
ښې خبرې
https://t.me/+NKg6wzUL83M3MGRl
یو له تر ټولو بې اساسه فکرونو څخه دا دی چي انسان باید د خپلو باورونو پر بدلولو شرم احساس کړي.
په حقیقت کي د باورونو بدلون د شرم خبره نه ده؛ بلکي دا د یوه داسي ژوند نښه ده چي پراخېږي، د داسي عقل و فکر نښه ده چي وده کوي، او د داسي روح نښه ده چي ځان او خپل شاوخوا نړۍ بیا بیا له سره کشفوي.
ځکه ژوند، په خپل اصلي ماهیت کي ثبات نه دی؛
بلکي د پوهي پراخېدل دي،
د شعور ژورېدل دي،
او هغه رڼا ده چي ورو ورو هغو ځایونو ته رسېږي چي موږ مخکي نه سوای لیدلای.
خو ریښتینی شرم جمود دی؛
دا چي انسان هماغسي پاتي سي لکه مخکي چي و، نه ځکه چي هغه سم دی،
بلکي ځکه چي هغه له دې وېرېږي چي دا ومني چي ښايي پخوا یې تېروتنه کړې وي.
— لیو تولستوی
#ښې_خبرې
له ناپوهانو سره بحث کول داسي دي لکه ته چي وغواړې هغه مچ ووژنې چي ستا پر مخ ناست وي؛
ته کېدای سي هغه ووژنې او یا یې ونه وژنې…
خو په دواړو حالاتو کي به په پای کي و خپل ته څپېړه ورکړې!
جارج برنارډ شا
#ښې_خبرې
د ژوند مثال د بایسکل چلولو په څېر دی؛ د توازن ساتلو لپاره باید روان پاتې شئ.
#ښې_خبرې
پوهان وږي دي، ناپوهان د ماڼۍ مالکان؛ دا واقعاً د نړۍ بده ورځ ده.
سینوهه
#ښې_خبرې
موږ په عجیبه زمانه کې ژوند کوو.
له مادي پلوه هر څه په تر ټولو ښه حالت کې دي؛
موږ د تاریخ له هر بل انسان څخه زیات ازاد، روغ او شتمن یو، خو داسې ښکاري چې هر څه لاهو شوي او د سمون هېڅ هیله نشته.
ځمکه ورځ تر بلې تودېږي،
حکومتونه نړېږي،
اقتصادونه د تباهۍ په درشل کې دي، او په ټولنیزو شبکو کې نږدې هر چا ته سپکاوی کېږي.
#ښې_خبرې
وایي، د شاتو یو څاڅکی پر ځمکه توی شو. یو مېږی چې له لارې تېرېده، پرې برابر شو. شات یې وڅکل او ډېر خوند یې ورکړ. مېږي داسې خوندور شات مخکې هېڅکله نه وو خوړلي؛ خو بل ځای یې کار و او باید تللی وای، نو روان شو.
مېږی روان و، خو په خوله کې یې لا هم د شاتو خوند پاتې و او په ټوله لاره کې یې پر بل هېڅ شي فکر نه شو کولی. بالاخره د شاتو خوږوالي اړ کړ چې بېرته وګرځي. کله چې راغی، په ډېر حرص یې د شاتو خوړل پیل کړل. له ځان سره یې وویل: «راځه، ښه په مړه خېټه یې وخورم.»
په همدې نیت د شاتو د څاڅکي منځ ته ورغی. خوند یې دومره زیات و چې مېږی له هر څه بېخبره شو. یو څه وخت تېر شو؛ ناڅاپه پوه شو چې لاس او پښې نه شي خوځولی، ځکه شاتو یې ټول وجود نیولی و. مېږی ورو ورو په څاڅکي کې ډوب شو او مړ شو.
يعني
کله کله لږ تر ډېر غوره وي. څوک چې په خپله اړتیا قانع نه وي، د خپلو غوښتنو په لومه کې ګېرېږي. هوښیار هغه دی چې له ژونده خوند اخلي، خو په خوندونو کې ځان نه ډوبوي.
#ښې_خبرې
متل دی چې وایي: «څه چې کرې، هغه به رېبې.»
یعنې هر څومره چې له خلکو سره بېدلیله مرسته، نیکي، ښېګڼه او مهرباني کوې، هماغومره به ته هم له نورو څخه مرسته، نیکي، ښېګڼه او مهرباني ترلاسه کوې.
#ښې_خبرې
د ښه او اصلي عطرو خالي بوتل هم کلونه وروسته ښه بوی کوي؛ ته هم خپل ځان، اخلاق او شخصیت داسې جوړ کړه چې یوازې ستا نوم هم د خلکو په ذهنونو کې کلونه پاتې شي.
#ژوند
ډېری وختونه کورنۍ د انسان خفګان لامل وي، خو موږ د ویلو نه شرمېږو.
🖤
#ښې_خبرې