
شعور
https://t.me/ASNDPMedia/285
هر غم، هر خفګان، هر نا امیدي
یوازې د تقدیر یا اتفاق پایله نه ده؛
دا د خلکو د ناسم تعامل، د سپکو خبرو او بېتوجهي محصول دی.
🖌️
: عليزي
که څوک د مینې دعوه کوي نو دا پر هغه واجب وي چې یوازې د محبوب د روښنايي نه، بلکې د محبوب د تیارو سره بايد هم مینه وکړي.
🖊️
ښځه او ټولنه
په ظلم کې یوازې ظالم لاس نه لري
بلکې؛ هغوئ په ظلم کې له ظالم قوي لاس لري چې د سکوت او نه غږیدو پرېکړه یې کړې.
یوازینی شی
چې په ژوند کې ورته اړتیا لرم
دادی
چې یو څوک مې درک کړي.
ګابریل ګارسیا
نا آشنا ليک؛
یوه خدای پاماني بسنه کوي، چې وښيي هر څه پای ته رسېدلي.
خو دا هېڅکله بسنه نه کوي،
چې د زړه احساسات پټ کړم.
"خدای پامان" ویل اسانه نه دي، ځکه ته زما د ژوند یوه برخه وې، زما د تقدیر یوه لاره وې، اوس یوازې تشې خاطرې راپاتې دي.
او یو دروند درد چې ما ته یې د وخت سوغات پرېښود.
د تل لپاره د خدای پامان
🍁
*ژوند وکړئ*
لمر په ورځ کې دوه ځله نه راخیږي، موږ هم دوه ځله نړۍ ته نه راځو.*
څومره ژر چې امکان ولري، هغه څه ټینګ ونیسه چې له ژوند دې پاتې دي…*
آنتوان_چخوف
سړي ډېر کله په خپله خاموشۍ کې دفن کېږي
نه ګیله او نه هم د درد اظهار
دوی پر خپلو اوږو د دنیا غم او مسئولیتونه اخلي
په څېره مسکا ساتي
تر څو د کورنۍ سکون برقرار وي
خپل خوبونه خرڅوي
د ضرورتونو قېمت ادا کوي
ټوله ورځ د لمر غوندې سوزیږي
او شپې ته د سپوږمۍ پشان ارام را ستنېږي
خو څوک یې هم نه پوښتي چې
ښه یې کنه؟
ستړی شوی خو به نه وې؟
ځکه چې سړي د درد اجازت نه لري
صرف د قربانیو روایت لري
#ژباړه
#ژوند
ماته ژوند وښودله
چې انسان کله کله ژوند نه بایلي،
بلکې یوازې د ژوند خوند ترې پاتې شي.
۲۰۲۶ ته ځم…
له زخمي زړه سره، خو لا روان یم.
✍️
: علیزی
زه د خپل ډېر ژور احساس له امله، حتا د بېروحه شيانو احساسات هم اټکلولی شم.
2025 کال اخري ليکنه او عکس