
پشتو شعرونه
The account of the user that owns this channel has been inactive for the last 5 months. If it remains inactive in the next 20 days, that account will self-destruct and this channel may no longer have an owner.
The account of the user that owns this channel has been inactive for the last 11 months. If it remains inactive in the next 28 days, that account will self-destruct and this channel may no longer have an owner.
د زهرو په قیمت باندې نیلام شومه که نه شوم
لالیه محبت کې دې بدنام شومه که نه شوم
چې ته له خپل ښایسته توېدې لکه شراب
په ځان کې مې راټوله کړلې جام شومه که نه شوم
ما ویل که غاړه راکړې نو یله به لږ ویده شم
چې وصل دې رامنځته که ارام شومه که نه شوم
له زلفو مې خطر کېده ما ځکه ټولولې
تا ولیده چې بند په دغه دام شومه که نه شوم
چې شوق مې د ټوپک وو ګردنۍ مې ګرځوله
پښتون ومه له سره قتل عام شومه که نه شوم
نه یار شته نه مې یار له زړه نه ووتو حیران یم
بلاله چې د عشق کار کې ناکام شومه که نه شوم؟
دي زړه کي نور څه نشته ټول غمونه د جانان دي
کنډر کنډر چي پروت دي دا کارونه د جانان دي
ټوټې ټوټي یی ګوری په هر ځای کي غورزيدلي
په هره ټوټه ګوري تصویرونه د جانان دي
کم درد کم یو ستم کم کم پرهر يي درته وخیم
غنم غوندي چاودلي ټول ظلمونه د جانان دي
د ميني محبت کي خو همدغه تحفه بس ده
ستا خپل غزل خو نشته غزلونه د جانان دي
په چیغو چیغو ژاړي په ژړا کي راته وایي
صنم شھزادی خیردي دا نازونه د جانان دي
❤️
❤️
❤️
❤️
لحظه لحظه مې وژنې د شيرينو سترګــــــو ياده
د زلفو غـــــــر ته ودرېږم او چـــــغې کړم فرهاده
د څومره پرهرونو پرده پوش مـــــــې يې همرازه
د څـــــومره پرهرونو راز مې وسپــــــړې فريـاده
د مينې تقدس مې بې منصوره چـــــــرته مه شه
په خپله لوپټه مـــــــې ســــــترګې وتــړه جلاده
د کـومې اژدهــا ذهر دي مړه کړم په وجود کــــې
د کومې اژدهـــــــــــا خوله درنه اوباســم هيواده
چې پيغلې عطربويه غيږ راځي دروېش روښانه
په ټول وطن مې خور کړه د جانان د زلـفو باده
❤️
❤️
❤️
❤️