
پښتو شعرونه او ټپې 💎
یو ځلې غاړه غټۍ راشه
بیا دې دادا له توره ورکړه چې راځینه
زما دې تنده ماته نۀ کړه
لاسونه جګ کړه غاړه بیا راکړه مئینه
لاس پۀ ولاړې راچاپېر کړه
تر کښېناستو پورې مې صبر نۀ راځینه
لاسونه کلک رانه چاپېر کړه
پۀ هدیرو کښې خلق بیل بیل خښوینه
کۀ راکوې نو غاړه راکړه
د ګوتو څوکې خلق ورور له ورکوینه
پۀ خندا مینه نۀ ماتیږي
څو چې یو نۀ شي د کچه پُښتو سرونه
خولۀ مې غوښته غېږه ئې راکړه
خدایه سخي جانان له ورکړې جنتونه
موس شوه په موسکا يې راته وویل چی راغلمه
راغله او هم دا يې راته وويل چې راغلمه
نه وه او چې نه وه نو زه سم ورسره نشته وم
شته شومه بیګا يې راته وویل چی راغلمه
نن په نارنجي جامو کې ډیره ړنګه بنګه وه
سره شوه له حیا يې راته وویل چې راغلمه
بيا لاړه او بیا يې راته ووی چې بیا نه راځم
بيا راغله او بیا یې راته وویل چی راغلمه
ورو ورو يې بیلتون رابیلولو خو چې وصل شو
بس په یوه سا يې راته وویل چی راغلمه
ډزې وې اتڼې وې سعوده خوشحالیانې وې
تاو شوه په ګډا يې راته وويل چې راغلمه
سید شاه سعود
✍️
ملګرو شپه مو پخير
کفر دې نه کوي دچا د آیندې سره
ولې نکاح تړي د بل د معشوقې سره؟
دغه پښتو مښتو دې سر وخوري تبا یې کړلو
ترڅو به ژوند کوو د دغې زولنې سره
خدایه ډاډه یم چې په رحم دې جنت زموږ دی
خو که دوزخ ته ځي زه ځمه د ادې سره
ما د ځوانۍ دوره سوچونو باندې تېره کړله
ما ډېر زیاتی کړی دی خپلې حافظې سره
الله شاهد دی چې ما حورې ورنه نه دي غوښتي
ما په جنت کې هم ژوند غوښتی د هغې سره
غزل:
محبت مې ستا په سترګو کې لیدلی
هر ارمان مې ستا په سترګو کې لیدلی
ته زما یې زه به ستا شمه تر پایه
هر ماښام مې ستا په سترګو کې لیدلی
د جان زړه دې په مینه که برباد که
زخمي زړه مې ستا په سترګو کې لیدلی
غزل
سخنور په ببولالو
څو نفر په ببولالو
پښتانه بدلول غواړي
مقدر په ببولالو
څه مرغانو دي بایللي
بال و پر په ببولالو
بیا له ځانه سره تېر شو
مازدیګر په ببولالو
کړاو نوې تجربې کړي
یاران سر په ببولالو
🖤
👨🦯
له هغه چا سره چې کله په غوسه کېږي، نو پر تا دروغ تړي، ملګرتیا مه کوه.
فضیل بن عیاض رحمه الله
(شغب الإیمان: ۹۰۵۰)
ایا پوهېږئ کورنۍ څه وخت له ماتې سره مخ کېږي؟
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ د خپلې کورنۍ د غړو په پرتله پردیو ته زیات ارزښت ورکړو.
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ (د نورو) د ستاینې او درناوي لپاره لوی متنونه لیکو، یا د خپلو ملګرو او پېژندویانو لپاره د مېلمستیا د جوړولو په فکر کې یو، خو هېروو چې هره ورځ خپلې کورنۍ ته درناوی وکړو.
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ ښکلي لوښي یوازې د مېلمنو لپاره وي، خو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره ماتې پیالې او عادي لوښي!
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ د نورو د راضي ساتلو لپاره خورا ډېره هڅه کوو، خو د خپل مور او پلار په حق کې نېکي کول درنه وګڼو.
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ د ملګرو په ناستو (محفلونو) یا په ټولنیزو شبکو کې له خپلې کورنۍ سره بېقید او شرطه مینه ښیو، خو په کور کې هغوی ته د یو ګیلاس اوبو له راوړلو هم ډډه کوو.
کورنۍ د انسان تر ټولو لویه شتمني ده، راځئ چې د هغې ساتنه وکړو.
منقول...فریبا کریمنژاد
تعصب؛ یوه وژونکې ناروغي
یو له پوهانو څخه وایي:
«تعصب یعنې پرته له عقله ځغاسته (برید کول)، تعصب یعنې استعفا او له عقل سره خدای پاماني کول».
نو راځئ تعصب، چې د تورې پردې په څېر عقل او بصیرت پټوي، یوې غاړې ته کېږدو او په علمي څېړنې سره له سره دیني نصوصو ته وګورو؛ ترڅو هغه حقایق چې زموږ د دیني نصوصو په تل کې نغښتي دي، پیدا کړو او د الله هغو بندګانو ته یې وښیو چې د حقیقت په لټه کې دي.(تحقيقي پیرامون حكم ذبیحه هاي بلاد ما)
«تعصب یعنې: پوهېږې چې پر باطل ولاړ یې؛ خو بیا هم په خپله خبره او عمل ټینګار کوې».
نو تعصب لرل پر باطلو نظریاتو باندې د ټینګار په مانا دي، چې د حد څخه د زیاتې ځانغوښتنې او کمعقلۍ نښه ده؛ له همدې امله، له تعصبه ډکه خبره که د بېدینۍ په دفاع کې وویل شي او که دیني بڼه غوره کړي، د هوښیارانو په وړاندې هیڅ ارزښت او اعتبار نلري.
سلطان العلماء – طاب ثراه – وایي:
«لو كان للضلالة أب لكان التعصب أباها».(أرزش وقت نزد علماي اسلامی:(۹۶)
یعنې: «که ګمراهۍ پلار لرلای، تعصب به یې پلار و».
او همدارنګه د علم خاوندانو ویلي دي:
تعصب عبارت دی له هغې افراطي ملګرتیا، مینې او طرفدارۍ څخه چې یو څوک یې د ځان یا د هغه چا او داسې شي په وړاندې لري چې د ده خپل وي؛ لکه: مور او پلار، خور او ورور، اولاد، قوم (قبیله)، ژبه، نسل (نژاد)، هېواد، ښار، سیمه، ګوند، ډله، مذهب او داسې نور...
ډاکټر طه وایي:
«معده د دردونو کور دی او تعصب د ټولو دردونو په سر کې ځای لري».
ځوانه! متعصب مه اوسه چې ووایې: زما مذهب حق دی او د نورو باطل! زما ګوند او ډله حق ده او د نورو باطله.
شیخ احمد دیدات وایي:
«د اسلام تر ټولو خطرناک دښمن هغه جاهل (ناپوهه) مسلمان دی، چې پر خپل جهالت (ناپوهۍ) تعصب کوي او داسې کارونه کوي چې نړیوال فکر کوي چې اصلي او حقیقي اسلام همدا دی».
ګرانه! متعصب مه اوسه، حق ومنه؛ که څه هم له دوست څخه یې اورې او که له دښمن څخه. کله به چې عمر (رضي الله عنه) کومه خبره واورېده، نو فرمایل به یې: «د دې خبرې کوونکی نه پېژنم چې کافر دی که مسلمان، خو سمه، پر ځای او د حقیقت خبره یې کړې ده».
📚
[آنچه که همه جوانان مسلمان باید بدانند]