Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

rtapashto1
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Подписчики
3 950
24 часа
30 дней
-60
Просмотры
80
ER
2,03%
Посты (30д)
804
Символов в посте
307
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Политика
Пол аудитории
Мужской
Возраст аудитории
35-44
Финансовый статус аудитории
Низкий
Профессии аудитории
Государственный и публичный сектор
Краткое описание
June 12, 08:48
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

په تهران کې د افغانستان سفارت ویلي چې ۱۶۵ افغان بندیان، چې د بند موده یې پوره شوې وه، د هویت له تثبیت او د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
سفارت زیاتوي چې د دې بهیر په ترڅ کې یوه ایرانۍ ښځینه بندي هم له افغانستان څخه ایران ته سپارل شوې ده.
د لېږدول شویو افغان بندیانو په ډله کې ۸ نارینه او یوه ښځه هم شامل دي چې د ایران محکمو د اعدام سزا ورته ټاکلې وه.

June 12, 08:25
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

استرالیا، کاناډا او بریتانیا د سولې د یوه ګډ صندوق په جوړولو سره د فلسطین او اسراییل د شخړې د پای ته رسولو لپاره د دوو دولتونو د حللارې ملاتړ اعلان کړی دی.
د دې طرحې له مخې، هر هېواد به دغه صندوق ته یو میلیون پونډ مرسته ورکوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا صندوق به د خلکو له لوري پر مخ وړل کېدونکو پروژو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د مدني ټولنو بنسټونو او د ښځو د ګډون پروګرامونو ملاتړ وکړي.
دا اقدام وروسته له هغه ترسره شوی چې دغو درېیو هېوادونو له فرانسې، نیوزیلنډ او ناروې سره یوځای د اسراییلي مېشتو کسانو د تاوتریخوالي او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو شبکو پر ضد په لوېدیځه غاړه کې همغږي بندیزونه اعلان کړل.

June 12, 07:18
Файлы недоступны
2
Открыть в Telegram

زندان؛
نن ماښام ۰۶:۰۰ بجې!

June 12, 07:00
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

د جنوبي کوریا پخوانی ولسمشر یون سوک یول، د شمالي کوریا خاورې ته د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو لېږلو په تور په ۳۰ کاله بند محکوم شو.
د الجزیرې د راپور له مخې، یادو بې‌پیلوټه الوتکو، چې د پیونګ یانګ په وینا تبلیغاتي پاڼې یې هم لېږدولې، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د دواړو هېواونو ترمنځ پوځي کړکېچ زیات کړی و.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي له خوا په ۲۰۲۴ کال کې د پوځي واکمنۍ اعلان له پراخو سیاسي غبرګونونو سره مخ شوی و.

June 12, 05:55
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د مسافرو د ارزانه او اسانه سفر په موخه یې د کابل ــ دوبۍ ترمنځ د الوتنو د ټکټونو بیه کې د پام وړ کموالی رامنځته کړی دی.
یاد شرکت وايي، د نوي تخفیف له مخې، اوس د کابل ــ دوبۍ سکټور مسافرين کولای شي، چې په (۲۹۰) امريکايي ډالره دوبۍ ته سفر ورګړي.

June 12, 05:22
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د محتسبینو په دعوت او هڅو سره په هېواد کې د ښځو له لوري د حجاب کولو کچه لوړه شوې ده.

June 12, 04:39
Файлы недоступны
2
Открыть в Telegram

د ازادۍ او امنیت ساتونکي؛
د ۲۱۷ عمري قول اردو له تعلیمي مرکز څخه فارغ شوي مجاهدین وايي، د ولس او خاورې څخه دفاع کولو وړتیا لرو.

June 12, 04:14
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

د ایران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري، د ډونالډ ټرمپ د هغې ادعا په غبرګون کې چې ګواکې هوکړه نهايي شوې، ویلي چې تر اوسه له امریکا سره هیڅ کومه هوکړه نه ده شوې او د تهران له لوري هېڅ وړاندیز نه دی منل شوی.
د نوموړي په وینا، هره احتمالي راتلونکې هوکړه باید د ایران اساسي غوښتنې په بشپړه توګه په پام کې ونیسي؛ د ایران کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی، د دغه هېواد د ستراتیژیکو ګټو په رسمیت پېژندل او د اټومي پروګرام اړوند دریځونو ساتل باید په پام کې ونیول شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې واشنګټن او تهران یوې هوکړې ته رسېدلي او د ایران د اټومي پروګرام موضوع حل شوې ده.

June 12, 03:53
Файлы недоступны
2
Открыть в Telegram

په شانګهای سازمان کې د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، روسیه د افغانستان ــ شانګهای تماس ډلې اړیکو بیا پیل یوه اړتیا بولي.

June 12, 03:02
Файлы недоступны
1
Открыть в Telegram

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د دونېڅک په ختیځه سیمه کې د روزکیشنه کلی، چې د کوستیانتینیکا مهم ښار ته نږدې موقعیت لري، او همدارنګه د خارکیف په سیمه کې د اوخریمیکا ښارګوټی نیولي دي.
بل لور ته، اوکراین تر اوسه د یادو سیمو په اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکراین چارواکو ویلي چې روسي ځواکونو د اوخریمیکا په شاوخوا کې بریدونه ترسره کړي دي.