
تفکر
هېڅکله، هېڅکله ځانته دروغ مه وایه. څوک چې ځانته دروغ وايي، او خپلو دروغو ته غوږ نیسي نور شاوخوا رښتیا نشي احساسولی. نه یې ویني. ځان او نورو ته درناوی بایلي. څوک چې درناوی وبایلي بیا هېڅ شي سره مینه نه کوي. د مینې قوه بایلي. او بیا د دې لپاره چې بې له مینې ژوند وکړي، یا پر ځان ډاډه شي هره لیوالتیا پرېږدي او خوښۍ ته په بده سترګه ګوري. خپلو نادودو کې غرقېږي. څوک چې ځانته دروغ وايي له نورو ډېر ځورېږي. ژر خپه کېږي. ځینې وخت اسانه ده چې د نورو په خبرو ځان وځورو، وې خورو او خپه یې کړو.
مثلا څوک چې ځانته دروغ وايي ښه پوهېږي چې ورته سپکاوی نه دی شوی، خو ده به خپل ذهن کې ځانته دا خبره سپکاوی ګڼلی وي. کیسه پسې لوی کړي بالاخره ناسور ترې جوړ کړي. دا ډول وګړي بیا له دې ځور نه خوند اخلي.
داستایوفسکي
ازاده ژباړه: شفیقه خپلواک
که ماشومان د بداخلاقۍ او ناوړه کارونو په بدوالې شعوراً پوه نه شي، صرف د مور و پلار په مخ کې به نمایشي ځان مودب ښکاره کوي، خو د والدینو د نه شتون په صورت کې به هر غیر اخلاقي عمل تر سره کوي، یو بهرنۍ لیکوال وایي"ماشوم ته سزا ورکول خاموشي رامنځ ته کولای شي، خو قناعت نه شي ورکولای" د مثال په توګه؛ که موږ ماشوم له درواغو ویلو څخه راګرځوو، باید د درواغو عیبونه، پر درواغجن ټولنیزه بې اعتمادي، د شخصیت سپکوالی، د درواغجن فکري بې ثباتي، د درواغو ناوړه اغېز پر کورني ژوند... وروښیو، تر څو زموږ په شتون او نه شتون کې شعوراً ښه او له اخلاقي عیبونه پاک او د درانه شخصیت خاوندان واوسي.
کرکه لرم له هغو خلکو چې نن خپلوان وي سبا پردي!
هغه خلک چې مئینتوب ئې هرځل، هرځای او هرچا سره تکرارېږي!
هغه خلک چې صرف غواړي شاوخوا ئې ګڼهګوڼه وي!!!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړنه: ژمنه
ژوند ایینې په څېر دې، که ور ودې خندل؛ در و به خاندي!
شاهي
وایي که چیرته اوبو خبرې کولای شوای نو ډیرو ته به یې ویلې وای چې د لاسونو پرځای زړه پریمنځئ
کله چې سټالین مړ شو نو پر ځای یې خروشیف راغی.
خروشیف په یوه کانفرانس کې د سټالین جرمونه افشا کړل؛ ټول حیران وو چې رهبر په خپل پخواني رهبر پسې څنګه داسې غږیږي؟!
په دې وخت کې یو چا پرې غږ کړ:
- هغه وخت چیرته وې؟
خروشیف خلکو ته وویل:
- دا خبره چا وکړه؟ هر چا چې کړې خپل ځای کې دې ودریږي!
هیڅوک جیګ نه شول.
خروشیف وخندل او ویې ویل:
- هغه وخت زه ستا په ځای کې ناست ووم.
یو سل شپږ کاله وړاندې غازي امان الله خان په دې قلم له انګرېزانو د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو تړون د یوه باسواده او ودان افغانستان په نوم لاسلیک کړ.
د خپلواکۍ ویاړلې ورځ مو مبارک شه!
د هغه چا سره مینه وکړه، چې ستا د مینې وړ وي، نه د مینې تږی. ځکه د مینې تږی یوه ورځ مړېږي.
"هوګو"
په دنیا کې هر څه ممکن دي، خو د مور ځای هېڅوک نشي نېولای.
په نړۍ کې د ۷ میلیارده خلکو ګوتې شته چې د ټولو ګوتې یې سره توپیر لري.یعنې داسې ډیزاین کړل شوي دي چې د یو انسان ګوتې بل انسان ته ورته نه دي.
نو الله تعالی ځکه وایي:
(وَفِیۡۤ اَنۡفُسِکُمۡ ؕ اَفَلَا تُبۡصِرُوۡنَ)
او په تاسو کې په خپله هم (زما) د قدرت ډېرې نښې دي، ایانه یې وینئ؟