پښتو شعرونه او ټپې 💎
دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤ هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ 🔝 🇦🇫 🔄 شخصی رابطه 🔄 @KHAN_SAFI_001
Подписчики
8 230
24 часа
20
30 дней
-220
Просмотры
199
ER
2,21%
Посты (30д)
136
Символов в посте
148
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Религия и духовность
Пол аудитории
Женский
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Языковое обучение
Краткое описание
April 26, 19:22
زما خوب نن شپه په سفرونو تللی دی
April 26, 19:21
د چا سترګې خوبولې
انتظار شوګير خوړلې
April 26, 18:52
تر ځان په عمر شل کاله واړه ته ناسته وه
د تېر انقلاب کونډه وه لېوره ته ناسته وه
هم ناسته وه پر بنو هم زاړه ته ناسته وه
خو دا چې پښتنه وه پښتانه ته ناسته وه
د کلي ناروغانې نارینه ډاکټر ته تللې
ډاکټره یې واده وه تناره ته ناسته وه
منم د غریب لور ته خدای ښه حسن و ورکړی
خو دادی چې بدبخته وه ړانده ته ناسته وه
د مینې په ګناه قیس په تختې د دار ولاړ و
لیلا هلته ناهيلې دېواله ته ناسته وه
قیس هاشمي
✍️
April 25, 17:18
او او واپس درته راغلی یمه
نه کیږي بس درته راغلی یمه
ښه په اودس راسره وغږیږه
ښه په اودس درته راغلی یمه
لږ مي په غیږې پورې کلک ونیسه
کلونه پس درته راغلی یمه
لکه د غره پشانتې دروند سړی یم
لکه د خس درته راغلی یمه
یه مـ.ـلاجانه دروازه پورې که
ډک له حوس درته راغلی یمه
افسر مـ.ـلاجان