Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

الصعود

intellectual_war
خپل فکر، قلم او ژبه د اسلامي نظام دفاع ته وقف کړﺉ د صادریدونکو شبهاتو او ادرسونو دفع او ازاله وکړئ، خپل بریالي شرعي منهج ته دعوتګران جوړ شئ! واتساپ چینل https://whatsapp.com/channel/0029VaCyJKW9xVJe5GEOeQ2n
Подписчики
7 640
24 часа
469
30 дней
-980
Необычное падение (24 часа)
Просмотры
36
ER
0,52%
Посты (30д)
181
Символов в посте
1 001
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Религия и духовность
Пол аудитории
Мужской
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Образование
Краткое описание
March 12, 00:35

د روژې مبارکې په درویشتم تاریخ:
• په ۹ هجري کې د لات په نوم مشهور بوت له منځه وړل.
• په ۲۶هجري کې د یزید بن معاویه پيدایښت.
• په ۳۱ هجري کې د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د ساساني امپراطورۍ ماتې او له منځه تلل.
• په ۲۷۰ هجري کې د طولوني دولت د بنسټګر احمد بن طولون پیدایښت.

March 11, 00:10

د روژې مبارکې په دوه ویشتم تاریخ:
• د هجرت په لومړي کال د حضرت حمزه رضی الله عنه په مشرۍ سریه تلل؛ دا سریه په اسلام کې لومړۍ سریه بلل کېږي.
• په اتم هجري کې د طائف غزا، د طائف، حنین او نږدې سیمو فتحه.
• په ۵۵۹ هجري کې د نورالدین زنګي تر مشرۍ لاندې، د حارم په جګړه کې د صلیبیانو ماتې.

March 10, 18:51

اې نفسه! که صبر نه شې کولی، نو ځان صبر ته مجبور کړه؛ ځکه موږ د ازمېښتونو په نړۍ کې زېږېدلي یو.
د مخلوق دروازې ته د شکایت لاس مه اوږدوه، بلکې د ټولو دردونو او غمونو تر طوفان لاندې هم ووایه:
أحد… أحد.

March 10, 00:17

د روژې مبارکې په یویشتم تاریخ:
• په دریم هجري کې د رسول الله ﷺ له خوا د خپل لمسي حسن بن علي رضی الله عنه د پیدایښت له کبله عقیقه کول.
• په ۴۰ هجري کې له حسن بن علي رضی الله عنه سره په کوفه کې د امیر په توګه د خلکو بیعت.
• په ۷۲۶ هجري کې د عمثاني خلافت د بنسټګر اول عثمان وفات.
• په ۱۳۵۶ هجري کې د برتانوي استعمار په وړاندې د مبارز، فلسطیني مجاهد فرحان السعدي شهادت.

