
الصعود
📜
نوی درس.
🖋
موضوع : د الله تعالی لپاره په خپلو کې وروري پالل.
🎤
غږ : مولوي عبدالهادی مجاهد
🕰
وخت: 28:36 دقیقه
🌍
خپرونکي : فکري درسونه.
زموږ د ټیلګرام چینل هم فالو کړئ.
👇
👇
https://t.me/fikree_darsona2/5048
ماشوم روزنه
(۱۱۰) نصیحتونه
84.د ډېر وخت لپاره ماشومان له ځانه مه لرې کوئ!
ځینې والدین د ماشومانو دې اړتیا ته پام نه کوي، چې هغوی باید له مور او پلار سره نيږدې وي، نو د ورځې په اوږدو کې په ساعتونو ساعتونو او یا هم په شپو شپو له دوی تللي وي.
ماشوم د مور او پلار یا هم له دوی څخه د یوه په څنګ کې اطمينان احساسوي، د ډېر وخت لپاره یې تنها پرېښودل، هغه د ډار او ملاتړ کوونکي د نشتون احساس کوي، بلکې کله کله خو دا جدایي د ماشوم لپاره له جنګ او بمبار څخه هم زیاته ډاروونکې وي. په دویمه نړیواله جګړه کې هغه ماشومان چې له والدینو څخه جلا شوي وو او خوندي کلیو ته تللي وو، د هغو ماشومانو په پرتله زیات ډار شوي وو، چې په ښار کې په جنګ او بمبار کې له خپلو پلرونو سره اوسېدل.
کوښښ وکړئ، چې د لږ وخت لپاره له ماشوم څخه جدا شئ؛ ځکه تاسې خو تر اخیره د هغه په سر چوکیداري نشئ کولئ، خو د ډېر وخت لپاره ترې جدا کېدل هم مناسب نه دي؛ ځکه بیا ډارن او اندېښمن کېږي.
دوام لري...
📜
نوی درس.
🖋
موضوع : د صدق فضيلت او له درواغو د ځان ساتلو ضرورت
🎤
غږ : مولوي عبدالهادی مجاهد
🕰
وخت: 17:35 دقیقه
🌍
خپرونکي : فکري درسونه.
زموږ د ټیلګرام چینل هم فالو کړئ.
👇
👇
https://t.me/fikree_darsona2/5048
📜
نوی درس.
🖋
موضوع : په راکړه ورکړه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق.
🎤
غږ : مولوي عبدالهادی مجاهد
🕰
وخت: 08:08 دقیقه
🌍
خپرونکي : فکري درسونه.
زموږ د ټیلګرام چینل هم فالو کړئ.
👇
👇
https://t.me/fikree_darsona2/5048
ماشوم روزنه
(۱۱۰) نصیحتونه
83.ماشوم ته د زغم او بښنې درس ورکړئ!
که څوک د ماشوم حق تلف کړي یا پرې ظلم وکړي، نو ماشوم هم ورته غوسه کېږي او د غچ اخیستلو هڅه کوي.
د ماشوم د غوسې په حالت کې د هغه د منفي احساساتو منل کومه ستونزه نه لري، خو د هغه د هجومي او تجاوز کوونکو احساساتو په وړاندې باید مقاومت وکړئ او مخه یې ونیسئ.
د ماشوم تر څنګ ودرېږئ او ملاتړ یې وکړئ او هغه ته د زغم او بښنې درس ورکړئ، په دې ټینګار ورته وکړئ چې په بښنې سره د خلکو سره د ښو اړیکو تر څنګ د الله ج محبت او په جنت کې لوړې درجې ورکول کېږي؛ خو دا یاد لرئ! چې ماشوم زیات تمرین او وخت ته اړتیا لري، تر څو په خپلو احساساتو د کنټرول توان پیدا کړي، خو پام مو وي چې بښنې او زغم ته یې مه مجبوروئ؛ ځکه ريښتینې بښنه د زړه له کومې کېږي او که مو ورته مجبور کړ او په زور مو بښنه پرې وکړه، نو دې سره یې غوسه او کرکه نوره هم زیاتېږي
دوام لري..
ماشوم روزنه
(۱۱۰) نصیحتونه
82.په کور کې د نوښت لپاره مناسب چاپېریال جوړ کړئ!
ډېری ماشومان د نوښت او ابتکار لپاره ځانګړی استعداد لري، استعداد او وړتیاوې په ځانکړي ډول د دریم او شپږم کال تر منځ وده کوي، مګر دا د کور په ماحول پورې اړه لري، چې دا وړتیاوې به پکې سترې شي او که به له منځه لاړې شي.
په کور کې باید د نوښت لپاره مناسب چاپېریال برابر کړئ او ماشوم ته د ابتکار او نوښت فرصتونه رامنځته کړئ او ورته ویې هڅوئ، مثلا: د رسامۍ لپاره د رسامۍ وسائل او رنګونه، ذهن تېزوونکې لوبې او داسې وسائل چې ماشوم ته د فکر، جوړونې، ترکیب او د نوښتونو فکر ورکوي.
د دې ټولو باید د تشویق، هڅونې، ستاینې او د ماشوم پوښتنو ته د ځواب ویلو له لارې ملاتړ وکړئ، کېدای شي مور ته ستړي کوونکي ښکاره شي یا پلار ته سردرد رامنځته کړي، خو دا بېخي کم قیمت دی، چې تاسې یې د نابغه افکارو روزلو کې پرې کوئ
دوام لري..
ماشوم روزنه
(۱۱۰) نصیحتونه
81.ماشومان په درناوي کولو وروزئ!
کله چې د کور فضا او ماحول په احترام او ادب جوړ وي، نو ماشوم هم ادب ناک او د نورو درناوی کوونکی وي، که د کور ماحول په درناوي روزل شوی نه و، ماشوم هم بې ادبه سترېږي.
د کور غړي باید یو بل ته مؤدب، نرم او ښکلي الفاظ وکاروي او له بدې، تُندې او سختې رویې ځان وساتي. که یو له بل څه شی غواړي، نو د «مهرباني وکړه» په جمله یې وغواړي، که یې کار وکړ، نو د «مننه، خیروسې او جزاک الله خیرا» کلمې ورته وویل شي.
بلاخره اې پلرونو او میندو! دا په یاد لرئ چې د مور او پلار تر منځ درناوی د کور د ثبات، آرامۍ او قوي اړیکو اساس دی؛ که دوی یو بل ته احترام ولري، نو د ټولې کورنۍ لپاره به د احترام او متقابلې مینې فضا رامنځته کړي
دوام لري..