
شعور
نور د پټولو څه نه دي پاتې.
په رښتیا ستړی او ځورېدلی یم.
ځینې دردونه غږ نه لري، خو له انسانه هره ورځ یو څه اخلي.
ما ډېر وخت فکر کاوه چې لا قوي یم، خو حقیقت دا و چې ورو ورو ماتېدم.
✏️
: عليزي
زما وطن
زما وطن زما زخم
د تاریخ په زړو پاڼو کې یو هیر شوی نوم
د ستړو زړونو یوه چيغه چې لا يې هم ساه په نيمه کې بنده ده.
زما وطن زما اوښکه
د یو مسافر د شونډو خاموشه غزل
د ستورو ترمنځ د ستړې شیبې فریاد.
زما وطن زما شپه
د غزلونو بې وزله بڼه
د زړونو په خوږو کې تسلیم شوی یو یاد.
زما وطن
د وینو پر کاغذ لیکل شوی سرود
زما زخم او زما دردوونکی ترانه.
#محمود_درويش
یوه بنګالۍ ښځه چې یو برتانوی سوداګر پر خپل شا باندې لېږدوي …
دا عکس په ۱۹۰۳ زېږدیز کال کې اخیستل شوی، کوم مهال چې پر هندي نیمې وچې باندې د برتانیا د ښکېلاک (استعمار) په اوج کې وه.
دا یوازې یو عکس نه دی… بلکې د هر هغه چا پر مخ یوه سخته څپېړه (طماچه) ده چې د «لوېدیځ تمدن» ستاینه کوي.
دا د استعمار هغه اصلي څېره ده چې لا هم د تاریخ په کتابونو کې ښکلې ښودل کېږي.
✍🏽
: ښځه اؤ ټولنه
۱۷۳۲ ورځې کیږي
زموږ د وطن لوڼو ته د تعلیم نه علاوه د هر کار اجازه شته
✍🏽
: ښځه اؤ ټولنه
زه ژوند کوم
د دې لپاره چې دا بار ژر تر ژره تر منزله ورسوم، نه د دې لپاره چې له ژوند سره مینه لرم.
فروغ فرخزاد
✍🏽
«» ښځه اؤ ټولنه
*په ژوند کې ځینې وختونه مو بايد ياد وي چې هر څه په جنګېدو نه ارزي، ځينې جنګونه مو يوازې وخت، انرژي او سکون اخلي، پرته له دې چې کومه ارزښتمنه پايله ولري. هوښيارتيا دا ده چې پوه شو، چېرته بايد ودرېږو او چېرته په ارام له ميدانه بهر شو.*
*ځينې وختونه تېرېدل او پرېښودل، د کمزورتيا نښه نه، بلکې پياوړتيا وي او موږ په هغه لور روانوي چې په رښتيا هم ارزښتمن وي.
یو وخت له مصري ناول لیکونکي، د نوبل جایزې ګټونکي لیکوال نجیب محفوظ څخه د ژوند په وروستیو ورځو کې چا پوښتنه وکړه:
د ژوند په دې اوږده سفر کې به په څه پښېمانه یې؟
نجیب محفوظ جواب ورکړ: په ژوند کې له هیڅ شي هم پښېمانه نه یم، خو په زړه کې د هغو شېبو لپاره درد لرم، چې د خپلو هیلو سره مې په انکار تېري کړي دي، یوازې له دې ویرې چې خلک
به څه وایي!
🖋️
: ښځه او ټولنه
https://t.me/Fikri_inqilab
https://t.me/ASNDPMedia/285
هر غم، هر خفګان، هر نا امیدي
یوازې د تقدیر یا اتفاق پایله نه ده؛
دا د خلکو د ناسم تعامل، د سپکو خبرو او بېتوجهي محصول دی.
🖌️
: عليزي