March 09, 18:50

*د عمان په خلیج کې پټ او چوپ لوبغاړی څوک دی چې ایران ته دقیق معلومات ورکوي!؟*
لیکوال: احمد منصور د الجزیره تلویزون د سیاسي پروګرامونو وړاندې کوونکی
* ډېر خلک دا پوښتنه کوي چې ولې د خلیج او سیمې پر ځینو هدفونو، په ځانګړي ډول د رادارونو او د امریکایي ځواکونو د مېشتېدو پر ځایونو د ایران بریدونه دومره دقیق دي، خو برعکس پر اسرائیلو د ایران بریدونه نسبتاً کمزوري ښکاري؟
* د دې راز په دې کې دی چې د عمان د خلیج په اوبو کې یو چوپ او پټ لوبغاړی شتون لري. دا لوبغاړی نه توغندي توغوي او نه هم په مستقیمو جګړو کې برخه اخلي، خو په پټه توګه ایران ته د امریکایي ځواکونو د ځایونو او د هغوی د خوځښتونو په اړه دقیق معلومات او جغرافیایي همغږي (Coordinates) برابروي.
* دا چوپ لوبغاړی د چین تر ټولو نوې او ستره د فضایي څار او سمندري استخباراتي بېړۍ ده، چې «لیاوانګ–۱» نومېږي. دا بېړۍ د ټکنالوژۍ له پلوه په پوځي جاسوسۍ، د پوځي سپوږمکیو د څارنې او د بین القاره بالستیک توغندیو د توغولو د تعقیب په برخه کې یو ستر ټکنالوژیکي پرمختګ بلل کېږي.
* دغه بېړۍ داسې سترې وړتیاوې لري چې د شپږ زره کیلومتره تر قطر پورې د څارنې په یوه پراخ چاپېریال کې د سیمې ټول امریکایي حضور د چین تر سترګو او غوږونو لاندې راولي.
* دا بېړۍ په اصل کې د قوماندې او کنټرول یو ګرځنده مرکز دی، چې د برېښنایي معلوماتو د راټولولو او د بهرنیو ځواکونو د خوځښتونو د څار لپاره په تر ټولو پرمختللو وسایلو سمبال ده. د دې بېړۍ اوږدوالی شاوخوا ۲۲۵ متره دی او داسې راداري وړتیا لري چې کولی شي په یو وخت کې تر ۱۲۰۰ هوايي هدفونو پورې تعقیب کړي، هغه هم تر ۹۵ سلنه دقت سره.
* دا بېړۍ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې د چین سمندري ځواک سره یوځای شوه؛ هغه سمندري ځواک چې د بېړیو د شمېر له مخې د نړۍ تر ټولو لوی سمندري ځواک بلل کېږي. له همدې امله دا بېړۍ د ټکنالوژۍ او وړتیاوو له نظره د نړۍ له تر ټولو پرمختللو بېړیو څخه ګڼل کېږي.
* هغه بېړۍ چې د شپږ زره کیلومتره په ساحه کې هر حرکت څاري، په حقیقت کې د معلوماتو یو ستر بانک دی چې د سمندر پر مخ لامبو وهي. همدې ځانګړتیا دا بېړۍ د متحده ایالاتو لپاره په یو ټکنالوژیکي کابوس بدله کړې ده.
* چین دا بېړۍ د ایران د ملاتړ یا د هغه د دفاع لپاره نه ده استولې، بلکې غواړي د هغې وړتیاوې د یوې احتمالي راتلونکې جګړې لپاره وازمويي؛ داسې جګړه چې ښایي د چین او متحده ایالاتو ترمنځ رامنځته شي.
* د امریکا پوځي وسلې که څه هم ډېرې سترې او ځواکمنې دي، خو د عمر له پلوه زړې بلل کېږي. هغه انځورونه چې د امریکایي الوتکو وړونکو بېړیو د ترمیم او ساتنې اړتیا ښيي، دا څرګندوي چې موږ د جګړو له یوه نوي پړاو سره مخ یو؛ داسې جګړې چې بنسټ یې پر پرمختللې ټکنالوژۍ، پراخې څارنې، د معلوماتو پر راټولولو او د هدفونو پر دقیق ټاکلو ولاړ وي.
* د چینایي بېړۍ خپاره شوي معلومات ښيي چې په دې کې شاوخوا ۳۰ زره ټنه پرمختللې ټکنالوژي ځای پر ځای شوې ده. د رادارونو سترې ګنبدي بڼې لري چې زرګونه هدفونه څارلی شي، او ورسره یو ځواکمن سوپر کمپیوټر هم لري چې کولی شي په څو ثانیو کې زرګونه معلومات تحلیل کړي.
* بې له شکه چینایان ایرانیانو ته یوازې د معلوماتو یوه کوچنۍ برخه ورکوي، څو امریکا ته دا پیغام ورسوي چې: “تاسې زموږ تر څار لاندې یاست، موږ تاسې وینو او اورو، او کولای شو هغه اندازه زیان در ورسولو چې موږ یې وغواړو.”
* له همدې امله هغه معلومات چې ایران ته رسېږي محدود دي، خو بیا هم اغېزمن او دردناکه ضربې اړولی شي. خو اساسي معلومات چین د ځان لپاره ساتي.
* همدارنګه لیدل کېږي چې چین ایران ته د اسرائیلو دننه ورته هدفونو په اړه دقیق معلومات نه ورکوي، ځکه چین خپله اصلي سیالي له متحده ایالاتو سره ګڼي، نه له اسرائیلو سره. همدا لامل دی چې د اسرائیلو له دباندې هدفونه ډېر دقیق په نښه کېږي.
* متحده ایالات ښه پوهېږي چې دا بېړۍ اوس د عمان په سمندر کې چیرته موقعیت لري او دوه چینایي ویجاړوونکې بېړۍ یې ساتنه کوي. خو امریکا نشي کولای له هغې سره مخامخ ټکر وکړي، ځکه چې د هغې پر وړاندې هر ډول اقدام یوازې یوه معنا لري: *د درېیمې نړیوالې جګړې پیل.*

