Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

جوهر افغان

Jawhar_Afghan
Writer, books lover, reading, poetry, art and politics. همدا به مخته وړم…!! t.me/Jawhar_Afghan
Подписчики
1 040
24 часа
10
30 дней
-120
Просмотры
77
ER
8,08%
Посты (30д)
17
Символов в посте
314
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Религия и духовность
Пол аудитории
Мужской
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Образование
Краткое описание
March 11, 23:24
Файлы недоступны
2
Открыть в Telegram

الله جل جلاله څومره ښایسته غږونه پیدا کړي.

March 11, 21:16
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

اسلامي امت به بریالی کیږي!
هغه کمزوري چې پرې راغلې هغه به له مینځه ځي، د اسلام زمریان به خپلو ویاړونو ته بېرته ورستنیږي، ظالمان به له مینځه ځي، او اسلامي امت به غالب شي.
دا په هغه صورت کې د امکان وړ ده چې امت ځوانان رب ته ورستانه شي او په الهي امورو کلکې منګولې ونښلوي.

March 11, 18:39
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

بیت المقدس دې اسلام زامنو په انتظار دی.

March 11, 00:22

عمر بن الخطاب رضی الله عنه خپل زوی عبدالله بن عمر، د خ..لافت لپاره د نوماندۍ څخه منع کړ، سره له دې چې عبدالله د خ//لافت وړتیا درلوده،
عمر رضی الله عنه وویل: کافي ده چې د آل الخطاب څخه یواځې یو سړي حساب شي.
کیسه:
کله چې عمر رضی الله عنه د وفات په حال کې و، نو یې د اوو کسانو یوه کمېټه جوړه کړه. ټول د دیني او ټولنیز موقف له مخې مخکښان وو. عبد الرحمن بن عوف، عثمان بن عفان، علي بن أبي طالب، سعد بن أبي وقاص، زبیر بن العوام، طلحة بن عبيد الله او اووم کس یې خپل زوی عبدالله بن عمر و
شپږ تنه یې د لسو کسانو څخه وو چې په ژوند د جنت زیری ورکړل شوی و، ټول یې د ټولنې له نخبه طبقو څخه وو: ځینې یې د پوځ او جګړې تجربه درلوده (علي، سعد، الزبیر)، ځینې یې اقتصادي ځواک درلود (عثمان، عبد الرحمن بن عوف)، او ټول یې د قبایلي، ټولنیز او سیاسي لحاظ لوړ وزن درلود.
د دې کمېټې دنده دا وه چې د درې ورځو په موده کې د مسلمانانو لپاره یو خلیفه وټاکي. عمر رضی الله عنه شرط کېښود چې عبدالله بن عمر هیڅکله د خلیفه په توګه به ونه ټاکل شي؛
د عبدالله بن عمر حضور یوازې مشورتي وو.
عمر رضی الله عنه د کمېټې لپاره یوه طرزالعمل جوړ کړ، د بحثونو، نظر پوښتنې لپاره او د پرېکړې لپاره
د امنیت لپاره یې هم ځینې نور کسان ټاکلي وو لکه المقداد.
کله چې کمېټې د بحثونو پیل وکړ، عبد الرحمن بن عوف ځان د خلافت مستحق نه ګڼلو، خو د کمېټې د مدیریت مسؤلیت یې پر غاړه واخیست. د بحثونو پایله دا شوه چې عبدالله بن عمر له انتخاب څخه بهر شو، او پای کې انتخاب د عثمان او علي ترمنځ شولو
علي رضې الله عنه د رسول الله ﷺ زوم، د اسلام له لومړنیو مسلمانانو څخه، د جګړو تجربه، زړورتیا یې لرله
عثمان رضی الله عنه د رسول الله ﷺ زوم، د اقتصادي چارو ماهر، شتمن، نرم او مهربانه وو
عبد الرحمن بن عوف په انفرادي ډول له هر یو سره خبرې وکړې، د هغوی د پلانونو پوښتنه یې وکړه، او د مسلمانانو د نظرونو په رڼا کې یې وروسته له غور څخه عثمان رضی الله عنه غوره کړ.
عثمان رضي الله عنه د ټولو اهل او عقد خلکو په رضایت وټاکل شو، او د خلاف..ت منصب یې د ۱۲ کالو لپاره وساته تر هغې چې په ۳۵ هـ کال کې شهی.د شو.
دا کار د عمر بن الخطاب په ژوند کې د ورع او تقوا مثال دی، همدارنګه د سلطنتي میراث دود ماتول هم و. په هغه وخت کې په ایران او روم کې د سلطنت او ملکیت دود رواج درلود، خو عمر الفاروق د اسلامي حکومت سیسټم د هغه دودونو څخه جلا او متمایز کړ.

March 10, 22:57

د اوږدې مودې راهیسې مې ځینې یادښتونه لیکلي، که دې خدای جل جلاله رضا وه هغه به دلته په نوبت نشرم.
- ان شاءالله

March 10, 21:08

Channel photo updated

March 06, 04:47

وحدت دی چې ملتونه ساتي، پرمختګ ورکوي، فت حې ور بښي او د سیالانو سر لاری کوي یې.
د مسلمانانو په لومړي پړاو کې د افغانانو وحدت د نړۍ د مسلمانانو له مظلومیته د خلاصون په مانا ده.
هره وړتیا دې خپله برخه کې دې سپېڅلې پدیدې ته کار ووایي ، ځکه دښمنانو دا حالت نه شي زغملای.

March 05, 22:49

د مرد له تېرې تورې مه وېریږئ، خو د نامرد له مهربانۍ څخه و وېریږئ.

March 03, 14:55
Файлы недоступны
2
Открыть в Telegram

پوځي صنعت!

February 25, 00:52
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

ومې غوښتل دې ته مناسبې جملې ولیکم، خو ټول الفاظ ورک شول!
دومره به وایم؛ چې هر اړیکه، که په هر نوم او رنګ
وي، حتمي د بیلتون خوند څکي.
دا انځور مې ولید ورسره لیکلي وو، چې دا کس هره ورځ راځي د همدې قبر سره ټوله ورځ تیره وي.
💔
خدای خبر چې څوک به وي، څه به یې کیږي!