
RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام هڅه کوي چې د اقتصادي بیا رغونې پروګرام د افغانستان پینځو ولایتونو ته وغځوي.
د کاپیسا ولایت د دارالعلومونو او مدرسو لس تنه ممتاز زده کوونکي داسلامي زده کړو معینیت له لوري وستایل شول.
کاوش؛
د سیاسي چارو کارپوه سیدعبادالله صادق وايي، ملګري ملتونه باید د ملتونو همکار وي.
بشپړه خپرونه
⬇️
https://youtu.be/3sRtjSlRBzQ?si=O54RzPeqnuc_rFBq
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ټولنیز نظم او د خلکو د ارامۍ لپاره د پټاکیو او هغو توکو استعمال چې د خلکو د اذیت او وېرې سبب کېږي منع اعلان کړل.
هېواد کې د ۳۰۰ لویو او کوچنیو کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله د اهل السنه و الجماعه عقیده کتاب په اړه علمي غونډه جوړه شوه.
اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پر دوام او د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ټینګار کړی.
د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسولینو د مسلکي زده کړو کورسونو له درسي بهیر څخه لیدنه کړې.
په بلخ کې د یو شمېر سړکونو د بیارغونې او قیر اچونې پروژه پیل شوه.