Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

فیلسوف🖤

pialasop2000
تور زړه 🖤 ژوند په ما تجربې وکړې ما په ژوند 🎩
Подписчики
5 217
24 часа
7
30 дней
54
Просмотры
682
ER
13,07%
Посты (30д)
16
Символов в посте
419
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Психология
Пол аудитории
Женский
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Психология и консультация
Краткое описание
October 23, 08:16

خلک د خپګان او رواني ستونزو ډرامه نه کوي
هغوی د ښه او روغ ښکاره کېدو ډرامه کوي دا خبره تل په یاد ولرئ.
له خپل شاوخوا خلکو سره په نرمه خواخوږې او مهربانه توګه چلند وکړئ
ځکه هر انسان ښايي له داسې یوې جګړې سره لاس او ګرېوان وي چې تاسې یې نه وینئ.
نو د خلکو له ظاهره مه قضاوت کوی کېدای شي د هرې موسکا تر شا یوه پټه مبارزه روانه وي.
نن مو د دعا محتاج یم …..

October 21, 11:05

هر څومره چې یو انسان ځان پیاوړی او ځواکمن ښکاره کړي بیا هم د هغه په ژوند کې داسې یوه شېبه راځي چې د بل انسان مرستې او شتون ته اړتیا پیدا کوي.
#فیلسوف
#ع_د

October 20, 07:25

‏پر خپل ځان تر ټولو لوی ظلم دا دی چې پر یو چا دومره مسلط شې تر دې چې هغه له تا د تېښتې لپاره په پلمو او دروغو پسې شي.
‏له حده زیاته پاملرنه او نښلېدنه هم خلک ستړي او زړه‌توري کوي.
‏لکه څنګه چې ګل یوازې د وچکالۍ له امله نه بلکې د ډېرې اوبه کولو له امله هم مړاوې کېږي.
#فیلسوف
#ع_د

October 19, 11:09

د هر څه په اړه فکر کوه خو داسې نه چې د هرې خبرې په اړه خپل نظر څرګندول اړین دي.
خپل شاوخوا نړۍ ته وګوره زده کړه ترې وکړه او درک یې کړه خو په یاد ولره چې هر فکر ژبې ته راوړل ضروري نه دي. ځینې وختونه چوپتیا او ژوره سوچ د ډېرو خبرو څخه زیات ځواک لري او ستا سکون د هرې بحث ګټلو څخه ډېر ارزښت لري.
#فیلسوف

October 17, 06:43

خلک اکثر د نورو د ژوند په چارو کې ځکه بوخت وي، چې خپله د خپل ژوند د مصروف ساتلو لپاره نه کوم هدف لري، نه کومه موخه، نه داسې کومه لاسته راوړنه چې د هغې لپاره هڅه وکړي او نه هم کومه مشغولا چې خپل وخت پرې ډک کړي. په همدې ډول دوی خپله انرژي د نورو د ژوند څارلو کې ضایع کوي، او پایله یې یوازې کموالی او محرومیت وي.
خو که دوی خپله انرژي پر ځان ولګوي او خپل ذات ته پام وکړي، نو کولای شي په خپل ژوند کې تر ټولو غوره پایلې ترلاسه کړي.
#فیلسوف
#ع_د

October 15, 07:18

🧠
د ارواپوهنې له نظره!
انسان هغه وخت ذهني سکون مومي چې د هر څه د کنټرول هڅه پرېږدي د هر چا د خوښولو پر ځای ځان وپېژني د تېر وخت پر ځای له حاله خوند واخلی او د نورو د چلند پر ځای خپل غبرګونونه اداره کړي.
په یاد ولری د ژوند ښکلا په دې کې نه ده چې هر څه ستا د خوښې مطابق وي بلکې په دې کې ده چې ته د هر حالت پر وړاندې خپل تعادل وساتلی شې.
#فیلسوف
ع_د

