
💝مظلوم تڪل یــــار 🌸
💝
مظلوم تڪل یــــار
🌸
pinned Deleted message
ژوند لکه دمصر دیوسف غوندي
کَړی انتظار مې دیعقوب پشان
خبیب ملا
کیسه به ورانه له زړکې وه چابه نه منله
ځه مونګه مینه الهاهې وه چابه نه منله
غره او راغه کي موهم ژونددملنګۍ کولو
زمونږ عجیبه پاچاهې وه چابه نه منله
شپه شبګیره ورځ ددوښمن په انتظاراوکمین
زمونږ بیا داسي زندګې وه چابه نه منله
دبست چوکۍ منصب غم به نه وو
دحق کي لاري پیروې وه چابه نه منله
زه چې درتلمه تر دیاره دچینار سوري ته
زما خو هلته عشوقې وه چابه نه منله
میني باور اوملګرتیابه هلته بیل خوند کاوو
مینه مو هم انقلابې وه چابه نه منله
خُبیبه هرڅه موکول دي رب رضاپه خاطر
بس د سرونو قربانې وه چابه نه منله
خُبیب ملا
غزل.
ما ورته وکړلو اظهار دمینې
لالي هم وکړلو انکار مینې
دیاردحُسن قیمت لوړ ؤ قربان
ځکه راتیرشوم له بازار دمینې
ماتیری نه ښه خاطره نه درلودَ
ځکه مې پریښودکاراوبار دمینې
داچې خاموشه بې سکونه یمه
ماخو هیڅ وُنه لیده قرار دمینې
دسرشندنې قربانۍ په وخت کې
ورتلو په خوند ان تر انګار دمینې
خُبیبه څه ترخه وختونه تیرشُو
ځکه وس لیکمه اشعار دمینې
خبیب ملا
کرامت یې یو مئین ته وي معلوم
یو دیدن څومره سکون وربښي زړه ته
یاد دي هم لکه شپونکی غوندي یارکه
چي ماښام شي رسوي ځان وه کاله ته
ستا خُبیب ملا دزړه په رنځ اخته ده
هیـڅ دوا هم کټه نه کوي وه ده ته
خُبیب ملا
له باور او اعتماد ورسته خُبیبه
په څو واره مې په زړه غشې خوړلې
خبیب ملا
💔
ساده ترنم
په تلو سره دي یاره مروره شوله ماته
ترنم محترم مولوي ياسرصاب
بدرګه محترم مولوي محمدولي وقادصاب
شعر خُبيب ملا
په کتابونو کې څه نشته!
په تورو سترګوکې پراته دې ټول رازونه
انتظار؛
له لمر خاته تر لمر لويده انتظار
چا دومره کړی وو له زړه انتظار
څوک به لیواله وو دچا راتلو ته
دچا بیا نیت وو تر هغه انتظار
چـاپه کلـونو شبګیرې کړي وې
یوڅوک عدت وو پر اوږده انتظار
هرڅوک په تمه وو یوچاته پیره
هیچاهم نه کاوو بې څه انتظار
یوچاپه هرڅه کې دوکې خوړلي
یوچا کاوو تر بيلتانه انتظار
خُبیبه هرڅه په روغ زړه کیدلو
په مات زړه نه کیدلو ښه انتظار
خُبیب ملا
د ازادۍ خبرې کیږې
زه دلالي مزار ته ډیر وژړیدمه
خُبیب ملا
😥