
فکرِستان
څوک چې تاسو ته څنګه ښکاري یا څه ډول ځان ښکاره کوي ممکن هغسې نۀ وي.
خلک ډېر کله واقعي حالت او دردونه له نورو پټ
ساتي.
انسانان ډېر وروسته پوهیږي چې د ارام او سکون لپاره چې یې څۀ غوښتل په اصل کې همهاغه د دوی د سرګردانۍ او نا ارامۍ لامل ول.
ستا هېڅ درد او غم ستا غوندې بل څوک نۀ کړولی شي او نۀ یې په کیسه کې دی، نو د خپلو ستونزو لپاره په خپله حللارې پیدا کړئ.
انسانان اړ دي چې د تفاهم لپاره یو بل ته غوږ شي او درناوی سره ولري.
د ښځې او خاوند تفاهم د کور ټولې ستونزې حل کوي.
د انسانانو تر ټولو خطرناک خوی دادی چې هر چا ته خپل باور او فکر سم ښکاري.
✍
پاولو
یوه ښه خبره:
آلفرد آدلر مشهور اتریشي روانپوه به خپلو غمجنو ناروغانو ته ویل چې: که چیرې دا نسخه عملي کړئ، د ۱۴ ورځو په موده کې به حتمن روغ او ښاد شئ.
هره ورځ په دې فکر وکړئ چې څنګه یو بل څوک خوشالوی شئ. ځکه که د نورو په خوشالولو فکر کوئ، ځان مو هیریږي. د غمجنۍ یو لوی لامل د ځان په باره کې منفي فکر کول دي.
د نورو خوشالول یواځې په شتمنۍ پورې اړونده نده. یوه مهربانه خبره هم د نورو د خوښۍ سبب کیدای شي. پغمبر، ښه خبره صدقه بولي. داسې صدقه چې تا هم خوشالوی شي.
آدلر وایی چې د انسانانو خوښي له یوه و بل سره تړلې ده.
سیف خوستی
انسان په امیدونو ژوندی دی
خو امیدونه چې ډېر اوږده شي
په خاموشو قاتلانو بدلیږي.
البر کامو
ښځې باید ورو په غېږ کې واخیستل شي؛
هغوی ژوند کې خپلې مینې ته د رسېدلو لپاره دومره انتظار کړی،
چې تنهائي ئې په ټول وجود کې درزونه کړي!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژمنه
تاسو بد انسان بلکول نه یاست، بلکي یو ډېر ښه انسان یاست کوم چي ور سره ډېر بد برخورد سوی دی.
راولنګ
ژباړه: شُبیر
د کمزورو ارادو خلک معجزو او حیرانوونکو پېښو ته په تمه وي، خو د قوي ارادو کسان پخپله معجزې ته ورته او حیرانوونکي کارونه ترسره کوي.
✍
روسو
🖋
ژباړه: تفکر