Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

د غږ چینه🥀

Ghag_chena
پخیر راغلی عزیزانو ♥ دلته راسره شایسته 😍 شعرونه_سندری 🎶 ټپی-ناول 📖 داستان 📑 ټیک_ټاک 🎬 او داسی نور وګوری لف مه ورکوه بیصدا 🔇 یی کړه 🙏 د اډمین آیدی. S_Arman_2024@
Подписчики
2 240
24 часа
160
30 дней
-230
Необычное падение (24 часа)
Просмотры
1 224
ER
55,04%
Посты (30д)
Символов в посте
310
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Искусство и культура
Пол аудитории
Мужской
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Дизайн и творческие искусства
Краткое описание
December 25, 08:33
Файлы недоступны
4
Открыть в Telegram

د ناز ادا بـــــه وي، خـــوږه به نه وي.؛
نرمه مسکا به وي، خـــوږه به نه وي.؟
له ټولو وروڼو او له خـــویندو کشره.؛
د مور امسا به وي، خــوږه به نه وي.؟
مــــورې قبوله مې ده ویې کړه راته.؛
د پښتونخوا به وي، خوږه به نه وي.؟
#آرمان
#لایک
#دغږچینه
@S_Arman_2024

September 07, 10:27
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

ته له دې ښکلو خلکو مينه غواړې
ته په دې مړو اېرو کې اور لټوې
صابــــــر
🍂
#بیت
@S_Arman_2024

September 01, 05:34
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د تیرې شپې شدیدی زلزلې له امله دردیدليو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وایم او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوم. زموږ زړونه او همدردي له خپلو دغو خلکو سره دي، خدای پاک دې پرې رحم وکړي.
#زلزله_کونړ_افغانستان
💔
🤲
@S_Arman_2024

August 24, 11:41
Файлы недоступны
2
Открыть в Telegram

هسې مې ځان جوړ کړی نۀ دې
چې نرۍ سترګې توروم يار به لرمه ...
#لایک
#لنډۍ
#ټپه
#دغږچینه

August 20, 07:29

چی د سبا سترګه راخیژی
مابه پنډوګی د سفر تړلی وینه
#ټپه
#لنډۍ
#لایک
#آرمان
@S_Arman_2024

August 16, 08:39

لالیه غبرګ راسره ژاړه
د جدائۍ خوبونه ما لیدلي دینه
#ټپه
#لنډۍ
#آرمان
@S_Arman_2024

August 04, 16:00

څۀ د ستړو هيلو پنډ مې په شا کړے
څۀ په ورَکو ارمانونو پسې ګرځم.
💔
🥀
#لایک
#دغږچینه
#ټپه
#آرمان
@S_Arman_2024

August 03, 06:47

يو مې جانان بل مي پيزوان دي
جانان په زړه پيزوان په شونډو ګرځومه
#ټپه
#لنډۍ
#دغږچینه
#لایک
@S_Arman_2024

July 28, 11:18

دلته د مينې دنيا نه جوړېږې
ځان د دې ښاره صبرومه ځمه
ستا په خورو زلفو کښې ځاې نه شومه
د زړه ټـوټـې راټـولـومـه ځمه
#آرمان
#دغږچینه
#لایک
@S_Arman_2024

July 25, 11:34

د مطیع الله تراب صيب د مرګ وصيت
د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ
د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه
د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه
د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه
په قرار قرار می یوسه صوابۍ ته
د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه
جنازه مې ملاکنډ په څوکو کیږده
د مومندو باجوړو پوښتنه وکه
په مزه مزه می کوز که اشنغر ته
په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه
ځه خلیل او داودزي په ما خبر که
د ادم او د درخو پوښتنه وکه
پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي
د هنګو د دواوو پوښتنه وکه
خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه
د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه
چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي
د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه
چې د کوئټې او چمن په لاره لاړ شې
د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه
بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته
د هغې د سرو لاسو پوښتنه وکه
هلته زما د ادبي سنګر یاران دي
په سده کې د هغو پوښتنه وکه
خه بنګشو علیشیرزیو یورو ګوزو ته
د توتکې د چینارو پوښتنه وکه
د پکتیا ټولو قامو ته لاس اوچت که
د مننګو د خاخو پوښتنه وکه
د تیراه په تورو غرونو به راواوړې
د خیبر د افریدو پوښتنه وکه
د خاطر د خاطرو به خاطر وکړې
د حمزه د تاترو پوښتنه وکه
د شمشاد په جګو څوکو سلام وایه
په شلمان کې د تپو پوښتنه وکه
هزار ناو او باسول نه چې ورتېر شي
په ډاګو کې د خېمو پوښتنه وکه
نارنج ګل مې د پټکي هر ول کې کېږده
ننګرهار کې د باغو پوښتنه وکه
د ملنګ یو څو اشعار به چاته یاد وي
اخوا دیخوا د باندډو پوښتنه وکه
د کنړ په سردرو جرګه جرګه شه
د ببهسودو دورنټو پوښتنه وکه
په لغمان کې مهترلام بابا زیارت دې
مازدیګر د تیرګاړو پوښتنه وکه
سیرشاهي پاچیراګام درنه هېر نه شي
چپرهار کې د ډاګو پوښتنه وکه
د کفن پټکی می کوږ په سر راکيږده
بیا ورځه د خوګیاڼو پوښتنه وکه
د تور غر او د سور رود په لویه لاره
د ناري ناري برجو پوښتنه وکه
د سپین غر د جګ دالان لاندې مې کېږده
د څڅوبي د اوبو پوښتنه وکه
وطنۍ شنه لوپټه په ما خوره که
د سرګړي د وښو پوښتنه وکه
تر هغې مې خړو خاورو کې پټ نه کړې
د پرېوتو دېوالو پوښتنه وکه
تواقف می جنازې لپاره واخله
دواړې غاړې د مورچو پوښتنه وکه
په ما خاورې کړه انبار چی درز وانه ورم
په مزار مې د ډېوو پوښتنه وکه
ارواښاد مطيع الله تراب صېب
🥹
#دغږچینه
#آرمان
#لایک
@S_Arman_2024