Select your region
and interface language
We’ll show relevant
Telegram channels and features
Region
avatar

جوهر افغان

Jawhar_Afghan
Writer, books lover, reading, poetry, art and politics. همدا به مخته وړم…!! t.me/Jawhar_Afghan
Subscribers
1 000
24 hours
10
30 days
-20
Post views
170
ER
19,5%
Posts (30d)
25
Characters in post
392
Insights from AI analysis of channel posts
Channel category
Religion and Spirituality
Audience gender
Male
Audience age
25-34
Audience financial status
Middle
Audience professions
Education
Summary
April 27, 10:00

په منظم ډول حکومتي چارې مخته روانې وي، په ډیره کمه موده کې هیواد ګلي ګلذار کیدو ته نیږدې شوی وو، پرمختګونه په عالي ترتیب روان وو،
خو کمونیستان را پاڅیدل دا هرڅه یې په اوبو لاهو کړل،
مستقل هیواد یې د اشغال لمنې ته ورټیل وهو،
پردۍ کمونستي عقیده یې راوړه، دې همدې ناولې نظریې د تحمیل لپاره یې په ډیر شدت کار پیل کړ.
د سترو بدبختیو دروازه یې پر هیواد را پرانیستله.
-

April 27, 10:00

په همدې ورځ خلقیانو او پرچمیانو سردار محمد داوود خان د ټولې کورنۍ سره يو ځای په ( ارګ) کې ووژلو.
دې کمونیستانو جنایات ډیر ستر دي، زه کوښښ کوم چې په لنډو لنډو ټکو کې ځینې ذکر کړم.
راتلونکي برخې وڅارئ!
_

April 26, 16:58

جوهر افغان
pinned «
زما په اند د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډېر ښه نوښت کړی دی، له څه مودې راهیسې یاد وزارت په ولایتونو کې سترې ولسي غونډې ترسره کوي، چې موخه یې د عاليقدر (حفظه الله) د ۱۷م ګڼې فرمان تشریح او عملي تطبیق دی. دا فرمان په ځانګړي ډول د دې لپاره صادر شوی، څو په ټولنه…
»

April 26, 16:57

زما په اند د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډېر ښه نوښت کړی دی، له څه مودې راهیسې یاد وزارت په ولایتونو کې سترې ولسي غونډې ترسره کوي، چې موخه یې د عاليقدر (حفظه الله) د ۱۷م ګڼې فرمان تشریح او عملي تطبیق دی.
دا فرمان په ځانګړي ډول د دې لپاره صادر شوی، څو په ټولنه کې د غیر اسلامي دودونو او ناسمو رواجونو مخه ونیول شي. د بېلګې په توګه، د خوښیو او مصیبتونو پر مهال، او همداراز له حج او عمرې څخه د راستنېدو په مناسبت د ناسم رواجونو د مخنیوي لپاره مهم لارښوونې لري،
د دغو سترو ولسي غونډو بله مهمه ګټه دا ده چې ولس ته زمینه برابریږي څو له مسؤلینو سره مخامخ خپلې ستونزې، مشکلات او
غوښتنې شریکې کړي،
تازه نن په زابل ولایت کې هم د نظام دې چارواکو او عام ولس په شتون کې غونډه ترسره شوې، د مسؤلینو دا ډول غونډې ډیرې ښې او اغیزمنې دي.
ولس او نظام یو بل ته نور هم نیږدې کیږي

April 21, 12:02
Media unavailable
1
Show in Telegram

ګمراه علماء او مفتیان په هر زمان او مکان کې پیدا کېدای شي، یوه بېلګه یې دا هم ده چې شاوخوا ۹۴ کاله وړاندې د عمر المخ..تار د اعدام پرېکړه هم د هغو علماوو او مفتیانو له خوا وشوه چې د شیخ ادریس او شیخ تقي عثماني او امثالهم په څېر یې ظاهري بڼه جوړې وې؛ ښایسته لنګوټې یې تړلې وې او په سنت طریقو سره برابر وو، خو بیا هم همدوی د اسلام زمري، د صحرا اتل، د اعدام پرېکړه مسؤولینو ته صادره کړه.
هغوی ټول له دې نړۍ تللي دي، خو د عمر المخ..تار نوم لا هم په تاریخ کې ژوندی پاتې دی.
لومړی علماء وپیژنئ بیا ورپسې روان شئ.
کنی تاسې به هم په ګمراه مسیر روان وی.

