
پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
مــات را مــات شـمــه ورانـېـږمـه را لوېـږم
غــم دې درونـد دی چې ودرېږمه رالوېږم
عشقه ورک شه مړه! زه خو دې ماشوم کړم
ډک محفل کـــې ویـده کـېـږمـه را لــوېـږم
دا چـې غمجنې شوګــيرې کـوې دا چـاتـه کوې
په بیابان چې دومــره شپې کــوې دا چاته کوې
تۀ خپل غمجن غمجن اواز رسؤل چاته غواړې
دا کـلـه کـلـه چـې ټـپـې کـوې دا چــاتـه کــوې
لکه چې بیا دې زړۀ بایللی دی او بیا مئین یې
چې په سندرو کې ګـیـلې کـوې دا چـاتـه کوې
لۀ سترګو غشي وروي __د قتل توان هم لري
خو بيا په سترګو کښې د هر زخم درمان هم لري
په مخ کښې قوتي او په ګڅ اننګي توره زخه
مطلب خائست لري، خائست له ترجمان هم لري
زړۀ مې د بل شان کېفیته ښکار دے څۀ وکړمه؟
ستا نه خفه هم دے د غېږې دې ارمان هم لري
منم ملا یم خو شعرونو کښې شوخي هم کؤم
زما کلام انقلابي هم وي
_
رومان هم لري
چاته زما د نېک نامۍ قيصې کوي او وائې
لاس کښې تسبې لري تندي باندې نشان هم لري
اتش پاګل دے، لېونے دے دواړه چرته کېږي
غم د معاش هم کوي هيله د جانان هم لري
🌸
🤍
غزل
بیرغ د سولې یې له ځان سره کابل ته وړی
سپینې مُبینې قافلې پړاو منزل ته وړی
لکه موسم د پسرلي چې په خزان غالب شي
د بهار دود یې د ګلزار وطن اوربل ته وړی
تسکین کړل زړونه په سینو کې مهارت د عفوې
ولس یې غېږه کې د امن خوږ درشل ته وړی
له انقلاب نه را وتلې ده خو ستړي نه ده
تل یې سختیو کې قیام بېرته مورچل ته وړی
لکه څپې د سمندر، فطرت یې موج وهي لا
دښمن د مینې یې مدام قاطع اجل ته وړی
چې چا یې کړی ورکېدو ته وي په ګډه اشر
هغوی ارمان له ځان سره د ځمکې تل ته وړی
تاریخ یې وساتئ فتحانه په ایمان او غیرت
محبوب امیر وروستی پړاو غېږ د زابل ته وړی
ذاکر فتحان حنفي
زه انسان يمه خطا به رانه وشي
سترګې واړوه ګناه به رانه وشي
په محفل کې داسې مړه مړه مه غږیګه
زه شاعر يمه واه واه به رانه وشي
شيرينۍ شوې ښاا زما امتحان اخلې؟
زه فرهاد يم ګوره دا به رانه وشي
هر ميسج کې راته مه ليکه قربان
کور کې ناست يمه ګډا به رانه وشي
اذان بلکل په تا غرق يمه تباه يم
هو که چغې کړم ريا به رانه وشي
غزل - محمد يونس اذان
#جانان
🥀
اسانه ده چې په ساعتونو ساعتونو یو چاته نصیحت وکړو، ملامت یې کړو او ورته ووایو چې څنګه باید اووسي.
خو سخته ده چې درک یې کړو، ووایو؛ هغه هم زمونږ غوندې ځیني رنځونه او پېښې نه شي بدلولی.
اسانه ده چې خپل باورونه د نورو په اړه سم وګڼو.
خو سخته ده چې د خپل ذهن له چارچوب څخه بهر راووځو، بل ته غوږ ونیسو او هغه چې څنګه دی هغسې یې وګورو.
اسانه ده چې “باید” او “نه باید” خپل قانون وګڼو او په نورو یې تحمیل کړو.
خو سخته ده چې ومنو؛ هر څوک خپل مسیر، خپل منطق او خپله نړۍ لري.
سخته ده چې نور هغسې واورو، وګورو، په څنګ کې یې اووسو، څنګه چې دی.
اړیکې اسانیږي کله چې نورو ته فضا برابره کړو تر څو هغسې راشي څنګه چې دي، تېروتنه وکړي، شک وکړي، وژاړي…
اړینه نه ده چې د مور او پلار یا د اخلاقو د ښوونکي رول دې ولوبوو. بسنه کوي چې په سمه فاصله کې له خلکو سره مینه وکړو او اجازه ورکړو چې زمونږ په څنګ کې پرته له نقابه په خپله اووسي.
منزل لرې لاره ورانه
زه هم ستړی ته هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه؟
زه هم ستړی ته هم ستړی
نه مې ته شې هېرولی
نه زما له خیاله وځې
ځه پخلا به شو جانانه
زه هم ستړی ته هم ستړی!
ځغلوې که مې هر څومره
ته به هم راسره ګرځې
قدم ونيسه اسمانه
زۀ هم ستړی تۀ هم ستړى
دروېش درانی
.!
درد.!
یوازې په ژړا کې نه
بلکې کله کله په خندا کې هم وی!
هر څوک په خپله طریقه ځان بربادوي
😕
څه په شراب، څه په نشه او اکثر په خیالونو.
😞
ژباړه!!!
کله چې هوښیار خلک چوپتیا پیل کړي،
د احمقانو شمیر په خپله زیاتیږي!
🌟
❗️
❗️
❗️