Select your region
and interface language
We’ll show relevant
Telegram channels and features
Region
avatar

تفکر

Tafkurr
فکر د انسان د کړنو اصلي لارښود دی. ټــولنـپوهـنه، فـلسفه، روانپوهنه، هـنر او …
Subscribers
1 940
24 hours
30 days
-10
Post views
755
ER
0,39%
Posts (30d)
Characters in post
269
October 04, 16:17
Media unavailable
1
Show in Telegram

‎هېڅکله، هېڅکله ځانته دروغ مه وایه. څوک چې ځانته دروغ وايي، او خپلو دروغو ته غوږ نیسي نور شاوخوا رښتیا نشي احساسولی. نه یې ویني. ځان او نورو ته درناوی بایلي. څوک چې درناوی وبایلي بیا هېڅ شي سره مینه نه کوي. د مینې قوه بایلي. او بیا د دې لپاره چې بې له مینې ژوند وکړي، یا پر ځان ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه شي هره لیوالتیا پرېږدي او خوښۍ ته په بده سترګه ګوري. خپلو نادودو کې غرقېږي. څوک چې ځانته دروغ وايي له نورو ‌‌‌‌‌‌ډېر ځورېږي. ژر خپه کېږي. ځینې وخت اسانه ده چې د نورو په خبرو ځان وځورو، وې خورو او خپه یې کړو.
‎مثلا څوک چې ځانته دروغ وايي ښه پوهېږي چې ورته سپکاوی نه دی شوی، خو ده به خپل ذهن کې ځانته دا خبره سپکاوی ګڼلی وي. کیسه پسې لوی کړي بالاخره ناسور ترې جوړ کړي. دا ‌‌‌‌‌‌ډول وګړي بیا له دې ځور نه خوند اخلي.
داستایوفسکي
ازاده ژباړه: شفیقه خپلواک

September 16, 10:45
Media unavailable
1
Show in Telegram

که ماشومان د بداخلاقۍ او ناوړه کارونو په بدوالې شعوراً پوه نه شي، صرف د مور و پلار په مخ کې به نمایشي ځان مودب ښکاره کوي، خو د والدینو د نه شتون په صورت کې به هر غیر اخلاقي عمل تر سره کوي، یو بهرنۍ لیکوال وایي"ماشوم ته سزا ورکول خاموشي رامنځ ته کولای شي، خو قناعت نه شي ورکولای" د مثال په توګه؛ که موږ ماشوم له درواغو ویلو څخه راګرځوو، باید د درواغو عیبونه، پر درواغجن ټولنیزه بې اعتمادي، د شخصیت سپکوالی، د درواغجن فکري بې ثباتي، د درواغو ناوړه اغېز پر کورني ژوند... وروښیو، تر څو زموږ په شتون او نه شتون کې شعوراً ښه او له اخلاقي عیبونه پاک او د درانه شخصیت خاوندان واوسي.

August 27, 16:06
Media unavailable
1
Show in Telegram

کرکه لرم له هغو خلکو چې نن خپلوان وي سبا پردي!
هغه خلک چې مئینتوب ئې هرځل، هرځای او هرچا سره تکرارېږي!
هغه خلک چې صرف غواړي شاوخوا ئې ګڼه‌ګوڼه وي!!!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړنه: ژمنه

August 26, 11:05
Media unavailable
1
Show in Telegram

ژوند ایینې په څېر دې، که ور ودې خندل؛ در و به خاندي!
شاهي

August 23, 05:55
Media unavailable
1
Show in Telegram

‎وایي که چیرته اوبو خبرې کولای شوای نو ډیرو ته به یې ویلې وای چې د لاسونو پرځای زړه پریمنځئ

August 19, 22:06

کله چې سټالین مړ شو نو پر ځای یې خروشیف راغی.
خروشیف په یوه کانفرانس کې د سټالین جرمونه افشا کړل؛ ټول حیران وو چې رهبر په خپل پخواني رهبر پسې څنګه داسې غږیږي؟!
په دې وخت کې یو چا پرې غږ کړ:
- هغه وخت چیرته وې؟
خروشیف خلکو ته وویل:
- دا خبره چا وکړه؟ هر چا چې کړې خپل ځای کې دې ودریږي!
هیڅوک جیګ نه شول.
خروشیف وخندل او ویې ویل:
- هغه وخت زه ستا په ځای کې ناست ووم.


August 17, 16:06
Media unavailable
1
Show in Telegram

یو سل شپږ کاله وړاندې غازي امان الله خان په دې قلم له انګرېزانو د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو تړون د یوه باسواده او ودان افغانستان په نوم لاسلیک کړ.
د خپلواکۍ ویاړلې ورځ مو مبارک شه!

August 16, 05:54
Media unavailable
1
Show in Telegram

د هغه چا سره مینه وکړه، چې ستا د مینې وړ وي، نه د مینې تږی. ځکه د مینې تږی یوه ورځ مړېږي.
"هوګو"

August 13, 10:48
Media unavailable
1
Show in Telegram

په دنیا کې هر څه ممکن دي، خو د مور ځای هېڅوک نشي نېولای.

August 12, 04:22
Media unavailable
1
Show in Telegram

په نړۍ کې د ۷ میلیارده خلکو ګوتې شته چې د ټولو ګوتې یې سره توپیر لري.یعنې داسې ډیزاین کړل شوي دي چې د یو انسان ګوتې بل انسان ته ورته نه دي.
نو الله تعالی ځکه وایي:
(وَفِیۡۤ اَنۡفُسِکُمۡ ؕ اَفَلَا تُبۡصِرُوۡنَ)
او په تاسو کې په خپله هم (زما) د قدرت ډېرې نښې دي، ایانه یې وینئ؟