
پښتو شعرونه💎
کله چې نجلۍ ته په مرکه ځئ،
یو ځل خپل زوی ته هم ګورئ!
چې دهغې جلۍ وړ ده یانه!!
😒
🫠
https://chat.whatsapp.com/HItBXrjc6qKGiv227vt1lk
ژونده که زما واک کې وای سپی به دې نامه وه
لرې به له ډيرو انسانانو کرځيدې
که باغي یمه صوفیانو ! یو دې داسې هم پکې وي
اې د یو مسیر یارانو ! یو دې داسې هم پکې وي
زه د خدای په رنګ کې رنګ يم؛ د یوې ډلې هم نه یم
که نا اشنا يم مؤمنانو ! یو دې داسې هم په کې وي
د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی
دا خو ژوند دی ای يارانو ! یو دې داسې هم په کې وي
ما به خدای بخښي شېخانو خالي لاس به ځم جنت ته
خدای به وايي جنتيانو ! یو دې داسې هم په کې وي
دا به هم د خدای تقدیر وي چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو
بسمل پرېږدئ ملايانو ! یو دې داسې هم په کې وي
مولانا محمد علیم بسمل
چی څوک مې نه مني نو نه یی منم
چې چا منلی یم منلي مې دي
که دوښمني کوي نو هیڅ مې ندي
که ورور ولي کوي ښاغلی مې دي
ابو الدرداء رضي الله عنه فرمایلي دي:
«څه شوي دي چې تاسو وینم، له خوړو خوراکونو مو خيټې ډکې دي، خو له علمه وږي یاست؟!»
📚
جامع بيان العلم وفضله
بلکل اوسنی حالت همداسې دی هر څه نعمت نه برخمن خو د علم لحاظه بي برخي إلا ماشاءالله
نثر
څادر مې سم کړ
اوښکې مې وچې کړې
وچې سترګې مې اسمان ته ونېولې
غوښتل مې ډېرې ښېرې وکړم
خو اوښکو وار ونه کړ
په همدې سره له سترګو روانې شوې چي..
په پېغله خور دې ډﺯې وشه
چي در معلوم شي د تور سرو عزتونه.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«که د یو سړي په سر کې د اوسپنې ستنه ورټومبل شي، دا ورته تر دې غوره ده چې له هغې ښځې سره لاس ولګوي چې ورته حلاله نه وي.»
📚
حواله: السلسلة الصحيحة
د اسمار کلام دی چې…
د لیونو غوندې د ګوتو شمار چا کړی وؤ؟
ما کړی وؤ!
لالیه تاته پهٔ مودو انتظار چا کړی وؤ؟
ما کړی وؤ!
دلته له چانه ماتې شوې وې وعده لفظونه؟
ستا نه کنهٔ!
خو با وجود ددې پهٔ تا اعتبار چا کړی وؤ؟
ما کړی وؤ!
ستا پهٔ لهجه کې د غرور سبب جوړ شوی څوک وؤ؟
زه وم کنه!
مطلب اول تاته د مینې اظهار چا کړی وؤ؟
ما کړی وؤ!
دا چې یو زه ورته بې قدره وم اسماره پهٔ څهٔ؟
بس په دغې!
دلته د حد نه سیوا قدر د یار چا کړی وؤ؟
ما کړی وؤ!
ژوند همیش په یو رنګ نه وي ...
کله دې دومره خوشاله کړي چې غمونه درنه هیر شي
او کله دې دومره امتحان کړي چې مسکا درته
دتیر وخت یو خاطره ښکارې