
ارواپوهنه/Psychology
راځئ چې په پراخ زړه هغه کسان هېر کړو چې ونه توانېدل له موږ سره مینه وکړي.
پابلوو ميرودا
🍂
د نړۍ د ښایسته ښځو له منځه ترکیې هېواد د ښایسته ښځو په درلودلو سره لومړۍ مقام خپل کړ٫ دوهم برازیل٫ پاکستان اتلسم او افغانستان پکې نه شته.
معلومات
🍂
څوک چې له بېخي ډېرې پوهې سره سره خپل ځان پوه ګڼي، تر ټولو ناپوه دی!
هڅونه
🍁
مور یې مړه شوه، د غسل ورکولو وخت کې یې لور مالوچو پسې لاړه ترڅو یې غوږ کې ورکیږدي چې یو ناڅاپه یې له خولې چیغه ووته؛ مورې مالوچ چېرې دي؟
#
روز_مادر
که تاسو خپلې میرمنې سره زور زياتی کوئ؛ نو هغه خامخا خپلې مور ته کیسه کوي او مور يې ځوریږي. که تاسې چا سره دوکه کوئ او تاواني کوئ یې؛ نو هغه کور کې نکل کوي او مور يې پریشانه کیږي. که تاسو یو چا سره ظلم کوئ، ژوند يې خرابوئ، بر ناحقه یې له کاره محروموئ، د رزق ګټلو لاره يې تړئ، رشوت ترې اخلئ، تاواني کوئ یې او ...! نو دا کیسې خامخا کور کې کېږي او مور ورته بې حده ځوریږي. ښه، د مور د ورځې لمانځل دا نه دي چې د خپلې مور لاسونه ښکل کړئ، په فضيلت یې تقریر وکړئ او یا یې په اړه کوم پوسټ وکړئ. د مور قدر او نمانځنه دا ده چې په هېڅ صورت، بر ناحقه د هیڅ مور د پریشانۍ لامل نشئ . هره مور په سینه کې زړه لري
او ماتول یې نه دي په کار.
ټولو مېندو، خصوصاً چې شریف، عاطفه لروونکې، پاک او بې ضرره اولادونه یې روزلي، سلامونه، درناوی او مينه!
🤍
ᴍᴏᴛʜᴇʀ's ᴅᴀʏ
💐
✨
کله ناکله موږ خلکو ته د هغه کلمو ډاډ
ورکوو چې، موږ ورته اړتیا لرو.
هڅونه
🍁
انسان چې چېرته ناروغ شي،
هلته نه رغېږي!
اروین دیالوم
🍂
که اراده قوي وي، نو هېڅ بار دروند نه وي کوچنی وجود هم لوی کارونه ترسره کولای شي ځکه چې بريا د ځواک نتيجه نه بلکې د نه ستړي کيدونکي هڅو نتيجه ده
.
Heaven
🍁
ځينې خلک د تاريخ لوستل خوښوي، او ځينې خلک داسې ژوند کوي چې تاريخ يې وليکي!
هڅونه
🍁