
نوښتګر فکر
«خلک تاته هماغه سزا درکوي کومه چې دوی پخوا تجربه کړي وي؛ دا د دوی د ماضي درد څخه د غچ اخیستلو خپله طریقه ده.»
له همدې امله:
خلک تاته هماغومره درد و تکلف درکوي، چې څومره نیمگړتیا د دوی په درون کې وي.
ستا څارنه به هماغومره کوي،چې څومره تشه او محروميت د دوی په خپل ژوند کې وي.
پر تا به هماغومره ملنډې وهي، څومره چې دوی خپل ځان سپک او حقير گڼي.
ستا نوم او اعتبار به هماغومره خرابوي،چې څومره حسد د دوی په زړه کې وي.
له تا به هماغومره کرکه کوي،چې څومره دې مرض د دوی په زړه کې رېښې کړې وي.
خو باور ولرئ: د دوی ستونزه له تا سره نه ده، بلکې له خپل ځان سره ده.
"فیودور دستوئیفسکي"
ژباړه: مِهر
سوشل میډیا رسنیو او اعلاناتو زمونږ توقعات دومره لوړ کړي چې مونږ هیڅکله له خپل حالت څخه راضي نه یو فکر کوو چې مونږ هیڅ نه لرو.
خو په حقیقت کې مونږ ډیر څه لرو هغه هرڅه مو هیر دي او په هغه څه کې خوشالي لټوو چې مونږ ته ښودل کیږي،
زه فکر کوم چې زرګونه کاله مخکې یو انسان، د اوسني عصر له یو انسان څخه ډیر خوشاله و.
د هغوی توقعات او هیلې فقط د هغه وخت له ماحول سره محدودي وې، مثلاً ښکار کول او د خوراک لپاره یو څه لرل شاید دایې نهایي غوښتنه وه،
خو اوس زمونږ توقعات او غوښتنې یواځې، خوراک درلودل نه دي، ښه لباس،
ښه کور،
ښه موټر،
ښه ژوند، ښه موبایل او په لس ګونو او سل ګونو نورې غوښتنې لا پاتي تر څو مونږ خپلې نهایي غوښتنې ته ورسیږو او د پخواني وخت د یو انسان په اندازه خوشالي تر لاسه کړو.
او ددې نړۍ دا دومره پرمختګونه چې یو اوسني انسان ته د پخواني انسان په اندازه خوشالي ن
ه
شي ورکولی، نو دا ټول پرمختګونه بې مانا دي.
“ساپنز”
ژوند نه له چا سره دښمني کوي او نه له چا سره دوستي؛
دا د يو پټ ترازو په لاس تېرېږي، چې هېڅکله نه کږېږي، اغېز هماغسې پرېږدي لکه څنګه چې پیدا شوی وي — که سپک وي او که دروند.
هر گام خپل سیوری پرېږدي، او هر نیت د خپلې انگازې سره بېرته راگرځي؛ نه پکې زیاتوالی وي او نه کموالی.
نو ډېر پام کوه ؛ هغه څه ته چې تۀ يې په خپلو لارو کې شېندې، ځکه .. کله چې ورځې وده کوي، هماغه ډالۍ درکوي چې تا کرلې وي، او هغه مېوه درکوي چې تا پرې صبر کړی وي.
“مِهر تاج”
کله چې په اړیکه کې دا شرطونه کېږدو چې اول باید هغه سلام وکړي، هغه دې زما پوسټ لایک کړي، هغه دې لومړی مسیج یا زنګ وکړي؛ نو دا نور رښتینې اړیکه نه وي، بلکې یو ډول سیالي او انا ګرځي. رښتینې اړیکه په محبت، درناوي او تفاهم ولاړه وي، نه په دې چې څوک لومړی ګام اخلي.
کله چې انسان د «اول باید هغه وکړي» فکر ولري، نو اړیکه ورو ورو سړه کېږي؛ ځکه دواړه خواوې انتظار باسي او هېڅوک مخکې نه ځي. حال دا چې صادق انسان د اړیکې د ساتلو لپاره د لومړي ګام له اخستلو نه شرمېږي.
نو که اړیکه ارزښت ولري، سلام کول، پوښتنه کول او اړیکه ساتل کمزوري نه ده؛ بلکې د بلوغ او لوی زړه نښه ده. رښتینې اړیکې د انا په دیوالونو نه، بلکې د ساده سلام او صادقانه پوښتنې په وسیله ژوندۍ پاتې کېږي.
ما د سړي قرباني هغه مهال ولیدله، چې کله بازار ته د اختر په سودا پسې تللې وم. هلته مې يوه کورنۍ ولیدله، چې ټولو سره په لاسونو کې د اختر د سودا څخه ډک پلاستیکونه وو. مېرمنې خپل خاوند ته وویل: زما او د بچیو د اړتیا توکي خو مو وپېرل؛ ته ځانته کوټ او پېزار نه اخلې؟ خاوند ورته وویل: تېر کال چې مې اخیستي؛ په هماغو به ګوزاره وکړم. ته وګوره که نور څه مو کم وي؛ همدا اوس يې واخلئ! د اختر ورځې دي، سبا به ګڼه ګوڼه زیاته وي، یوازې به بیا په عذاب شې.
“بانو قدسیه”
ژباړه: تسل
له چا سره، چې له حده زیاته مینه کېږي؛ د کرکې پر مهال ور څخه له حده زیاته کرکه هم کېږي. ځکه، کله چې یوه ښکلې او صافه شیشه ماته شي؛ نو ورڅخه یوه خطرناکه وسله جوړه شي.
“بانو قدسیه”
تا په یوې تنګې نړۍ کې ځان لره پناه اخستې او دا باور لرې چي ګواکې ته ژوند کوې.
خو کله چې ته یو کتاب ولولې، یا په کوم سفر ووزې، نو درته څرګنده شي چې تا خو تر دې دمه یوازې خوب کاوه،
او په حقیقت کې دې هیڅ ژوند نه وو کړی.
“انئیس نین”
له همدې ځایه موږ پوهېږو چې هغه انسان چې د بریا تصور کوي، بریالی کېږي او هغه انسان چې د ناکامۍ تصور کوي، ناکامېږي. ځکه دواړه په خپل ذهن کې یو عکس جوړوي، او بیا ټول عمر په ناپوهۍ سره د هماغه عکس تقلید کوي.
که انسان ته هر څومره علم، پوهه، فقه، درک او روایات ورکړل شي،
خو که دا هر څه له ښو اخلاقو سره مله نه وي،
نو د هغه انسان علم به د هغه د کور تر دروازې هم وا نه وړي.
علم د انسان ځواک دی، خو اخلاق یې ارزښت دی.
د چا چې د اخلاقو کچه لوړه وي، د علم کچه یې هم ورسره لوړېږي.
عالِم، لوستی او باخبره اوسه،
خو خپل اخلاق د سر تاج وګرځوه.
ځکه علم ذهنونه پرانیزي،
خو اخلاق زړونه پرانیزي او د انسان اثر تلپاتی کوي.