October 13, 11:44

سیندونه خپلې اوبه نه څښي او ونې خپله مېوه نه خوري.
لمر د خپل ځان لپاره نه ځلېږي او ګلان هم خپله خوشبويي د ځان لپاره نه خپروي.
د نورو لپاره ژوند کول د طبیعت یو قانون دی.
ژوند هغه وخت ښه وي چې ته خوشحاله یې، خو ډېر ښکلی هغه وخت وي چې نور خلک ستا له امله خوشحاله وي.
#فیلسوف
ع_د

October 12, 12:54
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

تر ټولو خوندور خو ارامه راز
ارواپوهنه وايي که غواړې ذهني سکون ومومي نو د هر څه د ثابتولو او له هر چا سره د بحث کولو خوی پرېږده
موږ ډېر کله خپل ډېر انرژي او وخت پر دې ضایع کوو چې نورو ته ثابت کړو موږ سم یو یا د نورو په ناسم فکر خپل مزاج خراب کړو.
د سکون درې زرین اصول
خپله انرژي وساتئ د هر غبرګون ښودل لازمي نه دي کله کله خاموشي تر ټولو غښتلې ځواب وي.
له ځان سره شفقت وکړئ که بېګاه مو خطا کړې وي نن ځان ته بښنه وکړه. انسان له خطا جوړ دی.
په نا اړینو چارو کې مه ننوځئ هغه څه چې ستاسو پر واک کې نه دي تشوېش پرې کول یې يوازې ستاسو ذهن ستړی کوي.
ارواپوهنیزه نکته حقیقت دا دی چې ستا ذهني آرامښت تر هر څه او هر چا مهم دی خپله توجه له نورو څخه خپل ځان ته واړوه!
#فیلسوف
#ع_د

October 11, 14:42
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

خپل ځان ته د بخښنې وړتیا ورکړئ!
ډېر وختونه موږ خپل ځان ته تر ټولو سختې محکمې جوړې کړو هره تېروتنه ناکامي یا تېر تصمیم په زړه کې ساتو او هر ځل یې ځان ته یادوو خو حقیقت دا دی چې
تاسو هغه څوک نه یاست چې تېر کال یا تېره میاشت وو تاسو د هغو تجربو له لارې وده کړې چې تېرې شوې دي
د ارواپوهنې (روانپوهنې) له مخې ځان ته بخښنه کول د شخصي ودې او رواني آرامۍ لومړی او تر ټولو مهم ګام دی کله چې تاسو په خپل ځان د تېرو تېروتنو له امله سخت نه اوسئ ستاسو ذهن د لا ډېر سکنۍ نویو فرصتونو او روښانه راتلونکي لپاره ځای پیدا کوي
نن له ځانه وپوښتئ
ایا زه نور کولای شم دا دروند بار له ځانه سره ولېږدم؟
ایا وخت نه دی رسېدلی چې د تېر په پرتله په اوسني ځان باور وکړم؟
ارام اوسئ ځان وپیژنئ او خپل ځان ته د یو ښه ملګري په سترګه وګورئ.
#فیلسوف
#ع_د

October 10, 08:58
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

ولې د هر چا د خوښولو هڅه مو ارام وژني؟
کله دې فکر کړی چې ولې هر څومره زیار باسې بیا هم ټول خلک درسره خوشحاله نه دي؟
زیاتره وخت موږ خپله خوښي د نورو په تایید او رضایت کې لټوو خو سقراط کلونه وړاندې یوه طلایي باوري خبره کړې وه
د ناکامۍ ټینګه او ډاډمنه لاره دا ده چې د هر چا د خوښولو هڅه وکړې
د لوبې اصل خورا ساده دی
د خلکو افکار او نظرونه ستاسو په واک کې نه دي
کله چې خپل ارزښت د نورو د نظر تابع کوې خپل ذهن دې بل ته په پور ورکړی دی
نننۍ ټولنې ته د تطبیق لاره لږ څه داسی ده کله چې د چا ناپوهه نیوکه یا بې‌ ځایه پوښتنه درسېږي له ځانه وپوښتئ ایا د دې کس نظر زما له خپلو اصولو او ارزشونو څخه ډېر مهم دی؟
د خپل ژوند لیکوال خپله شئ نه د نورو د نظرونو لوستونکی
#فیلسوف
#ع_د