
Kabul News TV
د بریتانیا نوي حکومت «ستیفن دوتي» د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا او د بندیزونو دوسیې په برخه کې خپل د بهرنیو چارو د دولت وزیر ټاکلی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس ذبیح الله امیري نن سهار د فیض آباد - بهارک پر لارې په یوه وسله وال برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځایي چارواکو ویلي د وسله والو او د امیري د ساتونکو ترمنځ نښتې کې یو وسله وال وژل شوی او تر یو لړ عملیاتو وروسته یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
د برازیل ولسمشر ته د ارجنټاین د ولسمشر د سپکاوي ډکو څرگندونو وروسته برازیل له ارجنټاین څخه خپل سفیر بېرته وربللی.
د ارجنټاین ولسمشر «خاویر میلي» د برازیل «ساو پاولو» ښار ته د سفر پر مهال خپل برازیلی سیال «لویز اناسیو لولا» «مجرم» او «غل» بللی و.
«میلي» دا څرگندونې د برازیل د پخواني ولسمشر «زایر بولسونارو» د مشر زوی او د ولسمشریزو ټاکنو له کاندید «فلاویو بولسونارو» سره په یوې غونډه کې کړې وې.
تهران ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو تبادله جریان لري خو زیاته کړې یې ده چې د مذاکراتو بیا پیل کیدو لپاره شرایط ندي برابر شوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خبري کنفرانس کې ویلي تهران اجازه نه ورکوي چې امریکا د جنگ د پیل وخت او د دوام موده وټاکي بلکې هر کله چې اړتیا وي له ځان څخه د دفاع لپاره به اقدام وکړي.
د امریکا په واشنگټن ایالت کې ډزې شوي چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او د یوه ماشوم په گډون ۵ نور ټپیان شوي دي.
ډزې یکشنبه د «سي آتل» ښار په یوه پارک کې چې د خوړو فستیوال پکې جوړ شوی و د خلکو په گڼې گوڼې کې شوي دي.
پولیسو ویلي د پیښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع له الجزیرې سره په تازه مرکې کې په لبنان کې د هر ډول پوځي مداخلې احتمال رد کړی.
احمد شرع همداراز ویلي چې هیواد یې هڅه کوي له اسرائیلو سره یو امنیتي تړون لاسلیک کړي.
د شرع په وینا سوریه کولی شي له دې تړون سره د جولان لوړو د حق د له لاسه ورکولو پرته له اسرائیلو سره سولې ته لاره هواره کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې په کسپین سمندر کې پر یوې ایراني تجارتي بیړۍ د یوکراین برید به بې ځوابه پاتې نشي.
عراقچي ویلي چې یوکراین دا برید د اسرائیلو په سپارښتنه کړی او موخه یې په روان جنگ کې د اروپا ښکیل کول دي.
یوکراین وړمه ورځ په کسپین سمندر کې د ایران یوه تجارتي بیړۍ په نښه کړه چې له امله یې د دې کښتۍ د عملي یو غړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریش پر سوریې د ټولو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده.
گوتریش چې سوریې ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې په دمشق کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله د «جولان لوړې» د سوریې د خاورې برخه بللې او یو ځل بیا یې د اسرائیلو لخوا اشغالیدل غندلي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼي لیکلي چې د هوایي دفاع سیستمونو راکټونو کمښت ولسمشر ډونلد ټرمپ دې ته اړ کړی څو پر ایران د پراخو بریدونو پلانونه لغوه کړي.
دې ورځپاڼې په پنټاگون کې د سرچینو په حواله لیکلي د جنگ دوام کیدلی شي د «پاتریوت» هوایي دفاع سیستم د راکټونو زیرمې په بشپړ ډول تمامې کړي.
د راپور پر اساس امریکا د ایران په جنگ کې تر دې مهاله ۱۲۰۰ پاتریوت د هوایي دفاع سیستم راکټونه کارولي چې هره یوه دانه یې ۴ میلیونه ډالر ارزښت لري او امریکا هر کال یوازې ۵۰۰ تولیدولی شي.
په نوي ډیلي کې د ځوانانو تر پراخو لاریونونو وروسته د هند پوهني وزیر دهرمندرا پردهان استعفا کړې ده.
د نوموړي تر استعفا وروسته کاکروچ غورځنگ هم د خپلو لاریونونو د پای ته رسیدو خبر ورکړی دی.
لاریونکوونکو د هند پوهني وزیر دهرمندرا پردهان پر فساد او د طبي پوهنتونونو ملي امتحان سوالونو افشا کولو باندې تورن کړی و.