March 09, 01:16

د ا.ا مسؤولين چې وايې :«د پاکستان علماوو او سياسيونو ته احترام لرو».
ستاسو په نظر دا احترام په څه معنی؟
زما په نظر احترام دا معنی چې ستاسو ډانچو ته په انساني کرامت قائل يو، مثله‌کوو مو نه.
دوهم دا چې تاسي د ج‍‌ن‍‌ګ‌کولو نه ياست او نه په ج‍‌ن‍‌ګي چارو کې مهارت لرئ نو د سپين‌سرو په قطار کې مو دروو او نه مو وژنو.
دريم دا چې په تاسي باندي د ځيني سرناخلاصه انسانانو خوا بدېږي نو د هغوی په لمن کې مو پرېږدو کنه د پرېښودلو نه ياست.
څلورم دا چې زموږ په نزد ستاسي وجود او عدم برابر دي، خپل خطاب مو هغوی ته متوجه کړئ چې ستاسي په نفوذ قائل دي.
که دوی ته (په احترام قائليدل) په دغو معنی‌ګانو نه وي، بيابه نو په‌دې معنی وي چې د ا.ا مسؤولين دوی ته د علماءِدين او وارثینِ‌أنبياء په نظر ګوري، د ديني چارو زده‌کړه ور څخه کوي او په فتوا يې عمل کوي!!
مګر دغسي خو نه کوي؛ ځکه د پاکستان علماء او سياسيون په پاکستان کې ټک او ټوپ‍‌ک‍‌وال نه غواړي، خو ا.ا يې ښه په ايماندارۍ سره ډزوي.
د پاکستان علماء په پاکستان کې شته م‍‌ج‍‌اھ‌‌دي‍‌ن خوارج او باغيان نوموي، خو ا.ا دغه حکم خيال او محال او جنون ګڼي.
د پاکستان علماء او سياسيون په خپل هيواد کې زنا ته قانوني (ساکت) جواز باندي سترګې پټوي، خو د ا.ا مشران د ټولې نړۍ خصوصاً ملل متحد له ټولو فشارونو سره سره حدود ورباندي جاري کوي.
د پاکستان علماء او سياسيون خپله ځمکه، خپله فضاء، خپلې اوبه او خپل انسانان د ح‍‌ر‍‌ب‍‌ي ک‍‌اف‍‌ران‍‌و چوپړ ته وقف کوي، د خپل هيواد او نورو هيوادونو مؤمنان او حريمونه ورباندي پايمالوي، خو د ا.ا مشران دغسي عمل غندي او يواځي باګرام اډه هم ي‍‌رغ‍‌لګ‍‌رو ته په واک کې نه ورکوي، اګر که هغوی بې‌درېغه امتيازات هم ورته مني.
نو د احترام تفسير او زاويه بايد معلومه وي.

March 09, 00:10

د روژې مبارکې په شلم تاریخ:
• د هجرت په اتم کال د مکې مکرمې فتحه.
• په ۷۲ هجري کې د اسلام د ستر فاتح محمد بن قاسم الثقفي پیدایښت.
• په ۲۲۲ هجري کې د عباسیانو لخوا د بابک الخرمي سیمې فتحه؛ دا وروسته له هغې وشول چې بابک د خدایۍ دعوه وکړه.
• په ۶۵۲ هجري کې د سلطان سیف الدین قطز پیدایښت.

March 08, 00:46
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

سيد قطب رحمه الله وایي:
هغوی به تا هېڅکله هم پرېنږدي، حتی که ته په خپل کور کې ګوښه شې او د خپل کور دروازه پر ځان پسې وتړې؛ تر څو چې د حق رڼا ستا د کور له کړکۍ څخه را وزي، نو ته د هغوی لپاره یو داسې ګواښ یې چې باید له منځه ولاړ شې.

March 07, 23:57

د روژې مبارکې په نولسم تاریخ:
• په ۴۰ هجري کې علي رضی الله عنه د ابن ملجم له خوا په زهرو ککړ خنجر وهل کېدل چې له همدې کبله شهید شو.
• په ۹۲ هجري کې د طارق بن زیاد له خوا په اندلس کې لومړۍ فتحه او د فتوحاتو پيلامه.
• په ۷۸۴ هجري کې له الظاهر سيف الدين برقوق سره د مصر او شام د واکمن په توګه د خلکو بیعت.
• په ۱۰۲۷ کې د عثماني خلافت او صفوي حکومت تر منځ د پل شکسته جګړه، چې عثمانیانو ۱۵ زره عسکر له لاسه ورکړل.

