
نوښتګر فکر
“د هرې اړیکې په پیل کې د خلکو احساسات او جذبات مخې ته راځي،
خو د انسان اصلي خوی او اخلاق هلته څرګندیږي، کله چې اړیکه پای ته ورسېږي،
“نجیب محفوظ”
“ځیني خلک د شګو او دوړو په څېر وي؛
چې کله له مخه لېري شي، نو بیا زموږ روښانه او ښایسته ورځ پیلېږي.”
“ایمانوئل کانټ”
“خلک د کتابونو په څېر دي؛
یو څوک داسي وي چې په یوه میاشت کې یې بشپړ درک کولای شې،
بل څوک دوې میاشتې غواړي چې ورباندې پوه سې،
بل بیا داسې وي چي ورباندې پوهېدل یې کال وخت نیسي.
او ځینې داسې هم وي چې هیڅکله یې څوک د لوستلو (پېژندلو) اړتیا نه احساسوي.”
“میخایل ژوانیتسکي”
انسان باید هغه وخت د شرم او سپکاوي احساس وکړي چې نه لوستل کوي، نه زدهکړه کوي، نه پوښتنه کوي، نه فکر کوي،
خو بیا هم دا ګمان لري چې په هر څه پوهېږي.
انسان باید هغه وخت د شرم احساس وکړي
چې د خپلو نیکونو په تېر وخت ویاړ کوي، خو اوسنی حال یې بدمرغه او بېوزله وي.
او انسان باید هغه وخت هم د شرم احساس وکړي
چې ټولنه یې ناکامه وي، نړۍ ته هېڅ ارزښتمن څه نه وړاندې کوي،
خو بیا هم ووایي:
«موږ تر ټولو غوره یو!»
دا پخپله حماقت دی.
ژباړه: سعید
لټي دې ته نه وایي چې یو څوک څه نه کوي، بلکې کوم کسان چې د داسې کارونو په ترسره کولو کې ژوند تیروي، چې د دوی له وړتیا ټیټ وي، دوی په لټانو کې شمیرل کیږي.
ژباړه: احمدي
مبهم او مرموز شخصیتونه ډیر اغېزناک وي، نسبت هغوی ته چې د ځان په اړه ډیره وړه نقطه هم ډنډوره کوي.
د خوشالي، خپګان او غوصې لاملونه هم باید له ځان سره واوسي.
د خپلې خوښې او ناخوښې شیان هم عام نه کړل شې.
عادتونه او رازونه چې غائب شي سره زر دي.
زموږ په ژوند کې ډېری اندېښنې د دې له امله هم جوړېږي چې موږ هڅه کوو هغه شیان کنټرول کړو چې زموږ په واک کې نه وي
.
محمود دروېش لیکي چې:
هيڅ ونه له بلې ونې څخه میوه نه غلا کوي او که چیرته
کومه ونه میوه ونه کړي بله ونه پرې نه خاندي.
یوه ونه په بله ونه برید او حمله نه کوي، نه هم د ځنګل وهوونکي یا ونې وهوونکي سره مقابله کوي.
کله چې د ونې له لرګي څخه کښتۍ جوړه شي نو لامبو وهل زده کوي، کله چې ترې کرسۍ جوړه شي، هغه اسمان نه هیروي چې مخکې یې په سر سیوری وو.
او کله چې میز ترې جوړ شي نو لیکوال ته دا ور زده کوي چې هیڅکله له ځان څخه ځنګل وهوونکی مه جوړوه!
او شاید په ژوند کې زموږ تر ټولو غټه تېروتنه په نازک وضعیت کې بې احتیاطه او بې پامه خبرې کول وي.
د مینې په اظهار کې بې باکي،
د ستاینې کلیماتو په کارولو کې له حده تجاوز،
د ملګرتیا او دوستۍ په لهجه کې غیر ضروري اوږدوالی،
په دښمنۍ کې بې ځایه سختي،
په الزام او تهمت کې شدت او جرأت،
"په بحث کې پېغور" او...
دا ټول الفاظ، چې مونږ یې له سوچ او فکر پرته له خولې را اوباسو، زمونږ له واکه په وتو په یو لېوني ځواک بدلېږي، چې پر زړونو یو ژور ټپ پرېږدي او پر ناسور واوړي..
بیا د خپلوۍ او بل هر تعلق رېښې متزلزلې او ارواه بې سکونه کړي.
مصطفیٰ محمود
/ د عربي نړۍ ستر مفکر
#ژباړه
فقر هغه ګرد او غبار دی چې د یو کتابپلورنځي پر نا پلورل شویو کتابونو پروت وي.
فقر له ډوډې پرته وږې شپه تېرول نه، بلکې له فکر کولو پرته ورځ تېرول دي.
“علي شریعتي”