Выберите регион
и язык интерфейса
Покажем актуальные для региона
Telegram-каналы и возможности
Регион
avatar

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

tabasumradio
تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM
Подписчики
11 976
24 часа
-11
30 дней
-179
Просмотры
1 439
ER
12,02%
Посты (30д)
280
Символов в посте
319
Инсайты от анализа ИИ по постам канала
Категория канала
Политика
Пол аудитории
Женский
Возраст аудитории
25-34
Финансовый статус аудитории
Средний
Профессии аудитории
Государственный и публичный сектор
Краткое описание
October 28, 04:09

رویټرز خبري آژانس د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي راپور ورکړی، چي له ایران سره د جګړې لګښت تر ۴۷ میلیاردو ډالرو اوښتی او دا شمېره د جولای د میاشتي تر اټکل ۲۵ سلنه زیاته ده.
د راپور له مخي، د جګړې پر مهال د مصرف سويو مهماتو د بیا برابرولو لپاره تر ۲۹ میلیاردو ډالرو ډېري پیسې او د پوځي تجهیزاتو د ځایناستي لپاره تر ۶ میلیاردو ډالرو ډېري پیسې اړیني دي.
په راپور کي ویل سوي، چي د پوځي تجهیزاتو په زیانونو کي الوتکي او ګڼ بې‌پیلوټه الوتکي هم شاملي دي.

October 28, 03:55

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د اکتوبر له ۱۱مې تر ۲۴مې پوري ۹۴ زره او ۹۱۱ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سوي دي.
د سازمان د معلوماتو له مخي، په همدې موده کي ۴۱ زره او ۲۹۷ کسان له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تللي دي.

October 28, 03:49

په اسرائیل کي د پارلماني ټاکنو وروستی حال:
د اسرائیلو د پارلماني انتخاباتو له لومړنیو پایلو سره سم، لا هم هیڅ لوري ۶۱ څوکۍ نه دي ترلاسه کړي؛ ۶۱ څوکۍ د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت دی.
د بېلابېلو ایګزټ پولونو له مخې، د بنیامین نتنیاهو ډله شاوخوا ۵۰–۵۱ څوکۍ او د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ مخالفه ډله شاوخوا ۵۱–۵۳ څوکۍ لري. عربي ډلو بیا شاوخوا ۱۷–۱۹ څوکۍ ګټلي دي.
نتنیاهو ویلي، چي باید یو قوي ښي اړخی حکومت جوړ سي او د عربي ډلو پر ملاتړ حکومت جوړول یې رد کړي دي.
آیزنکوټ بیا ویلي، چي رایو د نتنیاهو د حکومت پر ضد د خلکو د بې باورۍ څرګندونه کړې او دی د نوي حکومت جوړولو هڅه کوي.
د رایو رسمي شمېرنه لا روانه ده او وروستۍ پایلي ښايي په راتلونکو ورځو کي روښانه سي. که دواړه اصلي لوري ائتلافي حکومت جوړ نه کړای سي، د نویو انتخاباتو امکان هم سته.
لنډه پایله: نتنیاهو تر اوسه مات سوی نه دی، خو د هغه ائتلاف اکثریت له لاسه ورکړی؛ آیزنکوټ هم د حکومت جوړولو لپاره ۶۱ څوکۍ نه لري. په اوسني حالت کي عربي ډلې د حکومت په جوړولو کي مهمه ونډه لرلای سي.

October 27, 18:30

افغان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې لوبډلې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۳۷ منډو په توپیر وګټله.
د دې لوبې پچه زیمبابوې وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه، چې د افغانستان له لوري ورته ۱۷۸ منډې هدف وټاکل شو.

October 27, 14:41

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې افغان او پاکستاني ځواکونه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند په انګور اډه کې نښته کړې ده.
دا نښته نن له غرمې وروسته پیل شوې او لا دوام لري.
‏د سرچینو په خبره، دواړه غاړې پر یو بل درنې وسلې کاروي او د سیمې ځينو اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي.

October 27, 11:00

امر بالمعروف وزارت په ټول هیواد کي په واده او نورو مراسمو کي د پټاقیو ټکان کول، واردول او په دوکان کي خرڅول مطلق منعه اعلان کړه.
وايي سرغړونکو ته یې شرعي او قانوني سزا ورکول کیږي.

October 27, 09:14

کندهار کي د اسعارو نرخونه:
- یو ډالر ۶۵.۲ افغانۍ
- یو ډالر ۲۸۳.۳۰ کلداري
- زر افغانۍ ۴۳۵۴ کلداري

October 27, 09:04

د سپینو زرو نرخونه:
- کندهار کېلو ۱۷۳۵ ډالره
- نړیوال بازار ۱۶۹۷ ډالره

October 27, 07:14

‏امریکايي رسنۍ راپور ورکړی، چي امريکا غواړي هغه افغانان چي د پوليسو له خوا نيول سوي او اوس د کډوالۍ په کمپ ساتل کېږي پاکستان ته اخراج کړي.
‏د راپورونو له مخي، ښايي د دغو افغانانو د لېږد بهیر په راتلونکو څو اوونیو کي پیل سي؛ خو امریکايي چارواکو لا هم په دې اړه رسمي څرګندوني نه دي کړي.
‏د افغان ایواک بنسټ په وینا، د امریکا د دې احتمالي پرېکړي له امله به د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم اغېزمن سي، چي تر ۲۰۲۱ کال مخکي ئې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

October 27, 05:45

د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ شل اوریزه لوبه نن په ژوندۍ بڼه له تبسم راډیو څخه واورئ!
که غواړئ د لوبې په جریان کي خپل محصولات، شرکت او کاروبار زرګونو اورېدونکو ته ور وپېژنئ، له دې فرصت څخه ګټه واخلئ!
پر واټساپ اړیکه ونیسئ:
0793332619
تبسم راډیو؛ د هر کور، موټر او دوکاندار د خوښۍ څپه!