
باختر خبري آژانس - پښتو
د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز، الجهاد، کوهستانات، بلخاب، سید آباد، سانچارک، سوزمه قلعه، ګوسفندي او صیاد ولسوالیو کې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
په دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د اوبو کوچنیو بندونه، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
#باختراژانس
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور نن د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د یونیسف استازو ویلي، دغه دفتر به د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ لازیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.
ناسته کې د ښاغلي منصور ویلي، کوښښ دې وشي چې پروژې په ښه کیفیت او پروخت بشپړې شي څو خلک ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
#باختراژانس
📰
د باختر اژانس مهم خبرونه.
📅
۱۴۰۵/٨/٥ - ۱۴۴٨/٥/١٥-
2026/10/27
https://x.com/bnapashto
دامربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونواوریدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي ځوانانو او محصلینو ته په خطاب کې ویلي: «تاسې د اسلامي امت او افغانستان راتلونکی یاست، موږ ډاډه یو چې راتلونکی نسل به د اسلامي شريعت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ارزښتونو ساتونکی وي.»
نوموړي دا هم ویلي، اوس تعصب له منځه تللی او ټول افغانان یو ملت یو.
د نوموړي دغه څرګندونې تازه یاد وزارت په اېکس پاڼه خپرې کړې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
په لومړي ځل د هرات خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګره دوبۍ ته مستقیمې الوتنې پیل شوې.
د دغه هوايي ډګر مسوولین وايي، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې هره اوونۍ به له هرات څخه دوبۍ ته یوه مستقیمه الوتنه کېږي.
#باختراژانس
د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، ټولو هېوادوالو هټۍ وال او د پټاقيو واردوونکو تولیدوونکو، پلورونکو او هغو ټولو اشخاصو ته چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پټاقیو او ورته توکو په تولید واردولو پلورلو، پېرلو او کارولو کې ښکېل دي خبر ورکوو، چې په مراسمو او نورو ورته غونډو کې د پټاقیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د وېرې ځورونې او رواني نا ارامۍ لامل کېږي، له دې وروسته په مطلق ډول منع دي.
د خلکو ارامي هوساینه رواني امنيت او د هغوی حقونو ته درناوی د یوه سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي له همدی امله د خوښیو مراسم بايد د اسلامي لارښوونو له مخې ترسره شي.
یاد وزارت په جدي ډول ویلي، که چېرته له دې وروسته څوک له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي د نافذه قوانينو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
#باختراژانس
نن په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب «له نشهيي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه شوې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، زموږ لپاره اوس لوی تشویش او سرخوږی د افغانستان په ګاونډ کي په ډیره پراخه پیمانه د مخدره توکو کښت او بیا قاچاق دی چي که نړیواله ټولنه یې مخنیوي ته توجه ونکړئ نو دا مبارزه به نیمګړې پاته شي، همدارنګه که د افغانستان د اسلامي امارت قاطع اقدامات دقیق و نه ارزول شي او د مخدره توکو دکنترول راپورونه په غیر مسلکي شکل ترتیب شي او د ساحو حقیقي ارزونه ونه شي، یا د مغرضو کړیو روایت ته تشهیر ورکړل شي دابه له دې کامیابي مبارزې سره لویه جفا وي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر وویل، په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې د نشهيي توکو پر وړاندې ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې، ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي، ۳۰۱ د پروسس لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه فابریکې او د الکولي مشروباتو ۱۵ فابریکې کشف او تړل شوې دي.
#باختراژانس
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هېواد د ګمرکونو د امنیتي کامرو د څارنې نوی مرکزي کنټرول روم، چې د شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
له دې مرکز څخه اوس مهال د هېواد د پنځو لویو ګمرکونو (هرات، کندهار، ننګرهار، نیمروز او آقینې) امنیتي کامرې په ۲۴ ساعته ډول څارل کېږي.
د یاد مرکز په فعالېدو سره به د ګمرکونو د امنیتي وضعیت او د ټرانزیټي محمولو د تګ راتګ څارنه لا دقیقه او اغېزمنه شي.
#باختراژانس