
ازادي راډیو
د پاکستان پوځ د خپلې استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فيض حميد په ۱۴ کاله بند محکوم کړی دی ۔ دا لومړی ځل دی چې د ( ای-ایس-ای) يوه پخواني مشر ته په پاکستان کې سزا ورکول کیږي.
https://smarturl.click/ReWZx
https://smarturl.click/E1y7Z
https://smarturl.click/y6b0m
https://smarturl.click/3QoJ7
https://smarturl.click/vdLx5
https://smarturl.click/zdYOJ
🔸
عمراندیش او ملګري یې د AI یا مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په ګروپي ډول سندرې جوړوي.
🔸
دوی په افغانستان کې اوسېږي، یو یوټيوپ چینل لري او پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې یې د سندرغاړو کنسرتونه جوړول خو اوس یې د اې آی په مرسته څو سندرې جوړې کړي.
https://smarturl.click/aRWXJ
https://smarturl.click/kZVm2
د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو د ګروپونو د ټاکلو مراسم پرون (جمعه) په واشنګټن ډي سي کې د درو هیوادونو د مشرانو په ګډون په یو لړ مراسمو کې ترسره شول.
طالبان: د پاکستان ځواکونه یو ځل بیا په سپینبولدک برید کړی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو یو ځل بیا د ډیورند کرښې له هغې غاړې د کندهار ولایت سپینبولدک ولسوالۍ ته بریدونه کړي دي.
مجاهد نن په ایکس شبکه کې ویلي دي چې «پاکستاني لوري یو ځل بیا په سپینبولدک سیمه بریدونه کړي او د اسلامي امارت ځواکونه اړ شوي چې غبرګون وښيي». هغه د مرګژوبلې او نور زیانونو په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.
تر دې دمه د پاکستان چارواکو په دی تړاو څه نه دي ویلي او کوم خپلواک سرچینه دا ادعا نه تأیید او نه هم رد کړی.
https://smarturl.click/MGdva
د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اس اف) اعلان کړی چې پاکستان سږ کال لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان په زوره افغانستان ته ستانه کړي دي.
حسینه رفیع یوه له هغو افغان خبریالانو ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شوه او له سلګونو نورو افغان کډوالو سره یوځای د پاکستان د اسلام اباد له «ارجنتینا» پارکه افغانستان ته واستول شوه.