Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

نوښتګر فکر

nawakhtgar_fekar
نوي نسل ته؛ نوی او متفاوت فکر بویه! 🇦🇫 فلسفه، ټولنپوهنه، روانشناسي، ادب، ذوق او افکار. @Pamir_nangyal
Подписчики
7 780
24 часа
4
30 дней
-22
Просмотры
800
ER
10,28%
Посты (30д)
38
Символов в посте
351
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Психология
Пол аудитории
Женский
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Психология и консультация
Краткое описание
September 20, 04:43
Файлы недоступны
2
Открыть в Telegram

د کورنیو له لوري د ځوانانو نه درک کول د هغوی د اړتیاوو او احساساتو نه پېژندل او د غوښتنو او خبرو پر وړاندې یې غوږونه کاڼه اچول یوه ساده او عادي تېروتنه نه ده کله ناکله د یوه ځوان د ټول ژوند مسیر بدلوي.
کله چې ځوان په خپل کور کې د خپل درد اړتیا او خبرو لپاره ځای پیدا نه کړي طبیعي ده چې د کور له دباندې د هغه چا په لټه کې شي چې خبرې یې واوري احساسات یې درک کړي او تشه یې ډکه کړي.
خو همدا هغه ځای دی چې ډېرې ناسمو اړیکو ته دروازه پرانیستل کېږي هغه اړیکې چې باید یې نه وای ساتلې پکې خښ شي آن کیسه تر دې کچې خرابه شي چې وروسته همدا خپله کورنۍ پرې سرګردانه او خفه شي او غټ جنجالونه او بدنامۍ تر کور ورسېږي.
زه فکر کوم ځوانان یوازې ډوډۍ جامې او پیسې نه غواړي هغوی غوږ درک باور عاطفي او رواني امنیت هم غواړي خو له بده بخته زمونږ ټولنه کې دې شي ډېر په کم نظر کتل کېږي.
تسنیمه! دا عذاب جواب نۀ لري
کله چې خپل کور کې پردی شي سړی!
“ریاض تسنیم”

September 19, 11:22
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

دا نړۍ دې د مور په څېر نه ده، چې د ورځې پرې غصه وکړې او ماښام درته غږ وکړي چې راشه ډوډۍ وخوره. هېڅکله نه! دا نړۍ به دې له لوږې مړ کړي.
“دوستوفسکي”
ژباړه: طارق

September 16, 18:33
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

جبران وایي:
یوه سپین سرې ملكه پر خپل تخت ويده وه، څلورو غلامانو یې ورته پکي وهل، چوپتيا خپره وه، اخر دې يو غلام وويل: دا ملكه د خوب پر مهال څومره بدرنګه ښکاري.
د ملکې سره یې پیشو هم پر تخت ناسته وه، پیشو یې د غلام د خبرې په ځواب کې وویل: ملكه د خوب پر مهال دومره بده ښکاري، لکه تاسې چې د بیدارۍ پر مهال غلامان یئ!
بل غلام وويل: ښکاري چې ملکه کوم بد خوب ویني.
پیشو بیا ورته وویل: کاش! چې تا د خپلې ازادۍ خوبونه لیدلی!
درېیم غلام وويل: ښکاري چې ملکه په خوب کې هغه خلک ویني، چې ده وژلي، ځکه داسې ناارامه ده.
پيشو یې په ځواب كې وويل: هو! ملکه ستاسې غلامان پلرونه او نیکونه په خوب کې ویني.
څلورم غلام وويل: موږ لګیا یوو، خبرې مو شروع کړي؛ خو د پکي وهلو ذلت مو هېر دی.
پیشو غلي له ځانه سره وویل: ته به تل همداسې غلام یې او پکي به وهې.
ژباړه: تسل

September 16, 18:32
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

کله چې دې یوه تېروتنه وکړه؛ نو سمدستي به زیات شمېر خلک دا هېر کړي، چې تا ډېرې ښېګڼې هم لرلې.
بل ځای وایي: ډار مو د مړینې مخه نه نیسي؛ خو ژوند درته بیخي زیات تریخولی شي.
“نجیب_محفوظ”

September 16, 01:22
Файлы недоступны
3
Открыть в Telegram

ګومان کوم، د دې نړۍ له حقیقتونو څخه یو همدا دی چې موږ اړ یو د هغو ټولو شیانو د له منځه تلو شاهدان واوسو چې مینه ورسره لرو.
“بوکوفسکي”

September 14, 16:46
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

🫂

September 14, 03:01
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

پروفیسور یونګ په خپل کتاب خودناشناخته کې يو ځای ليکي: که میلیونونه صفرونه سره یوځای کړئ، په پای کې به مو په لاس کې له صفر پرته بل څه نه وي. بې‌شخصیته انسان یو صفر دی؛ او میلیونونه بې‌شخصیته انسانان داسې ټولنه جوړوي چې ارزښت او خپلواکه اراده یې صفر وي.

September 12, 12:04
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

موږ اکثریت په پېچلو سیستمونو کې ځانونه بوخت ساتو او خپلې ورځنۍ بوختیاوې له اضافي چارو ډکوو، بیا داسې احساس کوو چې ګواکې ډېر کار مو کړی او دا خپلې لاستې راوړنې ګڼو؛ په داسې حال کې چې په حقیقت کې مو فقط شور و ګډوډي جوړه کړې وي.
رښتینی ظرافت او کمال په دې کې نه دی، چې زیات څه وکړو؛ بلکې په دې کې دی، چې چارې ساده او لنډې کړو.
ځکه خو به داوینچي ویل: ساده والې د کمال نهايي بڼه ده
#ژباړه_او_زیاتؤنه
: طارق

September 10, 08:17
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

تر ټولو بد زیان دا دی، چې ته د یو چا پر وړاندې د اوږدې مودې لپاره مینه، عقيدت او د باور جذبه په زړه کې ولرې؛ خو بیا څه وخت وروسته هغه درته د خپلو کړنو له مخې دا ثابته کړي، چې هغه هېڅکله د داسې قیمتي جذبو وړ نه و. زموږ د جذباتو ضایع کیدل تر ټولو ستر زيان وي.
#ژباړه_تسل

September 08, 05:20
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

د هر ملت لپاره د آزادۍ یو حد شته. د آزادۍ کچه د هغه ټولنې د خلکو د فکري ودې او پوهاوي له کچې سره مستقیمه اړیکه لري.
په هغه ټولنه کې چې د خلکو فکري لید او شعور ټیټ وي، د آزادۍ چت هم هماغومره ټیټ وي.
کله چې د آزادۍ چت ټیټ وي، لوی او بااستعداده خلک دومره ځپل کېږي چې له منځه ځي؛ خو کم‌فکره خلک په ازادۍ سره میدان ته راوځي. ځینې لوی انسانان هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره دومره سر ټیټوي چې بالاخره پخپله کوچني کېږي.
همداسې د آزادۍ چت ورځ تر بلې ټیټېږي، خلک ورځ تر بلې ډېر سر ټیټوي؛ تر دې چې ملا یې کږه شي او بیا د نېغ درېدو توان له لاسه ورکړي.
“داستایوفسکي”