Select your region
and interface language
We’ll show relevant
Telegram channels and features
Region
avatar

نوښتګر فکر

nawakhtgar_fekar
نوي نسل ته؛ نوی او متفاوت فکر بویه! 🇦🇫 فلسفه، ټولنپوهنه، روانشناسي، ادب، ذوق او افکار. @Pamir_nangyal
Subscribers
7 831
24 hours
-3
30 days
11
Post views
527
ER
6,73%
Posts (30d)
57
Characters in post
322
Insights from AI analysis of channel posts
Channel category
Psychology
Audience gender
Female
Audience age
25-34
Audience financial status
Middle
Audience professions
Psychology & Counseling
Summary
July 28, 08:42
Media unavailable
1
Show in Telegram

د یو چا اخلاقي سویه له هغه چلنده معلومېږي چې له خپل مخالف سره یې کوي. زما په باور هر واقعي بری بې اخلاقو ممکن نه دی. هر څوک چې لویو او سپېڅلو هدفونو ته د رسېدو ارزو لري، تر هر څه ړومبی ورته لازمه ده چې د اخلاقو لمن ټينګه ونیسي.
“استاد اسدالله غضنفر”

July 28, 06:19
Media unavailable
1
Show in Telegram

نېلسن منډیلا وایي:
«ما دا زده کړل چې زړورتیا د وېرې نشتوالی نه دی،
بلکې پر وېرې برلاسه کېدل دي.
زړور انسان هغه نه دی چې هېڅ ویره نه احساسوي،
بلکې زړور انسان هغه دی چې خپله ویره یې تر خپل واک لاندې راوستلې وي.»
او نېل ګېمن وایي:
«زړورتیا دا معنا نه لري چي انسان دې هیڅ وېره ونلري؛
بلکې زړورتیا دا ده چې انسان وېرېدلی وي،
ډېر وېرېدلی، ان تر وروستي حده،
خو بیا هم د سم کار کولو جرئت ولري.»
ژباړه: خاطر

July 27, 06:02
Media unavailable
1
Show in Telegram

ستاسو تر ټولو غوره ملګري هغه دي چې یوازې ستاسو د غږ له انداز څخه
‏ستاسو خوښي او خپګان درک کولای شي.
‏همدا ډول ملګرتیا د رښتینې مینې، باور او ژورې پېژندنې نښه ده.

July 26, 14:26
Media unavailable
1
Show in Telegram

‏له خپل ځان څخه د کمزوري انسان سره ستا چلند، ستا د اصلي اخلاقو څرګندونه کوي.
‏له قوي او شتمنو خلکو سره ښه چلند کول اسانه دي؛ خو د هغو کسانو عزت کول چې ستا په پرتله کمزوري وي، د انسان د شخصیت، تربیې او زړه رښتینی معیار دی.
🤍
🌿

July 25, 19:18
Media unavailable
1
Show in Telegram

‏انسان باید له خپل ځان سره دومره مینه ولري چې د یوې ښې ورځې د تېرولو لپاره د نورو د اړیکې، پیغام یا موسکا په تمه پاتې نه شي.
‏حقیقي سکون هغه وخت راځي چې د خوښۍ سرچینه دې له خپل زړه او له خپل رب سره په اړیکه کې وي، نه د خلکو په پام او تایید کې.
🤍
🌿

July 25, 18:59
Media unavailable
1
Show in Telegram

‏که د ژبې له امله رامنځته کېدونکو ستونزو ته لږ فکر وکړو، نو پوه به شو چې په چوپتیا کې څومره سکون، عزت او آرام نغښتی دی.
‏ځینې وختونه یوه خاموشي له زرګونو بې‌ځایه خبرو غوره وي؛ ځکه هره خبره د ویلو نه وي، او هر حقیقت د هر وخت لپاره مناسب نه وي.
🌱

July 25, 17:55
Media unavailable
1
Show in Telegram

د شراب پلورنځي مخې ته ولاړ ملا خلکو ته وویل چې شراب مه څښئ، ګناه او جرم دی! هڅه یې کوله چې خلک شرابخونې ته له ورننوتلو منع کړي. دا وخت یو سړی د شراب خونې له دروازې راووت، ملا ته یې وویل: اې ملا صیب! تا کله څښلي؟ ملا د نه ځواب ورکړ چې نه، هېڅکله نه. سړي وویل، راځئ!! تاسې یو ځل دا وڅښئ، که یې خوند درنه کړ، تر دې وروسته به یې زه هم نه څښم. ملا ورته وویل چې سمه ده؛ خو په دې شرط چې ماته به یې د چای پیاله کې راوړئ؛ تر څو خلک راباندې د شرابي فکر ونه کړي او دا ونه وایي چې پلانی ملا شرابخور دی. سړی شراب پلورونکي ته ورغی او ورته یې وویل چې د چای په پیاله کې د ویسکي دوه ګوټه واچوه. شراب خرڅوونکي پوښتل: «ایا ملا بیا راغلی؟»
“سعادت حسن منټو”

July 25, 15:07
Media unavailable
1
Show in Telegram

‏سخت او ډېر زورور والدین تل کامل او مثالي ماشومان نه روزي؛ ډېر وخت یوازې داسې ماشومان روزي چې د سزا له وېرې دروغ ویل زده کوي.
‏مینه، درناوی او سالمه روزنه د وېرې او سختۍ په پرتله د ښه شخصیت په جوړولو کې ډېر اغېزمن دي.

July 25, 14:40
Media unavailable
1
Show in Telegram

‏د لېوالتیا له منځه تلل، د کرکې له احساسه هم ډېر ترخه وي؛ ځکه کرکه لا هم یو احساس دی، خو بې‌پروايي د احساساتو پای وي.
🥀
🤍

July 24, 22:10
Media unavailable
1
Show in Telegram

یوه ورځ، یو هوښیار سړي له خپلې زیرکې مېرمنې وپوښتل: مینه څه ته وايي؟
مېرمنې یې وویل: پخوا به خلکو د مینې لپاره قربانۍ ورکولې، خو نن سبا مینه یوازې یوه تفریح او د ساعتېرۍ وسیله ده.
هغه بیا ځنې وپوښتل: د ملګرو په اړه دې څه نظر دی؟
مېرمنې یې وویل: پخوا به، په هر ستونزمن وخت کې زموږ تر څنګ یو ریښتینی ملګری ولاړ و، خو اوس په هر ستونزمن وخت کې موږ یو ملګری له لاسه ورکوو. کله چې ملګري، زموږ ستونزې ویني، موږ یوازې پرېږدي او تښتي.
هغه بیا وپوښتل: د خپلوانو په اړه څه وایې؟
مېرمنې وویل: پخوا به خپلوان زموږ ستر ملاتړ ؤ، خو اوس دوی یوازې له موږ سره حسد کوي.
ـ حقیقت دا دی چې د خلکو په ژوند کې ډېر څه بدل شوي دي.
زما په اند، د دې تر ټولو لویه وجه د پیسو سره مینه ده، چې د خلکو پر زړونو او ذهنونو واکمنه شوې ده.
ژباړه: مِهرِستان
🍂