
Millat Zagh
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۷
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۵
روزګان: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۸
بلخ: اسمان ځای، ځای وریځ، تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۸
#MillatZagh
پر ټکانو مطلق ډول بندیز ولګول سو
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د خوښیو په مراسمو کي پټاقۍ او ټکان کول په مطلق ډول بند دي او له سرغړوونکو کسانو سره به قانوني چلند وسي.
دغه وزارت ویلي، دا پرېکړه د خلکو د ازار د مخنیوي په خاطر سوې ده.
تر دې مخکي د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د پټاقیو او ټکانو واردات او د هغو خرڅول بند کړل.
#MillatZagh
د کور ساتني د وسلو کارول یوازي تر کوره محدود سول
د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کسان، چي د کور ساتلو له پاره ئې د وسلو جوازونه ترلاسه کړي وي، تر دې وروسته دغه وسلې یوازي او یوازي د کور ساتلو له پاره استفاده کولای سي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د ځان، دوکان، سوداګریز ځای او نورو موخو له پاره د یادو وسلو کارول "خلاف عمل" دی او د سرغړوني په صورت کي به وسله "ضبط" او له سرغړوونکي سره به "قانوني چلند" وسي.
#MillatZagh
آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د خرڅلاو اکاونټ ارزانه کړ
آریانا افغان هوايي- دولتي شرکت وايي، د ټکټونو خرڅولو د اکاونټ جوړولو بیه ئې ۷۵ سلنه را کښته کړې ده.
سرچینې ویلي، اوس هر کورنی سیاحتي شرکت د ۵۰ زره افغانیو او بهرنی سیاحتي شرکت د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کي د دوی د ټکټونو خرڅولو اکاونټ جوړولای سي.
یاد شرکت ویلي، دا پرېکړه ئې د ټکټونو خرڅولو د زیاتوالي او د سیاحتي شرکتونو له پاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه کړې ده.
تر دې مخکي د یاد شرکت د ټکټونو د خرڅلاو د اکاونټ جوړولو بیه په هیواد کي دننه ۲۰۰ زره افغانۍ او د بهرنیو شرکتونو له پاره معادل وه.
#MillatZagh
سږ کال افغانستان ۷،۲ ملیارد ډالره صادرات او واردات کړي
د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي افغانستان اووه ملیارده او ۲۵۵،۱ میلیونه امریکايي ډالره صادرات او واردات کړي دي.
یادي ادارې ویلي، په دغه راکړه ورکړه کي ۵۹۸،۵ میلیونه ډالره د افغانستان د وچي او تازه مېوې، طبي بوټو، معدني موادو، تخمونو او نورو توکو صادرات او شپږ ملیارده ۶۵۶،۶ میلیونه ډالره د روغنیاتو او نفتي موادو، ماشینونو، ټرانسپورټي وسایطو او پرزو، فلزاتو او غیر فلزاتو، اوړو، غوړو او نورو توکو واردات دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي، سږ کال د افغانستان صادرات تر تېر کال ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کم سوي؛ خو واردات ئې تر تېر کال ۱۱۶،۳ میلیونه ډالره زیات سوي دي.
#MillatZagh
کویټ له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته وکړل
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، د کویټ پراختیايي صندوق له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
اوچا نن (سه شنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، په دې مرسته به اړمنو افغانانو ته ژوند ژغورونکي او بشري مرستي برابري کړي.
#MillatZagh
ازبکستان ته د ټانکرونو صادرات پیل سول
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونه وايي، له هرات څخه ازبکستان ته د ټانکرونو صادرات پیل سوي او تمه ده د یوې هوکړي له مخي د ۱،۵ میلیونه امریکايي ډالرو ټانکرونه دغه هیواد ته صادر سي.
یادي خوني ویلي، دا صادرات دغه هیواد ته د شپږو ټانکرونو په صادرولو سره پیل سول او په راتلونکي کي به تر ۵۰ زیات نور ټانکرونه هم دغه هیواد ته صادر سي.
د دغه ولایت د صنایعو او معدنونو خوني رئیس عبدالناصر امین وایي، هڅي رواني دي چي د ازبکستان سره، سره تاجکستان، قزاقستان، روسیې او نورو اسیايي هیوادونو ته هم دغه صادرات پیل سي.
#MillatZagh
نن منځنۍ د لړم میاشتي ۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي
:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته
: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي
:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته
: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي
:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۸۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته
: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله
:
یو ډالر: ۶۵،۰۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۳۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته
: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
ازبکستان ته د افغانستان د غوښو او پټاټو صادرات زیاتېږي
د ازبکستان د کرهڼي وزارت مرستیال جمشید عبدو ذوکروف ویلي، هیواد ئې غواړي له افغانستان څخه په زیاته کچه غوښي او پټاټې خپل هیواد ته واردي کړي.
د افغانستان د کرهڼي وزارت وايي، جمشید دا څرګندوني د یاد وزارت له مرستیال صدر اعظم عثماني سره په یوه انلاین ناسته کي کي کړي او ویلي ئې دي چي له افغانستان څخه ازبکستان ته د باکیفیته غوښو او د بامیان د پټاټو واردات زیاتوي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په دې ناسته کي د افغانستان او ازبکستان د کرهڼیزي همکارۍ د پراختیا، په هیواد کي د پنبې د کرکېلي د زیاتوالي، په فاریاب کي د باغونو جوړولو او د کرهڼیزو مختصصینو د ظرفیتونو د لوړولو په اړه هم خبري کړي او جمشید ډاډ ورکړی چي هیواد ئې په یادو برخو کي له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
#MillatZagh
په کندهار کي په ۵۲ میلیونه افغانۍ ۲ پروژې پیل سوې
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، د کندهار په سپین بولدک او لوړ شاولیکوټ ولسوالیو کي ئې په ۵۲ میلیونه فغانۍ د دوو پراختیايي پروژو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په یادو پروژو کي د ۱۳۱۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال، د ۳،۶۱ کیلومتره جغلي سړک او د ۵۴۵ متره معبر جوړول شامل دي، چي لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
#MillatZagh