
پښتو شعرونه💎
🙃
😱
زما لپاره نه د خدای لپاره
له دی واجب .! سلام دی نه تيريږي
یوه ګړۍ له کوره نه راوځي
ته وا.. چی هره ګړۍ غله تیریږي
د دې تودې غېږې دی ګټه څه شوه
پکتیا ته نه راځې ساړه تیریږي
د کافي پياله :
يوه ډله فارغ محصلان د پوهنتون له مخکني استاد سره مېلمانه شول، دغه ډله محصلان خپل مسلک کې د نوم خلک ول او ښې دندې يې درلودې.
د دوی مجلس ژر له دندو او ژونده شکايتونو ته واوښت.
استاد وويل چې زه به کافي درته راجوړه کړم، اشپزخانې ته لاړ، يو لوی ترموز کافي او ډېرې پيالې يې راوړې. پيالې رنګارنګ، قيمتي او ارزانې وې. شاګردانو ته يې وويل چې پيالې خپله درواخلئ، هر شاګرد قيمتي او ښکلې پياله ورواخيسته، ارزانې او ساده پيالې پر ځای پاتې شوې.
کله چې ټولو شاګردانو ته پيالې ورسېدې نو استاد وويل:
که مو پام وي تاسې هر يوه قيمتي او ښکلې پيالې درواخيستې، ساده او ارزانې مو پرېښودې.
تاسې غواړئ چې هر څه کې هغه بهترين ته ورسئ. همدا د ستونزو او فشار سرچينه ده.
ګورئ، قيمتي پياله د کافي کيفيت کې اضافه نه راولي، يوازې بيه يې ډېره وي.
تاسې کافي غوښته، پيالې مو نه غوښتې، خو تاسې هر يو د بهترينې پيالې لټه کوله او بيا مو يو د بل پيالو ته کتل.
اوس داسې فرض کړئ چې ژوند کافي ده، دندې، پيسې او موقفونه پيالې دي او دا شيان يوازې د ژوند تېرولو وسيلې دي.
د پيالو ډولونه نه زموږ شناخت دی او نه د ژوند کيفيت بدلوي.
که مو پيالې ته ډېر پام وکړ نو له کافي به هغه خوند وانهخلئ کوم خوند چې خدای په کې اچولی دی.
خدای کافي کې خوند اچولی، پياله کې يې نه دی اچولی نو له کافي خوند واخلئ.
تر ټولو خوشال خلک بهترين وسايل نه لري، خو هر څه ته په بهترين نظر ګوري.
ساده ژوند وکړئ، له سخاوت ډکه مينه وکړئ، ډېر دقت وکړئ او خبرې مو خوږې کړئ.
نور يې نو خدای ته پرېږدئ چې څومره ډېر ارام درکوي.
زه به تاته انتظار يم
که د شپې پروت پر پالنګ يم
پر لمانځه که د سهار يم
پاس پر پوله که روان يم
ناست که لاندې تر چنار يم
زه به تاته انتظار يم
زه به ــــــ
که په سور يم که بې سوره
که نشه يم که خمار يم
که په خوله کې د بلا يم
که په نس کې د ښامار يم
زه به تاته انتظار يم
که د کلي کليوال يم
اوسيدونکى که د ښار يم
که ازګار ناست يم په کور کې
که مصروفه په کوم کار يم
زه به تاته انتظار يم
که ملنګ د زمانې يم
که د درست جهان سردار يم
که مړ کېږمه له لوږې
که تر هر چا دنيادار يم
زه به تاته انتظار يم
که په دوړو يم د قبر
که د زوم غوندې سنګار يم
که په رنګ لکه سحرا يم
که په زړه باغ او بهار يم
زه به تاته انتظار يم
که د وخت لوى ګناهګار يم
په توبو که توبه ګار يم
که د قيس غوندې مجنون يم
که منصور يم سر په دار يم
زه به تاته انتظار يم
نواز الدین صديقي : ادې به ويل کله نا کله غلط رېل ګاډی هم انسان سم او صحيح ځای ته رسوي .
عرفان خان : تا خو ويل چې زه بې موره او يتيم يم .
نواز الدين صديقي : هو خو په دې ويلو خبره لږ وزن او خوند پيدا کوي چې :
ادې مې ويل
https://chat.whatsapp.com/GQafNEUmXFc1KRDcHCyucP
مور ته مې ویل، چې فلانی مې ډېر بد ایسي. غلې شوه او بیا یې په سړه سینه ځواب راکړ: یو وخت مې په اورګاډي کې سفر درلود. هلته يوې مېرمنې د بلې سپکاوی وکړ؛ خو هغې هېڅ ځواب ور نه کړ. په خوا کې ناستې ښځې ورته وویل، چې ولې یې ځواب نه ورکوې؟ ښکنځل شوې مېرمنې وویل: زما او د هغې سفر فقط تر بل تمځایه دی؛ نو ولې خپل ځان او یا هغه خفه کړمه!؟ مور مې پسې زیاته کړه: له نورو انسانانو سره زموږ سفر بېخي لنډ وي. پر دې نه ارزي چې خپل ځان وځوروو. که څوک مو نه خوښېږي، خپله ترې لرې کېږو...!!
رنگ مى په تا پسى زيړيګى
خلكو ته وايمه روژى نيولى يمه
🫠
کله چې زړه دی مات سی، نو هغه بېرته هماغه انځورګر (خالق) ته یوسه؛ ځکه له هغه نه بل څوک ښه نه پوهېږي چې د کوم رنګ تار په کوم ځای کې وتړي او څنګه یې بېرته جوړ کړي.
☝🏻
د کوڅې سپي او هغه مزاحم انسان يو برابر دئ چي ښځه د هغه له بيري بله لار واخلي.
☺️
💯
@C
یو زوړ سړی، چې تازه 90 کلن شوی و، په امسا تکیه شوی، ټوخی نيولي، د ډاکټر کوټې ته ننوت.
ډاکټر یې لږ معاینه وکړه، بیا یې ترې وپوښتل:
"بابا، اوس دې صحت څنګه دی؟"
زوړ سړی، چې د کمیس تڼۍ یې د رپېدلي لاس سره تړله، ورو خو له غرور ډک آواز سره یې وویل:
"زه هېڅ وخت دومره ښه نه وم لکه اوس!
تازه مې د یوې ۲۵ کلنې نجلۍ سره واده کړی، اوس یې حمل اخیستي، او د زېږون وخت یې را نږدې شوی. ته څه وایې ډاکټر صیب؟"
ډاکټر لږ موسکی شو، شېبه فکر کې شو، بیا یې وویل:
"بابا، یو کیسه درته کړم. یو دوست لرم، ډېر ښه ښکارچي دی. هېڅکله د دوبي ښکار نه پرېږدي.
یوه ورځ دومره په بیړه ووت، چې د ټوپک پر ځای یې چترۍ راواخیسته. لاړ ځنګل ته روان و، ناڅاپه د ونو له شا یو پړانګ راووت او ور روان شو.
دوست مې چترۍ راپورته کړه، د پړانګ خواته یې ونیوله، هدف ونیوه او… بنګ ! پړانګ پر ځمکه ولوېد، مړ شو."
زوړ سړی ژر وویل:
"نه نه، دا خو نه منل کېږي ! خامخا به پړانګ به بل چا ویشتلی وي!"
ډاکټر وخندل، ورو یې ورته وویل:
"بالکل! زه هم همدا وایم…"
دعا هغه وسیله ده ____!!!
چی بی وسه انسان...
ځواکمن کوی