
Farid Khan
او مونږ خپله خپل د زړه سره زیاتی وکړ
کله چې مو نور زړونو ته هم خپل د زړه په څېر ګمان وکړ..
موږ لوی شو،
او زموږ خوشحالۍ
په ماشومتوب کې پاتې شوې...!
https://t.me/rozhaykoob
حتا که یوه ورځ دا غم پای ته
ورسېږي هم، ما نور د خوشحاله ژوند
کولو هنر هېر کړی دی…)
خپګانونه، غمونه او دردونه کله چې یو په یو
راټول شي،
بیا نو چوپتیا ترې جوړه شي..؛
په کومه لاړشمه ارمانه، راته لار وښایه
اخر به مړ شم له خفګانه، راته لار وښایه
ستړی یم نور په تخیل، تخلیق سوچ او فکـر
ای زما وهـم او ګمـانه راتــه لار وښایـه
زه به تر کومه دهجران تیارو کې ژوند کومه
دعزرائیل واحـد احسانه راته لار وښایه
د دې لپاره چې پوه دې شي، هیڅکله فریاد مه وهه.؛
هغه څوک چې تا درک کوي،
ستا د چوپتیا غږ تر هر څه ښه اوري...)
کومې هیلې ته ورسېدو،چې بیا هیله وکړو…
کله کله باید لاړ شې
او هغه څه چې پاتې کېدونکي دي، پرېږدې
لکه یاد، لکه خاطره، لکه مسکا...:)