Select your region
and interface language
We’ll show relevant
Telegram channels and features
Region
avatar

Kabul News TV

KabulNewsTV
Kabul News TV Afghanistan' 24 hours News channel
Subscribers
1 650
24 hours
10
30 days
-40
Post views
158
ER
10,55%
Posts (30d)
92
Characters in post
384
Insights from AI analysis of channel posts
Channel category
Politics
Audience gender
Male
Audience age
35-44
Audience financial status
Middle
Audience professions
Government & Public Sector
Summary
April 29, 03:59
Media unavailable
2
Show in Telegram

د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف کابل کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره کتلي دي.
د یادو وزارتونو له قوله پدې لیدنو کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د سیمې پر وضعیت او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي دي.

April 28, 12:43
Media unavailable
1
Show in Telegram

یوناما ویلي پر کونړ باندې د پاکستان په پروني بریدونو کې ملکي وگړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یوناما په «اکس» کې لیکلي چې د نړیوال قانون پر اساس د تعلیمي مرکزونو په گډون باید د ټولو ملکي تاسیساتو ساتنه وشي.
بلخوا بیا د اففانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي «ریچارد بنټ» پر افغانستان د پاکستان پروني بریدونو په تړاو د عاجلو او بیطرفه څیړنو او له عاملینو یې د حساب اخیستلو غوښتنه کړې ده.

April 28, 07:46
Media unavailable
1
Show in Telegram

د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته سفر کړی.
د راپورونو له مخې کابلوف به په کابل کې د هیواد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ا.ا نورو لوړپوړ چارواکو سره ملاقاتونه ولري.

April 28, 04:14
Media unavailable
1
Show in Telegram

«یونیسف» ویلي که پر ښځو باندې فعلي بندیزونه پر ځای پاتې شي افغانستان به تر کال ۲۰۳۰ پورې ۲۵ زره ښځینه معلمانې او طبي کارکوونکې له لاسه ورکړي. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د برخې مسوولې شعبې یا یونیسف په خپلې تازه ارزیابۍ کې ویلي چې افغانستان کې همدا اوس یو میلیون نجونې له زده کړو محرومې دي او یوازې له ۲۰۲۳ کال تر ۲۰۲۵ پورې د ښځینه کارکوونکو په شمیر کې ۳٪ نور کمښت راغلی دی. یونیسف وایي دا بندیزونه به پداسې یو هیواد کې چې له اوله د تعلیم او صحي خدماتو له کمبود سره مخامخ دی ډیر ژر د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابله گانو نور کمبود رامنځته کړي.

April 27, 16:30
Media unavailable
4
Show in Telegram

د لومړنیو معلوماتو پر اساس پر کونړ باندې د پاکستان بریدونو کې د یوې ښځې په گډون ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په گډون ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې په کونړ کې پر سید جمال الدین افغاني پوهنتون باندې د پاکستان برید کې ۳۰ محصلین ټپیان شوي دي.
د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپلې «اکس» پاڼې کې دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او جنگي جنایت او وحشت پارونکی عمل یې بللي دي.

April 27, 14:44
Media unavailable
1
Show in Telegram

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او سپین بولدک د پاکستان د تازه بریدونو غندنه کړې او دلته پر ښوونځیو او پوهنتونونو د پاکستان بریدونو ته په اشاري یې ویلي چې اسلام آباد غواړي په افغانستان کې د تعلیم او ترقۍ ریښه وچه کړي. د نوموړي په وینا پاکستان د اسعد آباد تر پوهنتون مخکې بریکوت کې هم پر ښوونځیو بریدونه کړي وو او سلگونه زده کوونکي یې له زده کړو محروم کړي وو.
کرزي پر ملگرو ملتونو غږ کړی چې د افغانستان پر خلکو، خاورې او ملي تاسیساتو د پاکستان نظامي حملې په جدیت وڅیړي، غندنه یې وکړي او ژر تر ژره یې مخه ونیسي.

April 27, 14:03
Media unavailable
3
Show in Telegram

پاکستاني جټ او بې پیلوټه الوتکو نن پر کونړ پراخ بریدونه کړي او د نورو ملکي اهدافو ترڅنگ یې د کونړ پر پوهنتون او لیلیې هم بمباري کړې چې یو شمیر محصلین او استادان پکې ټپیان شوي.
«بي بي سي» د سرچینو په حواله ویلي چې پر کونړ د پاکستان د بریدونو په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په گډون درۍ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
دې سره هممهاله د سپین بولدک په گډون د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

April 26, 17:58
Media unavailable
1
Show in Telegram

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» تر عمان وروسته نن بیرته پاکستان ته راغی.
«سي ان ان» د سرچینو په حواله ویلي عراقچي چې پتېیل شوې وه مسکو ته ولاړ شي بیرته اسلام آباد ته راغی چې دلته تر لنډ توقف وروسته مسکو ته ولاړ شي او هلته به د روسیې له ولسمشر «ولادیمیر پوتین» سره وگوري.
ښایي اسلام آباد کې به د پاکستاني چارواکو لخوا عراقچي ته د امریکا پیغام ورسپارل کیږي.

April 26, 16:31
Media unavailable
1
Show in Telegram

د افریقایي هیواد «مالي» دفاع وزیر «سادیو کمارا» د تروریستي ډلو په یوه هماهنگ شوي برید کې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې وسله والو د موټر بم په واسطه د «کمارا» پر کور چې یوې نظامي اډې کې واقع و برید کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو ورځو راهیسې د القاعده سره تړلې (JNIM) او دوو نورو وسله والو ډلو د مالي پر پایتخت او یو شمیر نورو ښارونو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

April 26, 06:28
Media unavailable
3
Show in Telegram

تیره شپه واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ لخوا خبریالانو لپاره کلنۍ میلمستیا کې چې ولسمشر «ډونلد ټرمپ»، دده مرستیال «جی دی ونس» او نورو لوړپوړ چارواکو گډون درلود ډزې وشوې.
د راپورونو له مخې د «کول الن» په نوم کس غوښتل په «ډونلد ټرمپ» برید وکړي خو د امنیتي سرتیرو لخوا یې مخه نیول شوې او وسله وال دا مهال توقیف کې او تر څیړنو لاندې دی.