Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

ډيالوګونه

pashto_dialogues
دلته ته دې ژوند رازونه موندلي شي https://t.me/joinchat/AAAAAEWUkoWgAOhaQD2T8A
Подписчики
9 921
24 часа
-4
30 дней
-79
Просмотры
421
ER
4,24%
Посты (30д)
110
Символов в посте
869
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Развлечения и медиа
Пол аудитории
Женский
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Образ жизни и услуги
Краткое описание
July 28, 17:09
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

ما په کیمیا کې لوستي وو چې د ځمکې پر مخ تر ټولو قیمتي فلز پلاټینیم دی…
بیا مې ته ولیدې، او یقین مې راغی چې کتابونه څومره دروغو او فرضي تصوراتو باندې ولاړ وي…
😒
❤️
ډیالوګ

July 28, 17:08
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

July 28, 17:08

د واده درې کاله تېر شوي وو.
یوه ورځ خواښې خپله نږور ځان ته کښېنوله او په نرم غږ یې وپوښتل لورې یوه خبره مې نه ده درک کړې/نه پوهیږم، کله کله درته سخته خبره هم وکړم، یا دې ورټم، خو ته نه ځواب راکوې، نه خپه کېږې، یوازې موسکا کوې. ولې؟
نږور په شونډو نرمه موسکا خپره شوه، لکه د پخوانیو یادونو یوه دروازه چې پرانیستل شوې وي هغې وویل: مورجانې د دې تر شا یوه کیسه ده…
بیا ورو ورو د خپل ماشومتوب په خاطرو کې ورکه شوه وویل کله چې ماشومه وم، ډېر وخت به مې ګومان کاوه چې ښايي زما مور، زما اصلي مور نه وي. ځکه د کور نږدې ټول کارونه به یې راته سپارل، که به مې لږه تېروتنه وکړه، رټنه به مې واورېده او کله ناکله به یې سزا هم راکوله، زه ترې وېرېدم، خو ورسره مې مینه هم لرله، نو هېڅکله مې په زړه کې ګیله ونه ساتله، له ښوونځي څخه به ستړې کور ته راغلم، لږ به مې استراحت وکړ، بیا به بېرته د کور په کارونو بوخته شوم، وروسته چې وروڼو مې ودونه وکړل او اینګورانې راغلې، د دې پر ځای چې کارونه مې کم شي، لا زیات شول. مور به مې تل ویل: لورې دا کار هم ته وکړه، هېڅ خبره نه ده او یوه جمله یې تل تکراروله، چې هغه وخت به راته ډېره بده ښکارېده سبا چې د خپل مېړه کور ته ولاړه شې، هلته به درته هېڅ کار ستونزمن نه وي.
زه به په زړه کې ترې خپه کېدم…
خو د واده نه دوه ورځې مخکې، مور مې ځان ته کښېنولم. په ډېرې مینې یې راته وویل لورې تر نن پورې زه ستا خواښې وم، ما له وړاندې در زده کړل چې خواښې څنګه وي، خو له نن څخه وروسته زه یوازې ستا مور یم، کله چې د مېړه کور ته ولاړه شې او خواښې دې څه درته ووایي، داسې یې وګڼه لکه ستا خپله مور دې چې نصیحت کوي یا درته وایې
نږور د مینې په سترګو خپلې خواښې ته وکتل او ویې ویل: مورجانې همدا لامل دی چې ستاسې هېڅ خبره راباندې بده نه لګېږي، ځکه زما مور له وړاندې د دې اړیکې مانا را زده کړې وه او رښتیا ووایم، تاسې خو هومره هم نه راباندې غوسه کېږئ، لکه زما مور چې کېدله!
دا یې وویل، موسکا یې وکړه او پخلنځي ته ولاړه، خواښې هماغسې ناسته پاتې شوه او په فکر کې ډوبه شوه ایا رښتیا هم باید لوڼې همداسې وروزل شي، که د مینې او تفاهم بله هم کومه لاره شته؟
الله تعالی دې زموږ ټولو لوڼو ته ښه نصیب، پوهه، متقابل درناوی او له مینې ډکې کورنۍ ور په برخه کړي(امین).
ډیالوګ

