Select your region
and interface language
We’ll show relevant
Telegram channels and features
Region
avatar

Millat Zagh

millatzagh
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Subscribers
1 786
24 hours
-4
30 days
-14
Post views
117
ER
6,55%
Posts (30d)
251
Characters in post
750
Insights from AI analysis of channel posts
Channel category
News
Audience gender
Male
Audience age
25-34
Audience financial status
Middle
Audience professions
Media & Communication
Summary
June 16, 14:04

د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۰
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۸
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ او د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
اسلام اباد: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۹
#MillatZagh

June 16, 12:21
Media unavailable
1
Show in Telegram

د ازبکستان یو ۱۰۰ کسیزه پلاوی راتلونکې میاشت افغانستان ته راځي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان پلازمېني تاشکند ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي ظاهر میرزایف سره د اقتصادي او سوداګریزه همکاریو د پراختیا او افغانستان ته د ازبکي پانګوالو د پانګوني راجلبولو په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت وایي، میرزایف په دې لیدنه کي ویلي چي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په راتلونکې جولای میاشت کي به د دغه هیواد د سوداګرو یوه ۱۰۰ کسیزه پلاوی افغانستان ته سفر وکړي؛ ترڅو د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو له پاره زمینه برابره کړي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په دې لیدنه کي د پانګوني د فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډي د زیاتوالي او متقابلو اړیکو په اړه هم خبري کړي او د هغو د پراختیا له پاره ئې د دواړو لورو پر همږغۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.
#MillatZagh

June 16, 11:52
Media unavailable
1
Show in Telegram

کابل کي یو چینايي مسلمان سو
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، په کابل کي د "لي نام" په نوم یوه چینايي کس د اسلام مبارک دین منلی او مسلمان سوی دی.
یاد وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، هغه د دغه وزارت د عرفان او دیني امکانو د انسجام د مرستیال مولوي عبدالسلام سعادت او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کي کلمه ویلې او مولوي سعادت په محمد ایوب نومولی دی.
#MillatZagh

June 16, 10:45
Media unavailable
1
Show in Telegram

افغانستان کي د ملګرو ملتونو نوي مرستیال خپله دنده پیل کړه
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا ټاکل سوی د ځانګړي استازي مرستیال او همږغي کوونکی برونو لمارکي نن (سه شنبه) کابل ته راغلی او په خپله دنده ئې پیل کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، هغه د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د انډریکا راټوټه پر ځای ټاکل سوی او په افغانستان کي به د ملګرو ملتونو د پراختیايي څانګي مشري هم پر غاړه لري.
هغه داسي مهال کابل ته راغلی چي، پرون ملګرو ملتونو په افغانستان کي د دوی د سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د راتلونکي ۲۰۲۷ زېږدیز کال د جون تر ۱۷مي نېټې تمدید کړ.
#MillatZagh

June 16, 09:41
Media unavailable
1
Show in Telegram

د واخان سړک جوړولو کارونه ۷۵ سلنه بشپړ سوي
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، د ۳۶۵ میلیونه افغانۍ په لګښت د افغانستان او چین ترمنځ د واخان سړک جوړولو کارونه ۷۵ سلنه بشپړ سوي او پاته نور به ئې هم په راتلونکي کي بشپړ او ګټي اخستني به وسپارل سي.
دغه وزارت وايي، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف الدین مسلم د دغه سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې او ویلي ئې دي چي، د دا سړک په جوړېدلو سره به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګوني او اقتصادي تعاملاتو نوې لاره پرانستل سي او دا به د سیمي د اقتصادي دهلېز په نقشه کي خورا ګټوره تمامه سي.
د سرچینې په وینا، پر یاد سړک د جغل اچولو کارونه ۷۵ سلنه بشپړ سوي او پاته چاري ئې هم په چټکۍ سره رواني دي.
تر دې مخکي د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت هم ویلي و چي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال تر پایه به د دغه سړک جوړولو کارونه بشپړ او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
#MillatZagh

