
پښتو بیتونه
په زور مې مه راکاږه خدای ته ګوره
ډکه حجره ده، زه خراب یم یاره
ممتاز اورکزے
د تنهايۍ درد ما ليدلی دی، احساس لرمه
لۀ ځنګل راشم د تنها ونې تر څنګ کېنم
مهران
بس له مجبوریو د ښې ورځې په ارمان دی ژوند
څوک دې رانه نه پوښتي چې څنګه دې روان دی ژوند
ډیر کلونه وشول خو په دې باندې پوه نشوم چې
زه په ژوند تاوان یم، که په ما باندې تاوان دی ژوند
اجل احمدزی
وار پۀ وار او دم پۀ دم ناوخته کېږي
کيسې لنډې کوه ځم، ناوخته کېږي
ژوند مې ځان سره پۀ دومره بېړه بيايي
چې در ګورم شاته هم، ناوخته کېږي
که پرېږدم یې نو ذرې، ذرې بۀ پروت يم
کۀ زړګی راټولوم، ناوخته کېږي
همت کوچی
ممتازه! وخوړل غږونه خاموشیو رانه
زما د برخې دا انګار هم شو ایرو کښې دفن
#ممتاز
🌸
هغه په کړس خندو دې نشته
دې دُنیاګۍ غمونو وخوړې مئیــنه
#لنډۍ
زه هسې هم د وضاحت له زوره پرېوتمه
رب دې قایمه ساتي ستا بدګماني جانانه
ممتاز اورکزے
لکه سېل چې رژوي کمر دشګو
نړوي مې هسې مينه وار په وار
ـــــــــــــــــــ
حميد بابا
د ستړي ژوند او ستړې بخت به درته څه ووایم
لکه د کونډې چې يؤ زوی وي، هغه هم ليونی
؟
سترګې ډوبې له وحشته، ساه مې وځي اضطرابه
شابه لار راکړه ثوابه، ما له غېږ راکړه عذابه
؟