
د مینے❤ ډیوہ
غومبري يى پۀ مخ كې د خندا سره جوړېږي
نو خدايه دا جينۍ خو بېا له ما سره جوړېږي
كۀ زۀ يى تر قيامته انتظار اوكړم نو كم دى
قسم دى هغه ډېره د وفا سره جوړېږي
ما خپل او د هغې تصوير د ډېرو سره كېښو
نۀ چا سره جوړېږم نۀ د چا سره جوړېږي
بېګاه راغله پۀ خوب كې يى پۀ شونډو ګوته كېښوه
وئيل يى چې صنمه دا هم تا سره جوړېږي
تاج ولي صنم
عجيبه شپه ده نه خوب راځي او نه څوګ
د مینے
❤
ډیوہ
pinned a photo
که د يو داسي چينل په تلاش کې یاستئ چې هر ډول په زړه پوري ليکنې خپروي،
نو تاسې کولی شئ زمونږ چینل جاین کړي او له لیکنو مو خوند واخلئ،
تاسو ټولو ته ښه راغلاست وايو..!!
لينک:
https://t.me/Pashto_19
خدایـه زما جانان ډاکټر کړې
ځان به ناجوړه کړم دیدن ته به یې ورځمه
د ډاکټرۍ ډېګري دې راوړه
په معمولي ډېګرۍ مې مور نه درکوینه
@Da_Mina_Diwa19
او او واپس درته راغلی یمه
نه کیږي بس درته راغلی یمه
ښه په اودس راسره وغږیږه
ښه په اودس درته راغلی یمه
لږ مي په غیږې پورې کلک ونیسه
کلونه پس درته راغلی یمه
لکه د غره پشانتې دروند سړی یم
لکه د خس درته راغلی یمه
یه مـ.ـلاجانه دروازه پورې که
ډک له حوس درته راغلی یمه
افسر مـ.ـلاجان
@Da_Mina_Diwa19
چې دې بلله لیونۍ سالکه
څنګه ده اوس هغه جینۍ سالکه
د شپې دیدن دومره اسانه ،نه وي
ساګ درنه وړی دی سیلۍ سالکه
په تکلف سره خبرې کوې
درته خو نه ښکارم پردۍ سالکه
ما په سهار کې ستوماني ایستله
که غوړیدم لکه غوټۍ سالکه
چې ټوله ورځ به ستا په سترګو کې وه
ورانه ده اوس هغه بلۍ سالکه
بلې جینۍ سترګې درواړولې
له زړه مې ووته ګولۍ سالکه
ولې زموږ کلي ته نه راځې ته
نه خو باران دی نه جړۍ سالکه
د لاس تڼاکې دې نن ولیدې ما
زړګی مې دی پولۍ پولۍ سالکه
@Da_Mina_Diwa19
او او واپس درته راغلی یمه
نه کیږي بس درته راغلی یمه
ښه په اودس راسره وغږیږه
ښه په اودس درته راغلی یمه
لږ مي په غیږې پورې کلک ونیسه
کلونه پس درته راغلی یمه
لکه د غره پشانتې دروند سړی یم
لکه د خس درته راغلی یمه
یه مـ.ـلاجانه دروازه پورې که
ډک له حوس درته راغلی یمه
#افسر_مـ
.ـلاجان
هیلۍ
🌸
@Da_Mina_Diwa19
نظم : "زۀ“
زۀ يو بې نومه بې عنوانه وجود
د خپل شناخت هڅه کۀ وکړمه نو
لکه مېره کښې ټوکېدلے شړشم
لکه د سترګو تويه شوې اوښکه
لکه د ونې رژېدلې پاڼه
لکه ځنګل کښې بې وزره مرغۍ
لکه پۀ شپه کښې د کيرړي سندره
لکه پۀ خوب کښې د چا غلې سلګۍ
لکه د غرۀ پۀ وېښ کښې ښخه تيږه
لکه د شمعې پښو کښې سوے پتنګ
لکه وريځو پنا کړے ستورے
لکه د چا شاعر نيمګړے غزل
لکه پۀ زمکه هوار شوے قبر
لکه د درد غېږه کښې پټه څړيکه
لکه پۀ رند باندې بې سره ماښام
لکه سحر کښې مړاوې شوې غنچه
لکه د ګل پۀ خوا کښې مړ عندليب
لکه پۀ لاره کښې ټوټه د بنګړی
لکه پۀ ښاخ کښې ورانه شوې ځاله
لکه پۀ سيند کښې تار د زلفو روان
زۀ يو بې نومه بېعنوانه وجود
د خپل شناخت هڅه کۀ وکړمه نو
بلها نامې بلها معنې لرمه...
🌸
✨
هیلۍ
🌸
@Da_Mina_Diwa19