April 15, 06:34

صمیمت او چاپلوسي توپیر سره لري.
یو له زړه څخه راڅاڅي
او بل له ژبې څخه
-

April 15, 06:09
Media unavailable
1
Show in Telegram

یا رب العالمینه! ستا د عظمت په خاطر ستا دې ربوبیت په خاطر ستا دې ټول رحمت په خاطر
ستا دې ټولې خدایی په خاطر زموږ دا محسن په خپل دیدار ونازوه، موږ مختوري مه پسې وروله.

April 14, 18:16

ډیره سپکه بې ارزښته موضوع ده، مناسب هم نده خو حقیقت دی باید وویل شي…
ډیرې بدبختئ زموږ ټولنه کې عادي شوي،
د بیلګې په توګه د هلکانو عشق او عاشقۍ تقریبا اوج ته رسیدلي، چې څومره وګرځیږې ځان کنټرول کړې، خو بیا هم څه وینې او اورې…
ډیر دانسته خلک به وګورې چې په دې شرمیدلي مجال کې راحیسار دي، بل اړخ یې د نویو ځوانانو اصلاح او سمون دی، چې ډیر ضعیف کچه کې ده.
زه ډیر کله ځان سره وایم چې مناسب نده دې موضوعاتو کې وغږیږم یا ولیکم
خو ډیر مجبوریت درک مې بیا نه پریږدي..
نوي ځوانانو سره یې کورنۍ بخي ظلم کوي، پوښتنه یې نکوي. ګوري یې نه چې څه کوي؟
په کوم خوا روان دی، چاسره ګرځیږي، انډیوالان یې څنګه خلک دي، په مجازي نړۍ کې چاسره اړیکې لري؟
دا لیرې لیرې چکرونو ته په دې عمر پرېښودل آینده کې کوم عواقب لري.
په لاسونو غاړو کې ځنځیرونه اچول، قمیتي ساعتونو ، مبایلونه، کالي له کومې خوا ورته راروان دي؟
هفته کې دوه دری ځله سوناوو ته تګ، ښایسته رستورانتونه ، ښایسته موټرو چکرونه دا دې کومه طرفه کیږي؟
کرکټ او والیبال ته چاسره ځي، څومره وخت تیروي؟
که نن جدي پام ونه شي، سبا به یې پایلې ډېرې درنې وي.
ډیرې خبرې دي نور بیا

April 13, 11:37
Media unavailable
1
Show in Telegram

یو ځای مې دا جمله ولېدله:
که لمونځ درنه قضا شو، دا فکر مه کوه چې عذر وو یا مې وخت پیدا نه کړ، بلکې دا فکر وکړه چې د کومې خطاء په سبب زه رب خپل حضور ته ونه بللم.

April 13, 06:53

د عالیقدر؛
له لوري اوولسمې ګڼې فرمان صادر شوی، چې موخه یې د ودونو او غمونو پر مهال او همدارنګه له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر وخت د ناسمو رواجونو مخنیوی دی.
زموږ ټولنه په تېرو څو لسیزو کې د یو شمېر بدمرغه رواجونو ښکارشوې وه.
الحمدالله ؛ د ټولنې اصلاح لپاره موهمو نقاطو ته پکې اشاره شوې.
اوولسم فرمان ډېر مهم او ګټور دی، ځکه چې پکې د دغو ناسمو رواجونو د مخنیوي لپاره لازمې سپارښتنې شوي.