July 28, 09:17

بېچاره سړي:
که ډېر کار وکړي، ښځه یې وايي: زما لپاره خو هېڅ وخت نه لرې.
که وخت ورکړي، ښځه یې وايي: ته خو هېڅ کار نه لرې.
که په ښځه لاس پورته کړي، ظالم بلل کېږي.
که له ښځې څخه ځان لرې کړي، بزدل بلل کېږي/خوند نه ورکوي.
که د ښځې مخې ته روان وي، فرعون بلل کېږي.
که د ښځې شاته روان وي، مرید/ښځې سپی بلل کېږي.
که له کوره بهر ډېر وي، بې غمه بلل کېږي.
که په کور کې پاتې شي، بېکاره بلل کېږي.
که اولادونه وډاروي او ښه خوي ورته ښایې، نو سخت‌ګیر/ظالم بلل کېږي.
که د ماشومانو سره نرم رویه وکړي، وايي: ډېر یې نازوي دا ښه نه دی.
که سختي ورسره وکړي، وايي: مینه نه ورسره لري/ذخت یې دی.
که یې پرېږدي، بې‌پروا بلل کېږي.
که ژر کور ته راشي، وايي نور کار نه لري.
که ناوخته راشي، وايي کور ته پام نه کوي.
که ډېرې خبرې وکړي، وايي ډېر غږېږي.
که چوپ پاتې شي، وايي هېڅ احساس نه لري.
که د ښځې نجونو ملګرو ته احترام وکړي، وايي: ډېر ور نږدې کېږي.
که فاصله وساتي وايي: زما ملګرو ته ارزښت نه ورکوي.
نو آخر دا بېچاره سړی څه وکړې چېرته لاړ شي، که ښځې حبره ومې نو خلک یې د ښځې سپی بولي.
ډیالوګ

July 27, 18:17

له والدینو یوه کوچنۍ هیله
خپلې ځوانې او بالغې لوڼې هر چاته، کوڅو کې، دوکانونو او نورو کورونو ته مه لیږئ ځکه په دې مرداره ټولنه کې نارینه لږ او لیوان ډیر دي.
🙏
😭
ډیالوګ

July 27, 16:29

که څوک د ژوند د ملګري په ټاکلو کې بې‌احتیاطي وکړي، دوه انسانان بدمرغه کوي.
(محمد حجازي)
ډیالوګ

July 27, 16:27
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

غوسه راتلل د مجرد سړي نښه ده، خو غوسه تېرول او زغمل د واده شوي سړي نښه ده!
😂
🤪
ډیالوګ

July 27, 12:25

پر ښځه د بندیزونو لګولو هېڅ ګټه نشته.
که ښځه د خیانت هوډ وکړي، نو دومره توان لري چې خیانت وکړي؛ که څه هم په څلوېښتو دېوالونو کې بنده کړل شي.
خو کله چې ښځه له یوه سړي سره صادقه او وفاداره وي، نو میلیونونه نارینه هم نه شي کولای هغه وغولوي او له خپلې وفادارۍ یې واړوي.
ډیالوګ

July 26, 17:05

هغه شپه مې لومړی ځل په ارام زړه فکر وکړ رښتیا هم…
نو پوه شوم زړه مې سکون واخستو ، چې خدای به یې بدیل راکړې
که خدمت یوازې د بدلې لپاره وي، نو سوداګري ده.

