
ازادي راډیو
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د (غويي۲مه) د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او له کبله یې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست د سه شنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼې په هرات، فراه، ارزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزنی، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدانوردک، پکتیا، خوست، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اتګل کړی.
په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له لسو تر ۳۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د وروستیو شمیرو له مخې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو او سیلابونو له کبله ۱۷۹کسان مړه او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي.
https://smarturl.click/lAyAg
پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغه ایرانی تبعه چې رضا دیندار نومیږي، پانامې تیره اونۍ امریکا ته وسپاره.
د قضايي چارواکو په خبره، ۴۴کلن دیندار د دوشنبې په ورځ د سیاټل په محکمه کې حاضر شوی دی.
دیندار د هغې شبکې په چلولو تورن دی چې له متحده ایالاتو څخه یې توکي اخیستل او د چین له لارې یې ایران ته لیږدول.
د واشنګټن د لویدیځې سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي، رضا دیندار ایران ته د ۹۷زرو او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د توکو په چاقاق، د پیسو په مېنځلو، د صادراتو لپاره د جعلي اسنادو د جوړولو په ګډون په نهوو قضیو کې تورن دی.
د څارنوالۍ په ټکو، که هغه محکوم شي نو شل کلن بند به تیروي.
امریکايي چارواکي وايي، د رضا دغه اقدامات پر ایران د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو څخه سرغړونه ده.
امریکا په ۱۹۹۰کال کې ایران ته د توکو، ټکنالوژۍ او خدمتونو پر مستقیم او غیرمستقیم صادراتو بندیز ولګوه چې په ۲۰۰۱ کال کې نافذ شو.
https://smarturl.click/VRdR0
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدنې روزنې او ورزش کمېټې اعلان کړی چې د کورش، سامبو او د دودیزې غیږې نیونې فیستوال به د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په کابل کې پیل شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې کمېټې د مشر احمدالله وثیق په حواله لیکلي،"په دغه فیستوال کې به د افغانستان په ګډون له ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه ۱۶۰ لوبغاړي برخه واخلي".
دغه فیستوال به د غويي تر پنځمې دوام وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو نژدې پنځو کلونو کې ښځې له هر ډول ورزشي فعالیتونو راګرځول شوي او د نارینو په ځینو لوبو محدودیتونو لګول شوي دي.
https://smarturl.click/7vLvy
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي،"ایران په پاکستان کې له امریکا سره په خبرواترو کې د ګډون یا نه ګډون په اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده کړې ".
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، اسماعیل بقايي د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړۍ نیټه) وویل،"علت یې دا نه دی چې موږ پریکړه نه ده کړې، بلکې علت د امریکا په پیغامونو کې تناقض، ضد او نقض کړنې او د ایران لپاره د امریکا د نه منلو اقدامات دي".
ایران له دې مخکې د خبرواترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره د "سمندري محاصرې پایته رسولو" شرط اېښی و.
https://smarturl.click/0BLBn
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د نورستان ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د اړینو خوارکي او طبي توکو د مرستې چارې پیل کړي دي.
دې پروګرام د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړی نیټه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"دغه مرستې هغو کورنیو ته چې له مودې راهیسې د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې وې یوه نوې هیله ده".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، دغه بشري مرستې د صلیب نړیوالې کمېتې او افغان سرې میاشتې سره په ګډه په اړمنو خلکو ویشي.
له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ وویل،"څه باندې شپږ اونۍ کیدې چې د کامدیش او برګمټال ولسوالیو اوسیدنکي د جګړو له کبله خوړو او نورو اساسي خدمتونو ته له لاسرسي محروم وو".
له نژدې دوو میاشتو راهیسې دغو دوو ولسوالیو ټولو غځیدلې لارې بندې وې چې د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه بیرته پرانستل شوې.
دغه لارې له پاکستان سره د جګړې له کبله تړل شوې وې.
https://smarturl.click/MGoG3
یو شمیر افغانۍ کورنۍ وایي هېواد کې بداقتصادي وضعیت او بې کارۍ اړ ایستي چې بهر ته کار لپاره د خپل اولادونو استولو تهله خپلوانو او دوستانو پور واخلي. خ
ودوی زیاتوي چې په دې سره یې نه یوازې دا چې ستونزې نه دي حل شوي بلکې لا زیاتې شوېهم دي.دا چ
ې څنګه، زمونږ همکارې له یو تن دوی سره مرکه کړې او دا راپور يې پرېچمتو کړی دی. https
://
smarturl.click/xVeJL
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسياستازولي، یوناما وایي، افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې دی.ی
وناما تازه دوشنبه د حمل ۳۱مه په یو بیان کې ویلي چې افغانستان د اقلیمياغېزو د مدیریت له پلوه د تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي چې دپایلو د مدیرت لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.htt
ps://smarturl.click/j7e5y
د ایران پهجګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
په ایران کې دشهیدانو او پخوانیو سرتیرو دولتي بنسټ نن یکشنبې وویل،"د ایران، امریکا اواسراییلو ترمنځ جګړه کې درې زره او۴۶۸ کسان وژل شوي دي". دغ
ه بنسټ داویل نه دي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او که پوځیان.همد
ارنګه د ښځواو ماشومانو د وژل کیدو په اړه هم څه ویل شوي نه دي.بل پ
لو، دایران عدلې طب تیره اونۍ د امریکا او اسراییلو سره په جګړه کې د درې زرو او ۳۷۵ ایرانیانووژل کیدو خبر تایید کړې و. د دغې
ادارې پهټکو، په وژل شویو کې دوه زره ۸۷۵ نارینه او ۴۹۶ نور يې ښځې دي.په امری
کا کې دایران د بشري حقونو میشت د "هرانا" په نوم یو سازمان بیا په دې جګړه کېد درې زرو او ۶۳۶کسانو وژل کیدو خبر ورکړی و.د هرانا د
شمیروله مخې، په وژل شویو کې ۱۷۰۱ تنه چې ۲۵۲ماشومان دي، ملکیان وګړي وو.https://sm
arturl.click/dwZ30
پرون شنبې له پاکستاناو ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي.
د طالبانو پهواک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر ایکس پاڼه لیکلي،"۸۲۰ کورنۍ د تورخم،۱۱۷کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۷ نورې کورنۍ د نیمرزو اوهرات ولایتونو له لارې له ایرانه بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي". پاک
ستان په دېهېواد کې د بې اسناد افغان کډوالو اخراج له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل کړی. د مل
ګرو ملتونود کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې څه باندې دوهمیلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. https:
//
smarturl.click/p2eJG
طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نوروهېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.د
دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو،مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلاميامارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جديډډه وکړي".سمنګا
ني د افغانستان د ملي درې رنګهبیرغ پر چاپ د بندیز په اړه څه ویلي نه دي.خو د ټ
ولو دولتي ادارو په ګډون له هرځایه د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ (تور سور، زرغون) لیرې کړای شوی او په وروستیوکلونو کې د طالبانو او عامو افغانانو ترمنځ د دغه بیرغ پر سر شخړې هم راپورته شويدي.https://s
marturl.click/Jn94k