
ښې خبرې
«چا ته ډېر مه ورنېږدې کېږه. له چا څخه د خواخوږۍ تمه مه کوه. د نورو لپاره ژوند مه کوه؛ ځکه ستا خپل ذات لومړی دی. خپله خوښي په خلکو یا شیانو پورې مه تړه. خپل ځان ته یو وطن جوړ کړه، چې د چا د جلا کېدو په وخت کې د پردېسۍ احساس ونه کړې؛ ځکه له اسمانه به څوک را نازل نه شي چې ستا تیاره رڼا کړي. خپله د خپل ځان لپاره رڼا شه، د خپل ځان لپاره هر څه شه.»
🥀
#ښې_خبرې
لوڅ ناول چينل ته ښه راغلاست
https://t.me/+omCwYPZDkoE4MmVl
لوڅ ناول چينل ته ښه راغلاست
https://t.me/+omCwYPZDkoE4MmVl
لوڅ خبرو چینل ته ښه راغلاست
https://t.me/+dwWh6EXnqpxmMzg1
https://t.me/Zhwand_2023
ریښتینې شتمني دې ته وایي چې انسان پر هر څه قناعت وکړي، اوریښتینی واک دا دی چې هېڅوک پر تا واک ونه لري، او نه دې کومه غوښتنه تا له ځانه سره اسیر کړي.
#ښې_خبرې
کله چې د انسان پوهاوی او پخوالی زیات شي، او زغم او پوهه یې ډېره شي، نو په ده کې د شخړو او بحث کولو مینه ورو ورو مړه کېږي.
بیا هغه له لفظي شخړو او بېځایه جنجالونو څخه لېرې کېږي او د نه پاملرنې او ځان ناخبره کولو لور ته نږدې کېږي.
او دا باور ورته پیدا شي چې د ده وخت تر دې ډېر ارزښتمن دی چې په بېګټو بحثونو کې یې ضایع کړي، او دا چې د ده ارامي او ذهني سکون تر دې مهم دی چې د یوې تېرېدونکې شېبې په ګټلو سره یې خراب کړي.
#ښې_خبرې
ښځې د دې لپاره نه دي پیدا شوې چې هر څه وزغمي، بلکې د دې لپاره پیدا شوې دي چې بدلون راولي.
ښځو د پېړیو پېړیو پیغورونه او بدې کلمې په خپلو هډوکو کې ساتلې دي، خو بیا هم خوشالي او نڅا کوي.
د ځمکې پر مخ یوازینی موجود دی چې د وینې تویېدو سره بیا هم ژوند کوي.
کله چوپې شي، خو کله بیا له تاریخ نه هم لوړ غږ پورته کوي.
#ژوند
خبرې هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې ویونکی ارزښت ولري, که ویونکی مهم نه وي، نو خبرې یې هم بې ارزښته ګڼل کېږي.
#ښې_خبرې
یو وخت د تورو په مټ جګړه کېده. بس چې څوک به په فزیکي لحاظ قوي و او توره به یې ښه چلوله، هغوی به جګړه ګټله.
بیا وروسته د ټوپکو جګړې شوې. هېوادونو د جګړو لپاره ټوپکونه تولیدول او خپل پوځونه یې په همدې ټکنالوژۍ روزل. دوی بیا د تورو والا په مقابل کې جګړه ګټله. هوښیار هېوادونه هماغه وخت پوه شول چې د ټوپک والا په مقابل کې باید ټوپک ولرې.
اوس د جنګي او رادار ضد الوتکو او لرې واټن ویشتونکو توغندیو وخت دی. په دې ټکنالوژۍ سمبال یو هېواد کولای شي چې له لرې خپل دښمن وولي یا پرې بمبار وکړي. ته هم مجبور یې چې د ځان د دفاع لپاره په دې ټکنالوژۍ ځان سمبال کړې.
سبا به د اېاې (مصنوعي ځیرکتیا) جګړه وي. هېوادونه له اوسه د دغې جګړې لپاره تیاری نیسي او ورځ تر بلې خپل د اېاې ظرفیتونه قوي کوي.
لویه ستونزه دا ده چې ټکنالوژي د ساینسي علم او تحقیق په مټ منځته راځي. په هغو هېوادونو کې چې ساینسي علم او تحقیق فرض وي، هغوی به مخکې ځي. خو چیرته چې مباح وي، هغوی به همداسې له نورو یوه دوره شاته، کمزوري وي او له هر چا به وهل خوري.
#ښې_خبرې