
په خاموشو قاتلانو بدلیږي.
البر کامو
ښځې باید ورو په غېږ کې واخیستل شي؛
هغوی ژوند کې خپلې مینې ته د رسېدلو لپاره دومره انتظار کړی،
چې تنهائي ئې په ټول وجود کې درزونه کړي!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژمنه
تاسو بد انسان بلکول نه یاست، بلکي یو ډېر ښه انسان یاست کوم چي ور سره ډېر بد برخورد سوی دی.
راولنګ
ژباړه: شُبیر
د کمزورو ارادو خلک معجزو او حیرانوونکو پېښو ته په تمه وي، خو د قوي ارادو کسان پخپله معجزې ته ورته او حیرانوونکي کارونه ترسره کوي.
✍
روسو
🖋
ژباړه: تفکر
کله چي پوه سئ چي له ژوند څخه مو خوښۍ ورکي سوي دي، نو خپلي تېروتني ولټوئ.
لیو ټالسټای
بعضې خدای په امانۍ انسان ته د پراخ پرواز ازادي ورکوي.
✍
سیف
په ژوند کي د ناکامۍ له سترو لاملونو څخه یو لامل دا دی چي انسان دا ګومان کوي چي و ده ته د ټولو خلکو پام دی او د ده په اړه اندېښمن دي.
مګر باور وکړئ، په حقیقت کي مو هېڅوک پروا نه لري.
فیوډور دوستوفسکي
انسان طبیعتاً خفه دی، که دې د نړۍ لس خوښوونکي څيزونه ورکړل، په هغه یوولسم پسې به خفه وي چې له بل چا سره دی.
ژباړه:یاد
"موږ ملګري له لاسه نه ورکوو؛ بلکې پوهېږو چې رښتیني ملګري مو کوم دي."