July 26, 17:04

ما لس کاله د خپل خسر خدمت وکړ… د هغه د ژوند په وروستیو شېبو کې مې هم اوبه ورکړې، خو چې وصیت خلاص شو، زما نوم پکې هېڅ نه و…
🥀
💔
زما نوم نسرین ده او ژوند ما ته یوه خبره ډېره ناوخته را زده کړه.
کله کله انسان د هغو خلکو لپاره خپل ټول ژوند وقف کړي، خو د هغوی په زړونو کې ورته هغه ځای نه وي چې دی یې هیله لري.
💔
زما واده په یوه منځني کورنۍ کې شوی و، مېړه مې ښه انسان و، زحمتکښ و، خو د کار له امله به ډېر وخت له ښاره بهر و.
په کور کې به زیات وخت یوازې زه او زما خوښي او خسر وو، د مېړه ورورنه له موږ جدا وو، خویندې هم ټولې واده وي
د واده په لومړیو کې به ډېره وېرېدم، د هرې نوې ناوې په شان ما هم فکر کاوه چې نه پوهېږم خواښه به مې څنګه وي او خسر به مې څنګه وي د کور خلک به څنګه وي او ژوند به مې کوم لوري ته ځي.
😔
خو زما د خواښې/خسر چلند په پیل کې ډېر ښه و.
هغې به زه “لورې” بللم، او زه به په زړه کې خوشحاله شوم چې ګوندې رښتیا مې د مور په شان مینه پیدا کړې ده.
❤️
وخت تېر شو، د کور مسؤلیتونه زیات شول، بیا یوه ورځ مو خواښې وفات شو.
له هغې ورځې وروسته داسې ښکاره شوه چې د کور ټول مسؤلیتونه زما پر اوږو شول.
💔
خسر مې ډېره ناروغه کېدله، کله به شکر لوړ شو، کله به د وینې فشار.
کله به د شپې ناڅاپه ناروغ شو او مه به یې نیمه شپه روغتون ته وړلو کلي روغتون ته ځکه نور څوک به نه وو نو خاوند مې هم له کوره بهر وو.
زما خپل دوه واړه ماشومان وو، د کور لګښتونه وو، د مېړه نشتوالی و.
خو ما هېڅکله فکر ونه کړ چې دا زما مسؤلیت نه دی.
😢
سهار به مې ماشومان تیارول، بیا به مې خسر ته درمل ورکول.
خواړه به مې تیارول، کور به مې سمبالاوه او د شپې به مې د هغې پښې موښلې.
💔
ډېر ځله به خپله هم ناروغه وم، تبه به مې وه او بدن به مې درد کاوه، خو که خسر ته به دوا ورکول کول بیا مز هم سم پورته کولو .
خپلوانو به ویل: نسرین، ته ډېر څه کوې.
نن سبا څوک دومره خدمت نه کوي؟
😔
خو زه به یوازې موسکۍ شوم، ځکه ما خدمت د کومې بدلې لپاره نه کاوه، ما فکر کاوه چې همدا د اړیکو اصلي ښکلا ده.
❤️
کلونه تېر شول، یو، دوه، پنځه، او بیا پوره لس کاله، په دې موده کې خسر مې خپلې لوڼې هم لرلې.
هغوی به د اختر پر مهال راتلې، کله به د خوښۍ په مناسبت راتلې.
څو ساعته به کښېناستې او بېرته به تللې.
😢
خو د ناروغۍ شپې، روغتون ته تګ راتګ او د درملو ورکړه تل زما برخه وې.
💔
یوه ورځ مې خسر د زړه ټکاڼ وشو/زړه حمله پرې راغلله، ډاکټر وویل حالت یې نازک دی، هغه شپه زه تل د هغه د سر تر څنګ ناسته وم.
د شپې درې بجې یې په کمزورې غږ وویل: اوبه راکړه، ما په خپلو لاسونو اوبه ورکړې او لاس مې د هغې پر تندي کېښود.
😭
د هغې له سترګو اوښکې روانې شوې، زما لاس یې ونیو او ډېر وخت یې څه ونه ویل.
💔
ما فکر وکړ چې شاید هغې زما د مینې احساس کړی وي، شاید اوس پوه شوې وي چې ما د هغې لپاره څه کړي دي ځکه په ژوند یې هم زما ستاینه ونکړه.
څو ورځې وروسته هغه وفات شو، په کور کې ماتم شو، هر ځای د ژړا غږونه وو او زه په یوه کونج کې داسې ژړلم لکه خپله پلار مې چې له لاسه ورکړې وي.
😭
جنازه وشوه، فاتحه وشوه، ورو ورو ژوند عادي حالت ته راوګرځېد.
💔
یوه ورځ ټول کورواله راټول وو، د وصیت لوستلو او عملي کولو لپاره
ما هېڅکله د وصیت په اړه فکر نه و کړی، باور مې و چې زما نوم به وي یا نه وي، هېڅ فرق نه کوي، ما خو خدمت له زړه کړی و.
وصیت خلاص شو، کور، ځمکه، ګاڼه او نور توکي د هر څه وېش پکې لیکل شوی و.
💔
د لوڼو نومونه وو، د زامنو نومونه وو، حتی د لرې خپلوانو نومونه هم وو.
زه غلې ناسته وم، او بیا وصیت پای ته ورسېد.
زما نوم هېڅ ځای نه و، حتی یو ځل هم نه.
💔
ټول خلک په خپلو خبرو بوخت شول، خو ما داسې احساس وکړ لکه د غوږونو شور مې بند شوی وي، زه غلې پورته شوم، خپلې خونې ته لاړم او دروازه مې وتړله.
😭
د لومړي ځل لپاره مې د لسو کلونو ستړیا یو ځای احساس کړه، زړه مې هر ډول پوښتنه کولي ایا رښتیا زما هېڅ ارزښت نه و؟
💔
ایا زه یوازې د خدمت لپاره وم، ایا د لسو کلونو ویښې شپې هېڅ قیمت نه درلود، ډېر مې وژړل، شاید د خسر د مړینې له امله نه…
بلکې د خپلو هیلو د ماتېدو له امله، هماغه شپه مېړه مې راغی زما په سترګو کې یې اوښکې ولیدې.
چوپ زما ترڅنګ کښېناست، له ډېر ځنډ وروسته یې وویل: ته پوهېږې، پلار مې په وروستیو ورځو کې ماته څه وویل؟
ما سر وخوځاوه، د اورېدو توان مې هم نه درلود.
😔
هغه په ژړغوني غږ وویل: پلار مې وویل: که نسرین نه وای، زه به ښایي څو کاله مخکې مړ شوې وای، هغه زموږ کور ناوې نه ده، له لور څخه هم راته ګرانه ده.
💔
زما اوښکې بیا روانې شوې، خو دا ځل د بل احساس له امله وې، مېړه مې زما لاس ونیو او ویې ویل په وصیت کې د نوم نه شتون ستا ارزښت نه کموي.
ځینې خلک مال او جایداد پرېږدي او ځینې دعاوې.