June 16, 07:17

نن منځنۍ د غبرګولي میاشتي ۲۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي
:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۲۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته
: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي
:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته
: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي
:
پټرول: لېټر په ۶۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۶ او په عام بازار کي کیلو په ۶۰ او ۶۱ افغانۍ.
#پته
: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله
:
یو ډالر: ۶۴،۴۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۳،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۰ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته
: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh

June 16, 07:05
Media unavailable
1
Show in Telegram

د پنجشېر له کانونو څخه د څه کم ۱۴۰ زره ډالرو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، د دغه ولایت له کانونو څخه رایستل سوي درې زره او ۲۰۸ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لاري په ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو خرڅ سول.
لټون وايي، دغه زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له خوا پر ملي سوداګرو خرڅ سوي دي.
تېره سه شنبه هم د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل سوي ۱۱ زره او ۸۴۲ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لاري په څلور میلیونه، ۷۷۰ زره او ۳۶۰ افغانۍ پر ملي سوداګرو خرڅ سول.
#MillatZagh

June 16, 06:42
Media unavailable
1
Show in Telegram

د خوړو او درملو په غونډه کي د بې کیفیته خوړو او درملو پر مخنیوي ټینګار سوی
ارګ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د اسلامي امارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو او درملو د پلاوي په غونډه کي دغه پلاوي ته دنده سپارلې؛ ترڅو په بازارونو کي د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو د مخنیوي هڅي وکړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه غونډه پرون (دوشنبه) غرمه په ارګ کي جوړه سوې وه او یاد پلاوي ته د بې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکي توکو او درملو د مخنیوي، د اړتیا وړ درملو د شمولیت او د هیواد د درملو د تنظیم سیسټم د معیاري کولو دندي سپارل سوي دي.
په خبرپاڼه کي د حنفي په حواله راغلي چي، یاد پلاوی باید په بازارونو کي د بې کیفیته او تر وخت تېرو درملو او خوراکي توکو د خرڅلاو مخنیوی وکړي.
#MillatZagh

June 16, 05:59
Media unavailable
1
Show in Telegram

کابل کي د افغانستان- منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو غونډه پیل سوه
د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندي د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کي د افغانستان- منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو ګډه او سیمه ییزه غونډه پیل سوه.
یاده غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خوا پیل سوه او هغه یادي غونډي ته ویلي چي، له دې غونډي څخه ئې موخه د افغانستان او منځنۍ اسیا د سیمه ییزو او متقابلو اړیکو پراختیا او د هغو ارزونه ده.
امیرخان متقي د امریکا متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د سوي هوکړي هرکلی هم کړی او جګړه ئې په سیمه کي د ټولو لورو په زیان بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغه غونډه کي د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان هیوادونو د ستراتیژیکو مرکزونو مشرانو، څېړونکو او پالیسي جوړوونکو ګډون کړی چي، د افغانستان- منځنۍ اسیا د سیمه ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګوني او اقتصادي همکاریو په اړه تر خبرو وروسته به د افغانستان او منځنۍ اسیا د ګډو همکاریو د پراختیا عملي وړاندیزونه وړاندي کړي او د افغانستان او منځنۍ اسیا اوسنۍ اړیکي به هم وارزوي.
#MillatZagh

June 16, 04:42
Media unavailable
1
Show in Telegram

یوه ازبکي شرکت په افغانستان کي د سرو زرو او مسو پر کانونو پانګوني ته لېوالتیا ښودلې
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ازبکستان یوه شرکت د افغانستان د سرو زرو او مسو پر کانونو پانګوني ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغه وزارت وايي، د یاد شرکت مسؤلین کابل ته راغلي او پرون (دوشنبه) ئې د دغه وزارت د برنامو او پالیسۍ له مرستیال عبدالرحمان قانت سره په لیدنه کي پر یادو کانونو د پانګوني په اړه خبري کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، قانت د هغوی د پانګوني هرکلی کړی او ویلي ئې دي چي، د دې موضوع د تعقیب له پاره به په راتلونکي کي د دواړو خواوو د کمېټو ترمنځ ناستي هم ترسره سي.
#MillatZagh