March 07, 18:31

ظلم ريښې کړي
يوه ورځ سهار لمانځه پسې سمدستي کابل ته روان شوم. له جوماته سيده د بېخار استاد موټر ته ورغلم، کېناستم. موټر کې لا د يوې بلې سپرلۍ ځای هم و. بېخار استاد سپرليو ته وويل چې يوه شېبه کې استاد راځي، نور حرکت کوو. مبايل کې مې د چا شمېره لټوله چې د عطرو خوږ وږم راباندې ولګېد. ګورم چې استاد ضمير ګل مې خوا ته کېناست..
- السلام عليکم
- (ټولې سپرلۍ) وعليکم السلام استاذه په خير راغلې.
- ما ته يې را وکتل چې خير شه، ته څنګه نن په نيمه شپه موټر کې ناست يې؟
- ولا استاده کابل ته ځم. د شهادتنامې کارونه مې نيمګړي پاتې وو، ما ويل چې خلاص يې کړم.
- ښه ډېر ښه. يوازې يې؟
- هو. استاده ته هر وخت دومره وختي ځې؟
- هو.
- د پوهنتون لار خو دومره ډېره نه ده، که قبل الوقت دې بل مصروفيت دی؟
- نه، مصروفيت مې نه شته. لارې بندې وي، ايله رسمياتو ته رسېږم.
- لارې حکومت بندوي؟
نه، لارې مظلومان بندوي. ګاډۍوالا، د سپرليو موټر، دربس موټر، زرنج والا..
موږ تاسې داسې خلک يو چې خپل حق د بل د حق په پايمالولو ګټو. هر سړی وايي، کار نه شته، دې وخت کې يوه مړۍ ډوډۍ ګټل ډېر سخت دي، نو ګاډۍ والا هم د سړک منځ کې ولاړ وي. د سپرليو والا د سړک منځ کې سپرلۍ ښکته پورته کوي. دربس موټر همدغسې...
تېره ورځ يو موټروان د څلورلارې منځ کې له يو پلورونکي د مبايل چارجر اخيست. ټول مخلوق يې ځان پسې درولی و...
انصاف دې روزي شه، نفقه ګټل دې حق دی، خو د بل وخت ضايع کول خو دې حق نه دی. دا ظلم دی. نفقه داسې مه ګټه چې د بل حق پايمال کړې. زموږ ستاسې وطن کې ظلم ريښې کړي، د هر چا خپل خپل ظلم دی..او هېڅوک خپل ظلم ته ظلم نه وايي، ظلم کول خپل حق ګڼي..
ترافيکو ستر سړکونه وېشلي. لومړۍ ليکه د هغه مستقيم تلونکي موټر ده چې په راتلونکي ګرځنې کې بل لور ته اوړي. دوهمه ليکه د هغو موټرو ده چې سيده ځي او هېڅ ګرځني کې نه اوړي. درېمه ليکه بيا د سپرليو د موټرو، د زرنج، د بار د موټر، د رکشاو او ټولو هغو موټرو ده چې ځای ځای درېږي..
دلته زرنج او سپرلۍ موټرې په لومړۍ ليکه ځي، ځای ځای درېږي او سپرلۍ ښکته پورته کوي..د ګرځني موټر په دوهمه ليکه روان وي، چې ګرځني ته ورسېږي، نورو موټرو سره برا برا شي..شاته ټول سړک ځان پسې ودروي..په عينِ وخت کې د ګاډۍ والا د دوی جنجال کې منځ ته ور ولوېږي..پياده هم خلک د زر زر اوړېدو کوښښ کوي، داسې حالت شي، چې د پياده انسانانو لار هم بنده شي..دې وطن کې چې د لسو دقيقو لار وي، يو ساعت مخکې به روانېږې، ګني هر څه به درڅخه پاتې وي...
بېخار استاد په خبرو کې ور ولوېد چې استاذيه دوکاندارانو نه خبر يې؟ وړه او غوړي يې قيمته کړي چې ايران کې جګړه ده. وه خانه دې خرابه مه شه، دا شيان خو تاجکستان نه راځي، د ايران جګړې سره يې څه کار دی؟؟
د زرغون اکا زوی مخکې سېټ کې دوهم نفر سره ناست و، څنګل يې د دروازې کړکۍ کې بهر ويستې وه، مخکې موټر نه يو کس د انرژۍ بوتل پر سړک وغورځاوه..په ښي لاس يې پکول ټينګ کړ او په تکليف يې شاته استاد پسې راوکتل چې دا پر لارو دغه شيان غورځول څنګه دي؟ څوک انرژيانې غورځوي، څوک کاغذونه غورځوي، ښځې ډک ډک پلاستيکونه غورځوي..
استاد ورته وويل چې څوک خپل دين ونه پېژني، دغه به يې حال وي. شريعت وايي چې د لارې حقونه اداء کوئ. د لارې حقونه څه دي؟ خو دا چې بندوئ يې مه، خرابوئ يې مه، ککړوئ يې مه، چټلوئ يې مه، تنګوئ يې مه، سختوئ يې مه، په کې کېنئ مه، خطر په کې مه پيدا کوئ...دا ټول د لارې حقونه دي، خو چې څوک يې ومني..
همغه خبره ده چې هر سړی ظلم کوي او هېڅوک يې نه مني چې دی ظلم کوي..
د. لطف الله خیر خواه